لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان خارجه پالیسۍ جوړولو دپاره به دپاکستان دپارلیمان غونډه رابلل کیږي،اسدقېصر


د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر اسدقېصر ويلي پاکستان هېڅ اراده نه لري چې په افغانستان کې د کومې ډلې ملاتړ وکړي بلکې پاکستان غواړي چې په افغانستان کې امن په ځای شي او د دې پرېکړه دې د افغان ولس وکړي.

په مردان کې يوې دستورې ته په وينا کې اسدقېصر وويل چې حکومت پلان لري چې روانه مياشت په قامي اسمبلۍ کې د سياسي مشرانو او پوهانو يوه غونډه راوبلي چې د افغان امن معاهدې وروستو د دې هېواد لپاره خارجه پاليسي جوړه کړي.

د قامي اسمبلۍ د سپيکر دا بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په دې وروستيو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې سولې تړون لاسليک شوی خو په هېواد کې تشدد لا هم روان دی او افغان طالبان وايي، د امريکا په ضد به کاروايۍ نه کوي خو د افغان حکومت په ضد به يې کاروايۍ روانې وي.

د امن تړون وروستو د حالاتو او د پاکستان د پاليسۍ په اړه د پاکستان او افغانستان په اړيکو نظر لرونکی پروفېسر ډاکټر شهريار وايي چې اوس بايد واضحه خارجه پاليسي مخې ته راشي.

د نوموړي په وينا چې پاکستان بيا بيا د افغانستان امن په خپله ګټه بولي، خو دا امن به په کوم شرطونو راځي، په دې اختلاف کېداس شي. اوس که په قامي اسمبلۍ کې په دې بحث وشي او خارجه پاليسي جوړه شي نو حالات ډېر ښه کېدای شي.

په تېرو وختونو کې د افغانستان له خوا بيا بيا په پاکستان دا تورونه لګیدلي چې دوي د حقاني ډلې يا افغان طالبانو ملاتړ کوي خو پاکستان دغه ټول تورونه ردوي.

مردان کې دستورې ته په وينا کې اسدقېصر دا هم وويل چې د اپرېل په مياشت کې به د ملک په بېلا بېلو برخو کې د اقتصادي مرکزونه جوړېږې چې وروستو به يې ملک کې روان اقتصادي بحران هم ختم شي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په ټول ملک کې د لسو اقتصادي مرکزونو جوړولو اعلان کړی ؤ چې پکې زیاترہ پینځه په پنجاب، سند او بلوچستان کې دوه دوه او يواځې يو په خېبرپښتونخوا کې جوړېږي.

د اقتصادي ماهرينو په وينا چې خېبرپښتونخوا او په خصوصي توګه نوې ضم شوې ضلعې يعنې پخوانۍ فاټا د ترهه ګرۍ نه اغېزمنه شوې، بايد اقتصادي هلې ځلې په دې صوبه کې زياتې کړې شي چې داسې نوي کُول ته روزګار سره سره د امن په ځای کولو لار هم هواره شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG