لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس د پاکستان ټېکسټايل صنعت ته لوی زيان رسولی, ۱۸ لاکه کارکوونکي بې روزګاره کړي


د ملک دوه لوی ښارونه کراچۍ او فېصل اباد د ټېکسټايل مرکزونه دي او د پاکستان په برامداتو کې ۲۳ فيصده برخه لري چې د نړۍ يو شمېر هېوادونو ته لېږل کېږي
د ملک دوه لوی ښارونه کراچۍ او فېصل اباد د ټېکسټايل مرکزونه دي او د پاکستان په برامداتو کې ۲۳ فيصده برخه لري چې د نړۍ يو شمېر هېوادونو ته لېږل کېږي

په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله هېواد اقتصاد او په خصوصي توګه د جامو جوړولو (ټېکسټايل) صنعت ته لوی زيان رسېدلی او په دغه کارخانو کې کارکوونکي په لکونو خلک بې روزګاره شوي دي.

د ملک دوه لوی ښارونه کراچۍ او فېصل اباد د ټېکسټايل مرکزونه دي او د پاکستان په برامداتو کې ۲۳ فيصده برخه لري چې د نړۍ يو شمېر هېوادونو ته لېږل کېږي.

خو په نړۍ کې د کرونا وايرس مخې ته راتلو وروستو دغه هېوادونو ته تلونکی سامان په ځای ولاړ دی او کومې سوداګانې چې شوې وې هغه هم بېرته اخستل شوې دي.

څیړونکي وايي چې د جامو يا تار کارخانې د پاکستان په برامداتو کې مهم حېثيت لري او د دې د بندېدو له امله به په غېرملکي زرمبادله کې شاوخوا دوه اربه ډالره کمی مخې ته راځي.

په پاکستان کې د تار يا جامو په کارخانو کې د کارکوونکو مزدورانو يو مشر شېرزاده خانوايي، په پاکستان کې د کرونا وايرس راتلو وروسته په ټېکسټايل کارخانو کې لږ تر لږه اتلس لکه کارکوونکي بې روزګاره شوي دي.

د ده په وينا چې يواځې په فېصل اباد ښار کې شاوخوا اووه نيم لکه مزدوران بې روزګاره شوي دي، هم دومره په کراچۍ ښار کې او نور دوه دوه نيم لکه مزدوران دا وخت په کورونو ناست دي.

هغه زياتوي چې که حالات اوس خپل ځای ته هم راشي خو تر شپږو مياشتو به دې مزدورانو ته خامخا مشکلات رامخې ته وي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ‘بزنس رېکارډر‘ د هېواد د تجارت د وزارت په حواله وايي چې د کرونا وايرس له امله په راتلونکي وخت کې دوه اربه ډالره نقصان کېدی شي.

روان مالي کال ۲۰۱۹،۲۰م کې د پاکستان حکومت دعوی کړې وه چې په برامداتو کې زياتوالی راوستل شوی دی د کوم وروستو چې اوولس اربه ډالره ته رسېدلي وو.

خو اوس ټوله نړۍ د کرونا وايرس ښکار ده، د اقتصادو ماهر لحاظ علي وايي چې د پاکستان د برامداتو لوی مرکزونه يورپ او امريکا دي خو هلته هم کاروبارونه ولاړ دي، هم د دې له امله به په دغه هیواد کی دننه بې روزګاري لا زياته شي. .

د ياد وړ ده چې روانه مياشت د مارچ په ۲۴مه نېټه د پاکستان وزيراعظم عمران خان د برامدي څانګې لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ اعلان کړې وې چې داسې د فنډونو د واپسې په مد کې سوداګرو ته اسانتياوې ورکړي.

د دې ترڅنګ د ملک دننه د تېلو او ګېس کمپنيو په پېداوار کې هم کمی راغلی دی او په ملک کې د عمومي بندېز (لاک ډاون) له امله د تېلو غوښتنه هم کمه شوې ده او مرکزي حکومت دا پلان هم لري چې د تېلو د صفا کولو په پينځه کمپنيو کې درې کمپنۍ بندې کړي.

د انګرېزۍ ورځپاڼۍ اېکسپرېس ټربيون په خپل يو رپورټ کې د پاکستان د پټروليم ډوېژن د مامورينو په حواله وايي چې يواځې دوه کمپنۍ اټک رېفاينري او پاک عرب ريفاينري يا پارکو لېمېټډ به خپل کار روان ساتي. د دې ترڅنګ باقی پاکستان رېفاينري لېمېټډ او نېشنل رېفاينري لېمېټډ به خپل فعاليتونه د څه مودې لپاره وځنډوي د کوم لپاره چې وړاندېز پټروليم ډوېژن ته لېږل شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG