لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمردان دمنګاه درکۍ خلک د سیمې تړل کیدو په ضد سړکونو ته راوتلي دي


د خېبرپښتونخوا حکومت دمردان په منګا درګۍ سيمه کې د کورونا وايرس له کبله ديو تن د مړه کېدو وروسته ياده سيمه په مکمله توګه تړلې وه خو دجمعې په ورځ ددغې سیمې اوسیدونکي راپاریدلي اؤ دسیمې تړل کیدو په ضد سړک ته راوتلي دي.

دغه پاریدلي خلک وایي چې حکومت په کورونو کې قید کړي خو د ژوند تیرولو دپاره یې ورته هیڅ اسانۍ نه دي ورکړي اؤ د روزګار دروازې پرې هم تړل شوي دي.

په مردان کې دکرونا وائروسو له امله د یو تن مړ کیدو وروسته ضلعي چارواکو د عبدالولي خان پوهنتون دوه کېمپسونه او د مردان لوی سرکاري کالج د څارملنې مرکزونه ګرځولي دي.

دضلعي انتظامیې په وينا چې د مړ شوي تن نزدې ملګري او خپل خپلوان دې مرکزونو ته لېږل شوي دي او هڅه کوي چې شکمنو مريضانو ته په دې مرکزونو کې د بنيادي ضرورت شيان ورکړي.

د مردان د ډپټي کمشنر وياند صنوبر خان د زيارت په ورځ وي او ای ډيوه ته وويل چې د مړ شوي تن ځايي کلي يعنې منګا درګۍ ته هم ډاکټران لېږل شوي دي او نورې پلټنې يې هم پېل کړې دي.

د مردان او چارسدې په پُوله پرته سيمه منګا درګۍ کې له تېرو څليريشتو ساعتو راهسې امنيتي چارواکي هم ځای په ځای کړی شوي دي. د دې ترڅنګ ټولې لارې هم د عام تګ راتګ دپاره بندې کړی شوې دي او ځايي خلکو ته ويل شوي چې په خپلو کورونو کې دننه پاتې شي.

منګاه درکۍ
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:26 0:00

خو دسیمې څخه سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي چې دجمعې په ورځ دمنګاه درګۍ یو شمیر اوسیدونکي له کورونو راوتلي اؤ په زوره دسیمې تړل کیدو په ضد احتجاج کوي

دمردان د مسلم اباد ګڼ شمیر استوګنو ډیوه ته ویلي چې هغوئ په کورونو قید ساتل شوي وؤ اؤ هیڅ قسمه اسانۍ نه ورکول کیږي چې له دې امله یې په کورونو دننه ژوند تیرول ګران شوي دي.

هغوئ وایي حکومت یې روزګار ته هم نه پریږدي اؤ په کور دننه ورته خرچ خوراک هم نه ورکوي نو په داسې حال کې دسیمې د بې وزله خلکو سره له کورونو راوتلو پرته بله لاره نه پاتې کیږي .

د کورونا وايرس له امله په مردان کې مړ شوی تن سعادت خان د شپې په خاموشۍ سره خاورو ته سپارل شوی دی.

۵۰ کلن سعادت خان څو ورځې وړاندې د سعودي عرب نه راستون شوی ؤ او د مارچ په ۱۷مه نېټه په هغه کې د کورونا وايروس پخلی شوی ؤ خو د چارشنبې په ورځ هغه د مردان په لوی روغتون کې ساه ورکړې وه.

سعادت خان په پاکستان کې وړومبی تن ؤ چې د دې وايرس له امله مړ شوی او د دې وروستو د پېښور په ليډي ريډنګ روغتون کې هم د هنګو سره تعلق لرونکی ۳۶ کلن عبدالفاتح مړ شوی ؤ.

د مردان منګا درګۍ ځايي خلک د بيړني حالاتو او لارو د تړلو وروستو د مشکلاتو ښکار دي.

دوي له حکومته ګيله کوي چې د خوراکي شيانو ترڅنګ دوي سره تر اوسه پورې کومې مرستې نه دي شوي او نه ځايي چارواکو د دوي د ضرورتونو پوره کولو لپاره کوم ګامونه پورته کړي.

په بونېر کې هم د کورونا وايرس مريض،د مټوانۍ سيمې يو ځوان چې له متحده عرب اماراتو بېرته راغلی، دا وخت د درملنې لاندې دی.

د بونېر ډپټي کمشنر خالد خان وايي چې د دغه مريض خپلو خپلوانو او ملګرو باندې د نظر ساتلو لپاره دغه کلی هم تړل شوی دی.

نوموړی وي او ای ډيوه ته وويل چې تر اوسه په دې مريض کې د کورونا وايرس پخلی نه دی شوی خو نخښې يې ښکاره شوي، د هغه ځان له درملنه روانه ده او په خواوشا سيمو، خلکو يا خپلو خپلوانو کې يې هم کومې نخښې مخې ته نه دي راغلي.

د مردان ضلعې غېرسرکاري رپورټونه وايي چې د منګا سيمې د دېرشو کسانو نمونې هم د مردان لوی روغتون مردان مېډيکل کمپلېکس ته لېږل شوي دي خو لا يې هم په سرکاري کچ پخلی نه دی شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG