د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال وایي په ایالت کې د کرونا په وايرس اخته شوي ۱۷ ناروغان جوړ شوي ، ټېسټونه يې سم راغلي دي.
جام کمال په خپل ټویټر پانه لیکلي چې دا اولس تنه د کرونا وایرس ناروغان وو ، د څوارلسو ورځو له قرنطین ورستو روغ شوي او د ټیسټ نتیجې یې منفي راغلې.
د کرونا دغه ناروغان چې اوس جوړ شوي د کوټې په شیخ زاید روغتون کې بستر دي ، تر اوسه ورته خپلو کورونو ته د تللو اجازت نه دی ورکړل شوی.
د ایالت د ترجمان لیاقت شاہواني په خبرہ په ایالت کې د یکشنبې, اتوار په ورځ د کرونا وایرس تازه درې نورو ناروغانو سره شمېر ۱۴۱ ته رسېدلی دي. او په دې ناروغانو کې څلور ډاکټران ھم شامل دي.
د ځوان ډاکټرانو د اتحادیې د یوہ مشر ډاکټر رحیم خان بابړ په خبرہ حکومت و ډاکټرانو ته له کرونا وایرس څخه د ځان ژغورنې اسباب نه دي ورکړي، ډاکټران به ځان څنڰه خوندي کړي؟
ھغه له حکومت څخه د مرستو غوښتنه وکړہ.
تر اوسه په بلوچستان ایالت کې کرونا وایرس د ۷۰ کلن ناروغ د مړینې لامل جوړ شوی دی.
د لیاقت شاہواني په وینا په بلوچستان کې د مثبتو ناروغانو ډیری زایرین (شیعه زیارت کونکي) دي چې په دې وروستیو کې له ایران څخه راستانه شوي وو.
د شاہواني په خبرہ د کومو اولس (۱۷) کسانو چې د ټېسټ نتیجې منفي راغلې حوصله لوړونکی خبر دی “د ھغو کسانو به نن بل ځل ھم د تسلي لپارہ ٹیسټ کوو،که د ټولو نتیجه بیا منفي راغله دا به په ټول ملک کې اولنی روغتون وي چې په ۱۴ ورځو کې تر ټولو زیات خلک پکې روغ شوي وي۔
د ویاند په خبرہ له وړاندې دوہ تنه نور ھم له څوارلسو ورځو له قرنطین ورسته د کرونا له رنځه روغ شوي او خپلو کورو ته لېږل شوي دي.