لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس: د مردان حالات داسې هم نه دي چې پوځ ته دې وسپارل شي، ډاکټران وايي


د خېبرپښتونخوا دوېم غټ ښار مردان د صحت په برخه کې د طب کارکوونکي وايي په سيمه کې حالات لا هم دومره خراب نه دي چې دلته امنيتي ځواکونه ځای په ځای کړی شي.

دا له هغې وروستو ويل شوي چې د مردان ضلعې د حلقه ۵۲م نه د صوبايي اسمبلۍ غړي ظاهرشاه طورو وزيراعظم عمران خان ته په يوه ويډيو کې خواست کړی ؤ چې د مردان پشمول د خېبرپښتونخوا په نورو برخو کې د کرونا وبا له امله حالات د قابو نه بهر شوي او پاکستاني ځواکونه دې ولګول شي.

هغه په دغه ويډيو کې ويلي وو د صحت ټول معاملات دې د پوځ په نګرانۍ کې ورکړل شي ځکه چې د مردان په روغتونونو کې اسانتياوې نشته او که حالات هم داسې وي نو دا وبا قابو کول به ګران شي.

په دې اړه په مردان کې د کرونا وبا په ضد کارکوونکو ډاکټرانو وياند ډاکټر ذيشان وي او ای ډيوه ته ويلي چې لا هم هغه حالات نه دي چې ځواکونو ته ضرورت لري، د صوبې د نورو برخو په رنګ په مردان کې هم د طب عمله خپل کار کوي او حالات د قابو لاندې دي.

ډاکټر ذيشان وايي چې دوي د ضلعي انتظاميه سره په شريکه کار کوي، د قرنطین مرکزونه او ځان ته کړې شوي ځايونه موجود دي او د نورو سيمو په نسبت لا هم حالات خراب نه دي.

د ياد وړ ده چې په پاکستان کې د کرونا وبا مخې ته راتلو وروستو په يو شمېر سيمو کې د پاکستان ځواکونه د ضلعي انتظاميې د مرستې لپاره ځای په ځای کړی شوي دي او د کرونا وبا د مخنيوي لپاره د ګڼې ګوڼې ختمولو لپاره د پوليسو مرسته کوي.

د ذکر ده چې په مردان کې د مارچ په ۱۸مه نېټه د کرونا وبا له امله لومړۍ مړينه په منګا درګۍ سيمه کې مخې ته راغلې وه او له هغې وروستو دا وايرس د مردان کليوالو سيمو ته هم خور شوی ؤ.

د چارواکو په وينا چې تر دې دمه په ضلع کې ۲۶۶ کسان د کرونا وايرس ښکار شوي دي او ۱۲ کسان مړه شوي دي.

د مردان ضلعې په ۷۵ يونين کونسلو کې یو کم دیرش یونين کونسلې هغه دي چې ورته کرونا وايرس رسېدلی دی خو ډاکټران ويره څرګندوي چې د حکومت له خوا د لاک ډاون ختمېدو او صحت د اسانتياو د کمې له کبله د دې وايرس نه د مړو په شمېر کې زياتوالی راتلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG