لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس له انټارکټیکا پرته د نړۍ د ټولو براعظمونو په شاوخوا 190 هېوادونو کې خپور شو


واشنګټن ــــ په دسمبر کې له چینه خپور شوی کرونا وایرس اوس د نړۍ تر 190 زیاتو هېوادونو ته خپور شوی او له انټارکټیکا پرته یې د براعظم اېشیا، افریقې، امریکې، یورپ او منځني ختیځ‌ په ګډون د نړۍ ټولې غټې وچې نیولې دي.

د امریکې په جان هاپکینز پوهنتون کې د کرونا وایرس د سرچینو مرکز وایي، په ټوله نړۍ کې تر دې مهاله 392,331 تنو ته کرونا وایرس ور پورې شوی او 17,155 تنه یې مړه کړي دي، خو وایي له دې نړیوالې وبا بیرته 102,972 تنه ترې روغ شوي‌ هم دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانم ګیبریوس وایي، کرونا وایرس لا هم په تېزۍ پسې خپرېږي خو وایي د خپرېدو مخه یې نیول کېدای شي.

په ټوله نړۍ کې دا مهال له دې وژونکې ناروغۍ تر ټولو زیات خلک په ایټلي کې مړه شوي چې شمېر یې 6077 ته رسېدلی او په دې هېواد کې 63,927 کسان ترې اغېزمن دي او 7,432 تنه ترې بیرته روغ شوي‌ دي. یواځې په تېرو څلورو ورځو کې له دې ناروغۍ په ایټلي کې شاوخوا دوه زره تنه مړه شوي‌ دي.

له ایټلي‌ وروسته دوه نور یورپي هېوادونه سپېن او پېرس له دې وایرسه زیات اغېزمن دي.‌ تر اوسه په دې هېواد کې له کرونا وایرسه 35,212 تنه اغېزمن شوي او 2,696 تنه مړه شوي‌ دي. هسپانوي‌ چارواکي‌ وایي یواځې په تېرو څلرویشت ګنټو کې له دې ناروغۍ 515 تنه مړه شوي‌ دي.

د افریقې لسګونو هېوادونو ته هم کرونا وایرس ور خپور شوی چې تر اوسه ورڅخه شاوخوا څورلس سوه تنه اغېزمن شوي او شاوخوا څلوېښت کسان یې مړه کړي دي. نن د افریقې د کېمرون هېواد نومیالی سندرغاړی 86 کلن مانو ډبانګو هم له دې ناروغۍ مړ شوی دی.

په امریکا کې د کرونا وایرس لومړۍ مثبته پېښه د مارچ پر ۵مه مخې ته راغلې خو اوس دا وایرس تر چین او ایټلي وروسته په ډېره تېزۍ سره په دې هېواد کې خپرېږي چې د اغېزمنو کسانو شمېر یې په شل ورځو کې 46,450 ته رسېدلی او 553 ته ځنې مړه شوي‌ دي.

چینایي چارواکي وایي په دې هېواد کې د کرونا وایرس پېښې مخ په کمېدو دي او له ووهان ښاره پرته به نور هېواد ته سفرونه بندیزونه د شورو- چارشنبې په ورځ ختم کړي دي، خو د وایرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر یې په پایتخت بېجنګ کې د ور تلونکو مسافرو لپاره د طبي معاینې او څارملنې نوي شرایط اعلان کړي دي.

د کرونا وایرس د خپرېدو له کبله که یوې خواته د نړۍ اکثرو هېوادونو مخکې له مخکې تعلیمي ادارې، دفترونه، هوټلونه، مذهبي عبادت ځایونه او نور مهم ځایونه بند کړي، هوایي او مځکني سفرونه، کلتوري او سپورټي مېلې یې ځنډولې خو بلې خواته اوس اکثرو هېوادونو لاک ډاون یا ټولبندي اعلان کړې چې ورسره ژوند پّ ټپه درېدلی دی.

د پاکستان په ګاونډي او رقیب هېواد هند کې له کرونا وایرسه شاوخوا 500 تنه اغېزمن او تر اوسه یواځې 9 تنه ترې مړه شوي دي، خو د ناروغۍ د مخنیوي په خاطر د دې هېواد شاوخوا یو ارب څلور دېرش کروړه خلکو ته امر شوی چې په کورونو کې پاته شي.

د یوې اندازې له مخې کرونا وایرس د نړۍ شاوخوا یونیم ارب خلک پخپلو کورونو کې بند ساتلي دي او د خپلو حکومتونو له خوا ورته ویل شوي‌ چې یواځې د خوراکي موادو، دارو درملو او نورو ضروري شیانو د اخیستلو لپاره تګ راتګ کولای شي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG