لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيويارک کې د کرونا په وايرس اخته خلکو شمېرد ۲۰زرو نه اوړېدلی


د امريکا په نيويارک ښار کې د کرونا وايرس د خورېدو لړۍ لا هم نه ده ودرېدلې او د ګل په ورځ د چارواکو له خوا ويل شوي چې تر دې دمه لږ تر لږه ۲۰ زره اته سوه او ۷۵ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

په دغه کسانو کې تر ټولو زيات په نيويارک ښار کې مخې ته راغلي.

د نيويارک د ګورنر اندريو کومو په وينا چې يواځې په نيويارک ښار کې ۱۲زره درې سوه او پينځه کسانو کې د کورونا وايرس پخلی شوی دی.

په نيويارک کې تر دې دمه د دې وايرس له امله ۱۵۷ کسان مړه شوي دي.

د دې وايرس ښکار کسانو کې د درې زره شپږ سوه او يوويشت کسانو تعلق د کوينز، د درې زره څلور سوه او څلور نوي کسان د بروکلېن سره دی.

د دې ترڅنګ دوه زره پينځه سوه او دوه اويا کسان د منهېټن، اتلس سوه نهه ويش کسان د برونز او اته سوه اوولس کسان د سټېټن اي لېنډ سره تعلق لري.

تر ټولو زيات شمېر په کوينز کې مخې ته راغلی خو د سټېټن اي لېنډ په اړه چارواکي وايي چې په يو لاک کسانو کې په يو سل دوه اويا کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

د نيويارک د ګورنر اندريو کومو د وينا ترمخه تر اوسه چې څومره کسان د دې وايرس ښکار شوي، په هغې کې ديارلس فيصده اوس هم په هسپتالونو کې دي چې پکې څلورمه برخه په انتهايي نګهداشت يا اي سي يو کې موجود دي.

د نيويارک ښاروال بل ډي بلاسيو د ګل په ورځ سي اېن اېن ته ويلي چې دوي ته د وينټي لېټرو ضرورت دی او که چرته روانه هفته دوی ته ترلاسه نه شو نو د مړو شمېر به لا نور زياتېږي.

بل اړخ ته ګورنر کوميو ويلي چې دوي د صدر ټرمپ او مرستيال صدر مايک پنس سره رابطه کړې او ورته يې ويلي چې دوي ته د زياتو طبي شيانو، طبي عملې او مالي امداد ضرورت دی.

ګورنر کوميو په ټولنيزو رسنيو ټويټر ليکلي چې دوي د طب د محکمې رېټاير خلکو ته هم خواست کړی ؤ او خوشحاله دی چې شاوخوا دېرش زره خلکو دغه خواست ته غبرګون ښودلی خو نوموړی وايي چې دا شمېره به نوره هم زياتول وي.

د راپورونو ترمخه په ټوله امریکا کې تراوسه پورې په ۳۳ زره ۲۷۵ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۴۱۷ کسان يې مړه کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG