لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نيويارک کې د کرونا وايرس وهلو شمېره د ۲۵زره نه سېوا، ۲۱۰ مړه


د امريکا په نيويارک ښار کې د کرونا وايرس پېښې د ۲۵ نه سېوا شوي او ۲۱۰ کسان يې مړه کړي دي.

د نهې په ورځ يوه پاکستانۍ زنانه د کرونا وايرس له امله مړه شوې ده، دا دوېم پاکستانی دی چې په نيويارک ښار کې د کرونا وايرس له امله مړ شو.

له دې وړاندې د ګل په ورځ محمد انجم اقبال نومې تاجر هم د دې وايرس له امله مړ شوی ؤ او د مارچ په ۲۴مه په لانګ اي لېنډ کې خاورو ته سپارل شوی ؤ.

د مړې شوې زنانه په اړه د پاکستانۍ کميونټې ځيني کسانو د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې د نيويارک په بروکلېن ښار کې يې علاج روان ؤ او هم د علاج په مهال هغه د کرونا وايرس ښکار شوې وه.

د هغې جنازه په بروکلېن ‘مکي مسجد‘ کې ادا شوې او په نيو جرسي کې خاورو ته سپارل شوې ده.

د ځايي خلکو په وېنا چې د دغه زنانه د مرګ په سند يا ډيت سرټيفيکېټ باندې د مرګ په خانه کې COVID-19 يعنې د کورونا رنځ ليکل شوی دی.

يواځې په نيويارک ښار کې په دې وايرس د ۲۵زره نه زيات کسان اخته شوي چې پکې لږ تر لږه ۲۱۰ کسان مړه شوي هم دي.

د ښار ترڅنګ په نورو سيمو کې بيړني حالات په ځای کړی شوي دي او زياتره خلکو ځان په کورونو کې بند کړی دی.

د امريکا په نيويارک ښار کې د کرونا وايرس ښکار کسانو شمېر مخ په زياتېدو دی. د نيويارک د ګورنر اندريو کومو په وينا چې تر دې دمه د ۲۵ زرو نه زياتو کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی او لږ تر لږه ۲۱۰ کسان مړه شوي دي.

نوموړي د نهې په ورځ ويلي چې څومره د دوی تمه وه، دا وايرس له هغې زيات خطرناک دی، مونږ ته د مرکزي حکومت نه مرسته په سمدستي توګه پکار ده.

ګورنر کومو د مرکزي حکومت له خوا په ۴۰۰ وينټي لېټرو رالېږلو هم د غصې څرګندونه کړې او ويلي يې دي چي دوي ته ۳۰ زره وينټي لېټرې پکار دي، مرکزي حکومت بايد دا په سنجيدګۍ سره ومني.

هغه زياته کړې چې د ۴۰۰ وينټي لېټرو رالېږلو مطلب دا دی چې نور ۲۶،۰۰ خېر دی که مړه شي. د نوموړې په وينا چې دوي سره دا وخت ۷،۰۰۰ وينټي لېټرې موجود دي.

د نوموړي په وينا چې که شمېره هم داسې زياتېږي نو دوي ته به لږ تر لږه يو لک ۴۰ زره د هسپتال بېډونه يا کټونه پکار وي.

بل اړخ ته تر اوسه پورې په امريکا کې د ۵۳ زرو نه په زياتو کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی او د ۷۰۰ نه زيات کسان د دې وايرس نه مړه شوي دي.

د صحت نړيوالې ادارې د نهې په ورځ دا ويره څرګنده کړې چې امريکا ته خطر زيات دی او کېدی شي د دې وبا مرکز به امريکا جوړه شي.

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د نهې په ورځ ويلي چې هغه د ايسټر مېلې يعنې د اپرېل ۱۲م پورې امريکا يو وارې بيا پرانستل غواړي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG