لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د ځوانانو فورس جوړوم او له غریبانو سره د مرستو فنډ اعلانوم


واشنګټن ــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان وایي که څه هم هېواد یې لا د یورپي هېوادونو او امریکې غوندې له کرونا وایرسه زیات نه دی اغېزمن شوی خو وایي د دې ضمانت هم نه شي ورکولای چې په پاکستان کې به دا وایرس نور نه پسې خپرېږي.

"موږ دا نه شو ویلای چې دوې اوونۍ وروسته به په پاکستان کې د کرونا وایرس څه حالت وي، موږ ټول قوم یې باید د مخنیوي لپاره تیار یو او زموږ کوشش دا دی چې که کرونا وایرس ناڅاپه زیاتېږي نو باید ورته تیار یو".

د جمعې په ماځیګر د کرونا وایرس په اړه خبریالانو ته د خبرو په وخت عمران خان وویل، په پاکستان کې د کرونا وایرس د ۷۰ فیصده پېښو تړاو له ایران سره دی او له هغه ځایه را ستانه شویو پاکستانیانو را انتقال کړی او له چین سره یې د کرونا وایرس کومه پېښه تړاو نه لري.

د پاکستان کمزوري اقتصاد ته په پام که د پاکستان وزیراعظم د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره یوې خواته له نړۍ څخه د مرستې په تمه دی بلې خواته یې نن پر بهرمېشتو پاکستانیانو ږغ وکړ، چې په دې سختو حالاتو کې له خپل هېواد سره مرسته وکړي او په سټېټ بېنک کې ځانګړي اکاونټ ته خپلې پیسې ور ولېږي.

رسنیو ته د خبرو په وخت د عمران خان د روغتیايي چارو سلاکار ظفر مرزا وویل، په پاکستان کې د نورې نړۍ په نسبت د لوی عمر د خلکو پر ځای له 21 تر 50 کلونو عمرلرونکي له کرونا وایرسه اغېزمن دي:

"که څه هم د پاکستان زیاته ابادي ځوانان دي خو موږ پر دې غور کوو چې ولې دلته 61 فیصده هغه کسان په دې ناروغه اخته دي چې عمر یې تر ۵۰ کلنۍ کم دی، کېدای شي په وایرس کې څه بدلون راغلی وي یا د موسمي بدلون وجه وي یا څه نوره وجه وي".

که څه هم په پاکستان کې هم د ډېرو هېوادونو غوندې هر څه بند کړل شوي او د ټرانسپورټ پر تګ راتګ بندیز دی خو وزیراعظم عمران خان له څلورواړه صوبو او ګلګت بلتستان سره په ګډه یې پرېکړه کړې چې د خوراکي شیانو ټرکونو او کارخانو ته به د کار اجازه ورکول کېږي:

"ما له اوله سره دا اندېښنه لرله چې زموږ کوم غریب او د کچه ابادیو خلک دي، په دیاړي کارکوونکي مزدوران دي،‌ رکشه چلوونکي دي، ما فکر کاوه چې که موږ ناڅاپه هر څه بند کړو دغه طبقه به ډېره اغېزمنه شي".

عمران خان وویل، تر اوسه یې په بشپړه توګه د هېواد د بندولو [لاک ډاون] پرېکړه نه ده کړې خو وایي که داسې حالات راشي نو د هغه لپاره له اوسه د ځوانانو یوه ډله جوړوي او ژر به له غریبو خلکو سره د مرستې مالي فنډ‌ هم اعلان کړي:

"د رضاکاره ځوانانو یو ځانګړی ځواک [کرونا یوت ټایګر] جوړوو چې له ۳۱م مارچ څخه به یې رجسټرېشن پیل شي، دوی به په ټول پاکستان کې وېشو که فرضاً له دوو هفتو وروسته د کرونا زیاتې پېښې په کومه سیمه کې مخې ته راځي نو دوی به هلته د خلکو کورونو ته خورک وروړي او ژر یو فنډ‌ اعلانوم چې له کرونا اغېزمنو بې روزګارو خلکو سره به مرسته کوو".

د رسنیو د رپوټونو له مخې په پاکستان کې دا مهال په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۱۲۸۶ ته رسېدلی خو د وزیراعظم سلاکار ظفر مرزا دغه شمېر 1,235 وباله. تر ټولو زیات اغېزمن ۴۴۰ کسان په سیند، ۴۱۹ په پنجاب، ۱۷۶ په پښتونخوا، ۱۳۱ په بلوچستان، ۹۳ په ګلګت بلتستان او د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر او ۲۷ په پایتخت اسلام اباد کې دي.

په پاکستان کې تر اوسه له کرونا وایرسه ۹ تنه مړه شوي، خو په دې ناروغۍ له اخته کسانو څخه ۲۱ بیرته روغ شوي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG