د نيويارک ګورنر اندريو کومو د نهې په ورځ ويلي دوي دا وخت د غره په سر دي، وړاندې به هم سفر مخ په بره روان وي خو اخر به د کرونا رنځ مخ په لاندې راځي. اصل جنګ اوس د غره په سر دی.
ګورنر کومو دا خبره په داسې مهال کړې چې په امريکا کې د کرونا وايرس ښکار کسانو شمېر د چين نه هم زيات شوی چې پکې تر ټولو زيات کسان په نيويارک کې متاثره شوي دي.
د جونز هوپکنز پوهنتون د يو رپورټ ترمخه په امريکا کې تر دې دمه د يو لاک ۸۹ زره نه زيات کسان د دې وايرس ښکار او تر څلورو زرو زيات مړه شوي دې.
د نهې د ورځې پورې يواځې په نيويارک کې ۷۵زره کسان د دې وايرس نه متاثره شوي او لږ تر لږه ۱۵۵۰ کسان مړه شوي دي.
د نيويارک ګورنر د نهې په ورځ خبريالانو ته وويل چې هر څوک دا معلومول غواړي چې دا رنځ به کله ختمېږي خو هېڅ يو چا ته پته نشته، خو هيله ده چې ژر به دوي په دې قابو ومومي.
هغه زياته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو زيات شمېر خلک په هسپتالونو کې داخل شوي او هغه د امريکې په طبي ماهرانو غږ وکړو چې نيويارک ته راشي او د دوي مرسته وکړي.
د نيويارک د بيړني حالاتو څانګې هم د نهې په ورځ اعلان کړی چې دوي به د نورو ادارو په مرسته دوه نيم سوه نورې اېمبولېنسې او تر پينځه سوه پورې د طب کارکوونکي ښار ته راولي.
په نيويارک کې تېره اوونۍ ګورنر کومو اعلان کړی ؤ چې دوي به څلور وقتي روغتونونه جوړوي چې پکې د ګل د ورځې نه يو روغتون کار پېل کړی او د امريکې د سمندري پوځ هسپتال بېړۍ هم نيويارک ته رارسېدلې ده.
بل اړخ ته د ګورنر کومو کشر ورور او سي اېن اېن مطبوعاتي ادارې کارکوونکي هم د کورونا وايرس ښکار شوی او د نهې په ورځ مطبوعاتي کانفرنس ته د نيويارک ګورنر وويل چې دا هم د اولس لپاره يو سبق دی ځکه چې د هغه ورور هر قسمه احتياطي ګامونه پورته کول بيا هم د دې وايرس ښکار شوی دی.
هغه په اولس هم غږ وکړو چې د يو بل سره سماجي فاصله (سوشل ډسټنس) وساتي ځکه چې يو غلط حرکت د ټولې کورنۍ ژوند په خطر کې اچولی شي.
په ټوله نړۍ کې تر دې دمه د اته لاکه او ۶۰زرو نه زيات خلک د دې وايرس نه متاثره او ۴۲ زرو نه زيات مړه شوي دي.