د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د حکومتي پلاوي سره د خبرو وروسته ځوانانو ډاکټرانو احتجاج ختم کړو، دغو ډاکټرانو دوه ورځې وړاندې احتجاج کړی او پوليسو بيا په دوی ډنډې ورولې او نيولي يي وو.
د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر یاسر اڅکزي او د حکومتي پلاوي مشر غړي زمرک خان اڅکزي د خبرو وروسته مطبوعاتو سره خبرې وکړې او د زمرک اڅکزي په خبره د ډاکټرانو غوښتنې جایزې دي او حکومت منلې دي .
د زمرک اڅکزي په خبره د ډاکټرانو په غوښتنه به په ډاکټرانو د تشدد کونکو سرتیرو او روغتونونو ته تر میاده تیرہ دوایي ورکونکو خلاف پلټنې کوي او د قانون مطابق چلند به ورسرہ کوي.
ډاکټرانو د ایالت په روغتونونو کې د طبي اسبابو ، الاتو، او له کرونا وایرس د ځان ژغورنې ځانګړې جامې او په کنټریکټ ډاکټرانو د پخولوغوښتنې درلودې.
تیرہ ورځ د پولیس له لوري په ډاکټرانو هغه محال تشدد او ګرفتاري وشوہ کله چې ډاکټرانو د کوټې د اعلا وزیر د دفتر مخې ته د خپلو غوښتنو په حق کې احتجاج کولو.
پولیسو د ډاکټرانو د ۴۰ پورې ملګري نیولي او بیا یې بیرته پرېښوده خو ډاکټرانو د پولیسو له تاڼو وتلو نه انکار کړی ؤ.
له حکومتي مزاکراتي پلاوي سرہ د کامیاب مزاکراتو ورستو ډاکټرانو د خپل احتجاج ختمولو اعلان وکړ او له تاڼو ووتل.
د ډاکټر یاسر اڅکزي په خبرہ حکومتي پلاوي د دوی غوښتنې منلې دي او د پورہ کولو وعده یې ورسرہ کړې دہ ، وويل دوی هيله لري چې حکومت به خپلې کړې وعدې پورہ کړي او د ډاکټرانو ستونزې به حل کړي.
د ایالت اعلا وزیر جام کمال له مزاکراتو وروسته په خپل ټویټر پاڼه لیکلي مونږ ټولو ته پکار دہ چې د دې چېلنج په ګډه مقابله وکړو.
جام کمال ويلي د ينګ ډاکټرانو سرہ په کاميابو مذاکراتو خوشحاله یو، هغه ويلي، مونږ تل د خپل وس مطابق پورہ پورہ ښه کړي دي او کوو به یې.
هغه زیاته کړې چې د صحت او د ډاکټرانو د ښېګړې لپارہ هر څه کولو ته تیار یو.