لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د کرونا وایرس مرکز شو، ټرمپ او شي جین پینګ د کرونا ځپلو لپاره ټلیفوني خبرې کړې


واشنګټن ــــ له چین او ایټلي وروسته تېره شپه امریکا د کرونا وایرس مرکز وګرځېد چې په دې ناروغې د اخته کسانو شمېر یې څه کم 86 زرو ته رسېدلی او تر 13 سوه زیات کسان یې مړه شوي، خو لا هم دا شمېر په ډېره تېزۍ مخ په زیاتېدو دی.

د امریکې نیویارک ایالت له دې وایرسه تر ټولو زیات ځپلی دی چې څه کم څلوېښت زره کسان پکې اغېزمن شوي او 457 تنه مړه شوي‌ دي.

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ‌ او چیني صدر شي جینپینګ د پنجشنبې- زیارت په ماښام ناوخته په ټلیفون خبرې کړې او د دواړو هېوادونو په ګډون نړۍ ته د کرونا وایرس له کبله پر پېښو خطرونو یې تفصیلي خبرې کړې دی. ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي:

"چین تر ډېرو تجربو را تېر شو او د کرونا وایرس په اړه ډېر پوهېدلی، موږ له یو بل سره په ګډه د دې د مخنیوي لپاره کار کوو".

د امریکا د جان هاپکینز پوهنتون د سرچینو مرکز وایي، دا وخت په ټوله نړۍ کې پنځه لکه 42 زره او 417کسان په کرونا وايرس اخته دي او 24 زره 353 کسان ترې مړه شوي خو وایي یو لک 23 زره 227 کسان ترې روغ شوي هم دي.

که څه هم دا مهال په نړۍ کې له کرونا وایرسه په امریکا کې زیات خلک اغېزمن دي خو په ایټلي کې یې تر ټولو زیات خلک مړه کړي چې شمېر 8215 ته رسېدلی او 80,589 تنه ترې اغېزمن دي.

په چین کې چې له دې وایرسه څه کم 82 زره تنه اغېزمن او 3,292 ترې مړه شوي، اوس څه نه څه د دې وایرس د خپرېدو مخه نیول شوي او له ووهان ښاره پرته په دې هېواد کې لګېدلي سفرونه بندونه بیرته لرې کړل شوي دي خو چین نن د جمعې په ورځ یو ځل بیا له سبا څخه د لنډې مودې لپاره د بهرنیو وګړو پر ورتګ بندیز اعلان کړی دی خو وایي پر سفارتکارانو دا بندیز نه شته.

د یوې اندازې له مخې دا مهال د نړۍ له څلورو برخو په یوه برخه هېوادونو کې بشپړ لاک ډاون یا ټولبندي ده او شاوخوا یو نیم ارب خلک پخپلو کورونو کې بند پاته دي چې له کبله یې ټولې تعلیمي ادارې، دفترونه، مذهبي عبادتځایونه او کاروبارونه بند دي او یواځې د ورځني ژوند د اړتیا وړ شیانو دوکانونه او سټورونه پرانیستي دي.

په ځینو هېوادونو کې بشپړ او په ځینو کې برسېرن لاک ډاون په نړۍ کې بې شمېره خلک بې روزګاره کړي دي. له 1982م کال وروسته په امریکا کې په لومړی ځل د بې روزګاره خلکو شمېر شاوخوا 33 لکه ته رسېدلی.

روانه اوونۍ د امریکې لېبر ډیپارټمنټ ته د کرونا وایرس له کبله 32 لکه 28 زره 300 بې روزګاره کسانو د مالي مرستې لپاره درخواستونه ورکړي دي او په امریکا کې د بې روزګاره شویو خلکو دا شمېر د تېر وخت په نسبت پینځه چنده زیات ګڼل کېږي او کېدای شي دا شمېر نور هم زیات شي ځکه چې

خو بلې خواته د پنجشنبې- زیارت په ورځ د امریکې سېنټ د کرونا وایرس د مخنیوي، له بې روزګاره او د کمې تنخا له خلکو سره د مالي مرستې لپاره د تاریخ د ټولو غټ ۲ کربه ډالرو مالي پېکیج منظوري ورکړې چې تمه ده نن به د استازو ایوان ته د رایو لپاره وړاندې شي.

په نړۍ کې له کرونا وایرسه پیدا شوي‌ اقتصادي‌ بحران ته په کتو پرون د نړۍ د شتمنو هېوادونو د اقتصادي سازمان (جي ۲۰) مشرانو یو بیړنی ویډیویي کانفرنس وکړ او اعلان یې وکړ چې له نړیوال اقتصاد سره به تر 5 کربه ډالره زیاته مرسته کوي.

د جي ۲۰ سازمان مشران پر دې هم سره سلا شول چې د کرونا وایرس له کبله د پیدا شوې خسارې او نړیوال تجارت ته د رسېدلي‌ تاوان د ختمولو لپاره به هم په ګډه کار کوي. په کانفرنس کې ویل شوي چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره به هم یوه کوټلې تګلاره جوړوي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG