لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د پاکستان او افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو 12 ښځو ته د زړورتیا ایوارډونه ورکړل


واشنګټن ـــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت نن د پاکستان او افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو 12 هغو ښځو ته د زړورتیا نړیوال ایوارډونه ورکوي چې پخپلو هېوادونو کې یې د ښځو، بشري حقونو، امن، اقلیتونو او د جنسي نابرابرۍ لپاره مبارزه کړې ده.

دغه ایوارډونه د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپېیو او د امریکې د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ په لاسونو ورکړل شول. مایک پمپېیو پخپله لنډه وینا کې له دغو ښځو څخه د ځینو ځانګړې یادونه وکړه او پخپلو هېوادونو کې یې د هغوی مبارزه بېسارې او بدلون راوستونکې وبلله.

په دغو ښځو کې د پاکستان د بلوچستان ایالت اوسېدونکې د بشري حقونو او سیاسي فعاله جلیله حیدر هم شامله ده چې په 2018م کال کې یې په کوټه کې پر هزاره توکمه شیعه ګانو باندې د ترهګرۍ د بریدونو په ضد درې ورځې د نه خوړو احتجاج کړی وو.

جلیله حیدر وکیله او د وومین ډیموکرېټک فرنټ د بلوچستان مشره ده او په تېره جنورۍ میاشت کې برتانیې ته په یو کانفرنس کې د ګډون لپاره تلله چې پر لاهور هوایي ډګر را وګرځول شوه او ورته وویل شول چې نوم یې د سفري بندیزونو په نوملړ اې سي‌ ایل کې اچول شوی دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې جیلیلې حیدر ته "د بلوچستان زوروره ښځه" ویل شوي دي.

جلیله حیدر د امریکې له لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ څخه ایوارډ تر لاسه کوي.
جلیله حیدر د امریکې له لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ څخه ایوارډ تر لاسه کوي.

د بېلابېلو هېوادونو په دغو زړورو ښځو کې د افغانستان د وردګو ولایت د میدان ښار ولسوالۍ ځوانه ښارواله مېرمن ظریفه غفاري هم شامله ده چې پخپله سیمه کې یې ښځو ته ځانګړې رېډیو هم پیل کړې وه.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکلي چې د ښاروالې په توګه د مېرمن غفاري له ټاکل کېدو سره د سیمې خلکو مخالفت کړی وو او هغې ته یې د مرګ ګواښونه کړي وو،‌ خو وایي دا یې په وړاندې و درېده او دا یې ثابته کړه چې ښځې هم مشري کولای شي.

ظریفې غفاري د ایوارډونو د وېشلو په غونډه کې تر جایزې اخیستلو وروسته پخپله لنډه وینا کې د هغو ښځو مبارزه او زړورتیا وستایله او هغوی یې اتلې وبللې چې له دې سره یو ځای یې ایوارډونه واخیستل، خو وایي "زه اتله نه یم زه د میدان ښار ښارواله یم". مېرمن غفاري وایي خلک یې لومړی د ښاروالې کېدو په ضد وو خو چې دا پر شا نه شوه هغوی ومنله:

"څو کاله مخکې ما تمه نه لرله چې دوی به کله هم زما خبرې واوروي خو نن مې نه یواځې خبره اورېدل کېږي بلکې بشپړ درناوی مې کېږي. د افغانستان ښځې اکثر د جګړې د قربانیانو په توګه پېژندل کېږي خو موږ داسې ښځې هم لرو چې د خپلو حقونو لپاره یې مبارزه کړې".

ظریفه غفاري د زړورو ښځو د ایوارډ غونډې ته د وینا په مهال.
ظریفه غفاري د زړورو ښځو د ایوارډ غونډې ته د وینا په مهال.

په زړورو ښځو کې د چین سینکیانګ صوبې د قزاقۍ مېرمن سایره ګل ساوتبې هم شامله ده چې د روغتیا او تعلیم په برخه کې یې د ډاکټرې او استادې په توګه کار کړی.‌ مېرمن سایره ګل له 2017م کال راهیسې د چینایي مسلمانانو په یوه کېمپ کې هغوی ته په تعلیم ورکولو ګومارل شوې وه، خو هغه په 2018م کال کې قزاقستان ته وتښتېده او پر ایغور مسلمانانو یې د چین د حکومت له ظلمونو پرده پورته کړه.

په پاته نهو ښځو کې چې د زړورتیا ایوارډونه ورکړل شول د ارمینیا،‌ ازربایجان، بورکینا فاسو،‌ ملایشیا، نیکاراګوا، شام،‌ یمن او زمبابوې هېوادونه شامل دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د "زړورې ښځې" په نامه دغه ایوارډ د2007م کال په مارچ کې پیل کړی چې تر اوسه پورې د 73 هېوادونو 134 ښځو ته دغه جایزه ورکړل شوې ده او د سږ کال د 12 ښځو له ایوارډونو سره د دغو ټولو شمېر د 77 هېوادونو 146 ښځو ته ورسېد.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG