لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې دترون نه وروسته خوست کې وړومبۍ چاودنه شوې،درې تنه مړه،اووه ژوبل


دافغانستان په سویل خوست ولایت کې دسه شنبې په ماذیګر چاودنه شوې چې له امله یې درې تنه ولسي خلک وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

په ۲۹مه فرورۍ قطر کې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې په تړون له لاسلیکونو نه وروسته دا وړومبۍ بمي چاودنه ده چې افغانستان کې شوې ا‌ؤ عام خلک پکې په نخښه کړل شوي.

دخوست دامنیه قومندانی ویاند عادل حیدر وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وویل دا چاودنه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې دفوټبال لوبې په میدان کې شوې او وژل شوي او ټپیان ولسي خلک دي.

هغه ویلي په پېښه کې وژل شوي اؤ ژوبل کسان دلوبې دنندارې لپاره دلوبې په میدان کې راغونډ شوي وؤ.

نوموړي دپیښې د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه ونه ویل خو دپیښې عیني شاهدانو وي او ای ډیوه ته ویلي چادونه دلوبغالي میدان کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پرځای شوو چاودیدونکو توکو له امله شوې ده.

دخوست والي محمد حلم فدايي په خپل ټویټ کې د رامنځته شوې پیښې مسئولیت دافغانستان د دښمنانو کار ګڼلی دی.

والي فدائي په دې پېښه پاکستان تورن کړی اؤ ادعا یې کړې ده چې که چرې دترهګرو پشا پاکستان ونه دریږي نو هغوئ دافغان ځواکونو سره نیم ساعت دپاره هم دجګړې توان نه لري،

دخوست دعامې ورغتیا ریاست دې پیښه کې دوژل شویو کسانو شمیر درې تنه او دټپیانو شمیر اته تنه ښودلی او ویلي یې دي چې په چاودنه کې د ټپي شویو کسانو روغتیايي حالت ښه دی او په ملکي روغتون کې یې درملنه روانه ده.

د دې چاودنې مسئولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی .

دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې دتړون ترلاس لیک دوه ورځې وروسته دا په افغانستان کې لومړی امنیتي پیښه ده چې زیان یې هم عامو ولسي خلکو ته رسیدلی دی.

دسولې دتړون لاسلیک کیدو نه وروسته طالبانو اعلان کړی چې امریکا سره دهغوئ جګړه پائ ته رسېدلې ده خو دافغانستان د دولت پرضد به خپلو بریدونو اؤ جګړې ته دوام ورکوي

په قطر کې دطالبانو او امریکا ترمنځ دسولې توافق نامې له لاس لیک سره سم په کابل کې دامریکا افغان حکومت اوناټو لخوا دسولې په تړاو دګډې اعلامیې دخپریدو په مراسمو کې د امریکا دفاع وزیرمارایسپر ویلي و چې دتاوتریخوالي دکیمدو پروسه به روانه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG