لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مرکزي بېنک د سود شرح 9 فيصده ته را کمه کړې ده


پېښور ــــ په پاکستان کې د کرونا وايرس له کبله اغېزمن شوو کاروباري خلکو او کارخانو ته مرستې ورکړي، د ملک تړلو وروسته په بې روزګارۍ کې د زياتوالي او روزګارونو بندېدو وروسته د مرکزي بېنک له خوا د سود په شرح کې دوه فيصده نور کمی راوستل شوی او د سود شرح نهه فيصده ته راکمه کړی شوې ده.

دا په روانه مياشت کې د مرکزي بېنک له خوا د سود په شرح کې په درېیم ځل کمی دی. دا له هغې وروسته چې د پاکستان بېلا بېل کاروباري مشرانو اعلانونه کړي وو چې دوی به نور خپل کاروبارونه نه تړي خو حکومت وايي، د اپرېل تر ۳۰مې به لاک ډاون روان وي.

د مرکزي بېنک له خوا د دې ګام په اړه ځينې اقتصادي پوهان خوشبينه نه دي چې وایي داسې به د ملک اقتصاد ته کومه ګټه تر لاسه شي. د مردان عبدالولي خان پوهنتون د اقتصادياتو د څانګې استاد پروفېسر ظهوراحمد وايي:

"په دې وخت کې دا يو ښه ګام دی خو په موجوده حالاتو کې به په ګرانۍ قابو موندل ګران وي دا به هله ګټه ورکوي چې په راتلونکي وخت کې هم دا شرح په ځای وساتل شي".

پروفیسر ظهور احمد وايي چې حکومت ته هم د سود په مد کې پېسې نور چا ته ورکول بند شوي دي نو اوس هغه پېسې په ولس لګېدلای شي خو حکومت بايد دا شرح يا کمه کړي او يا په عام حالاتو کې هم داسې وساتي نو هله به د ملک اقتصاد وده وکړي.

د پاکستان مرکزي بېنک د ۲۰۱۹م کال د جولايۍ په مياشت کې په لومړي ځل د سود شرح ۱۳ اعشاريه ۲۵ فيصده ته زياته کړې وه کومه چې تر اتو مياشتو همدغه ساتل شوې وه، خو تېره مياشت د سود شرح بیرته ۱۱ فیصده ته راکوزه کړی شوی وه.

د اقتصاد ماهرين وايي، د سود د کچې له زياتولو سره کاروباري هلې ځلې اغېزمنې شوې وې او په بې روزګارۍ کې هم زياتوالی راغلی وو. په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ خبريال حق نواز خان وايي، د سود شرح کمېدو سره به په ګرانۍ او بې روزګارۍ قابو وموندل شي:

"د پاکستان زياتره کاروبارونه د بېنکونو په قرضو چلېږي خو دا به کتل وي چې د زړو قرضو لپاره به هم دا شرح وي که نه يواځې د نوو قرضو لپاره به د سود دا شرح ساتل کېږي".

په دې ورستيو کې د نړيوال بېنک له خوا هم په سوېلي اېشيا کې د کرونا وايرس له امله د مخ په ښکته اقتصاد په اړه د تشويش څرګندونه شوې وه او د روان مالي کال ۲۰۱۹م، ۲۰م لپاره اقتصادي پرمختيا منفي يو اعشاريه درې فيصده څرګنده شوې وه.

همدارنګه نړيواله مالياتي اداره ای اېم اېف هم پخپل يو رپورټ کې وايي، په پاکستان کې به په ۲۰۲۰م کال کې د اقتصادي پرمختيا شرح د دوه اعشاريه پينځه فيصده نه يو اعشاريه پينځه فيصده ته راکوزه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG