لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاریخ: په تېرو شاوخوا دوه زره کلونو کې وبایي ناروغیو د نړۍ په کروړونو انسانان مړه کړي


په تېرو څه کم دوه زره کلونو کې په نړۍ کې وخت په وخت داسې غټې وبایي او ساري ناروغۍ خپرې شوې دي چې په کروړونو انسانان یې وژلي دي. په دغو ناروغیو کې انتوني، جسټینین، توره وبا، کولرا، انفلواینزا او ایډز شاملې دي.

انتوني وبا:- دغه وبا په 165م کال کې په روم کې پیدا شوې او بیا په کوچنۍ اېشیا، مصر، یوان او ایټلي کې خپره شوې وه، چې تر 180م کال پورې یې پینځلس کاله دوام کړی وو او 50 لکه (5 میلینه) انسانان یې مړه کړي وو. د دې ناروغۍ د خپرېدو سبب معلوم نه دی خو د طب اوسني پوهان فکر کوي چې دا وبا به له چیچک (کوي) یا شري څخه خپره شوې وي.

جسټینین وبا:- دغه وبا په 541م کال کې خپره شوې وه چې د بازنتیني سلطنت (ختیځ‌ روم) مرکزي ښار قسطنطنیه (اوسنی استنبول) او د دې سلطنت نور ښارونه، ساساني سلطنت او یورپ زیات اغېزمن کړل.‌ دې وبا تر 541م کال پورې په یوه کال کې دوه نیم کروړه (25 میلینه) انسانان مړه کړي چې ویل کېږي د یورپ نیمه ابادي یې تباه کړې وه. تاریخ وایي چې دغه وبا بیا وروسته هم وخت په وخت تر 750م کال پورې راغلې چې په دغو دوو پېړیو کې یې له 25 تر 100 میلینه (10 کروړه) انسانان مړه کړي‌ دي.

توره وبا:- د (بلیک ډیت) یا تور مرګ په نوم دغه وبا د تاریخ تر ټولو لویه او خونړۍ وبا بلل کېږي، چې په 1347م کال کې په یورپ، افریقا او اېشیا کې خپره شوه او تر 1351م کال پورې یې په څلورو کلونو کې په اېشیا او یورپ کې له 7.5 کروړه تر 20 کروړه پورې انسانان مړه کړي دي. ویل کېږي دا ناروغي په تجارتي بېړیو کې د موږکانو په بدن کې د ورږو (کیکو) د انتقال له کبله خپره شوې وه.

کولرا:- د کولرا په نوم د حیضې وبا په تېرو دوه سوه کلونو کې په نړۍ کې اووه ځله خپره شوې ده، لومړی یې په 1817م کال کې په هند کې پیدا شوې او تر 1824م کال پورې یې اووه کاله دوام کړی او بیا دویم ځل بیا له 1852م کال تر 1860م کال پورې بیا اته کاله خپره شوې چې د هند په ګډون یې د منځني ختیځ، افریقې، یورپ او شمالي امریکې ښارونه اغېزمن کړي او ویل کېږي چې دغو دواړو وباوو یو نیم کروړ انسانان مړه کړي‌ دي. د دې تر څنګ پینځه ځله د کولرا نورې وباوې هم خپرې شوې دي چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې یې په میلینونو کسان مړه کړي دي، خو لا هم دغه ناروغي په بشپړه توګه نه ده ختمه شوې.

فلو:- انفواینزا چې په پښتو والګی او نزله هم ورته وایي، په نړۍ کې په پینځه ځله په زیاته اندازه خپره شوې او په میلینونو انسانان یې مړه کړي دي. لومړۍ ځل له 1889م تر 1890م کال پورې خپره شوه چې په یوه کال کې یې شاوخوا لس لکه کسان مړه کړل. دویم ځل له ۱۹۱۸م تر ۱۹۱۹م کال پورې په سپېن کې خپره شوه چې هسپانوي فلو یې هم بولي او په ټوله نړۍ کې یې له ۴۰ تر ۵۰ میلینه انسانان مړه کړل. درېیم ځل (اېشیایي فلو) په ۱۹۵۶م کال کې په چین کې پیدا شوه چې تر ۱۹۵۸م کال پورې سنګاپور، هانګ کانګ او امریکې ته خپره شوه او شاوخوا یوولس لکه کسان یې مړه کړل. څلورم ځل په ۱۹۶۹م کال کې په هانګ کانګ کې پیدا شوه چې تر ۱۹۷۰م کال پورې یې شاوخوا لس لکه کسان مړه کړل او پینځمه یې سواین فلو ده چې له ۲۰۰۹م تر ۲۰۱۰م کال پورې یې شاوخوا دوه لکه کسان مړه کړل.

ایډز:- د ایچ ای وي ایډز ناروغي په 1920م کال کې په افریقایي هېواد کانګو کې خپره شوه خو لومړی ځل په 1981م کال کې وپېژندل شوه او د خپرېدو سبب یې معلوم شو. دې ناروغۍ تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې 36 میلینه انسانان مړه کړي دي او د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا اوس هم په ټوله نړۍ کې تر دېرش میلینه زیات خلک په دې ناروغۍ اخته دي چې زیات یې په افریقا کې دي.

د دې تر څنګ ځینې نورې غټې او ډېرې وړې وبایي ناروغۍ په تېرو وختونو کې خپرې شوې دي چې په لکونو خلک یې مړه کړي دي.

کرونا:- کرونا وایرس د 2019م کال په دسمبر د چین په ووهان ښار کې پیدا شو چې تر اوسه د نړۍ شاوخوا 195 هېوادونو ته خپور شوی او تر اوسه یې تر څلور لکه زیات خلک اغېزمن کړي او تر 18 زره زیات خلک یې مړه کړي دي او لا هم دغه وایرس په تېزۍ پسې خپرېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG