لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاعر، لیکوال او د کوټې پښتو اکېډمۍ پخوانی مشر عابد شاه عابد له نړۍ لاړ


واشنګټن ــــ د پښتو او اردو ژبو شاعر، لیکوال او د کوټې د پښتو اکېډمۍ پخواني مشر سید عابد شاه عابد نن د 83 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

هغه شاوخوا 55 کاله د پښتو ژبې او ادب لپاره خدمت وکړ، خو په دې موده کې یې تر اوسه یواځې د "ولسي نکلونه" په نامه کتاب چاپ دی چې د بلوچستان پوهنتون د پښتو ادبیاتو په نصاب کې هم شامل دی.

دا په یوه اوونۍ کې له پښتو ژبې او ادب سره تړلی او د کوټې پښتو اکېډمۍ دویم مخکښ تن دی چې مړ شوی دی. د مې په 28 آغا محمد کاسي هم له نړۍ سترګې پټې کړې وې چې د پښتو اکېډمۍ غړی او د رېډیو پاکستان کوټې څانګې پخوانی مشر وو.

عابد شاه عابد د شاعرۍ تر څنګ ګڼ شمېر مقالې او ډرامې هم لیکلې وې او لیکلې ډرامې یې وخت په وخت د رېډیو پاکستان کوټې او د کوټې د سرکاري ټیلیویژن له لارې جوړې شوې او خپرې شوې هم وې.

نوموړی د پښتو ژبې پروفیسر او د بلوچستان پوهنتون د پښتو ادبیاتو د څانګې له بنسټ ایښودونکو څخه وو. لیکوال او پروفیسر ډاکټر برکت شاه کاکړ د نوموړي په اړه پر خپل فېسبوک لیکلي:

"د پروفيسر سيال کاکړ په ملګري يې په بلوچستان پوهنتون کې د پښتو څانګي بنسټ کښېښود او د پښتو اکيډمۍ کوټې د تنظيمي، اداره جاتي او مالي امورو په حقله يې په مستقل ډول کار وکړ".

عابد شاه پرله پسې شپږ واره د اتلسو کلونو لپاره د کوټې د پښتو اکېډمۍ مشر پاته شوی وو، چې په دې موده کې یې ګڼ شمېر پښتو کتابونه چاپ کړي وو.

عابد شاه عابد د پښتو شعر تر څنګ په اردو کې هم شاعري کوله او وخت په وخت یې په عامو او د رېډیو او ټیلیویژن په مشاعرو کې هم ګډون کاوه خو تر اوسه یې کومه شعري ټولګه نه ده چاپ شوې.

د ښاغلي عابد شاه کورنۍ یوه ادبي او هنري کورنۍ ده، زوی یې مبارک شاه تکړه انځورګر او مجسمه جوړوونکی دی او نومیالی هنرمند، انځورګر، مجسمه جوړوونکی او سندرغای جمال شاه یې کشر ورور دی.

ښاغلی عابد شاوخوا 23 کاله پخوا د پروفیسر په توګه له خپلې دندې ریټایر شوی وو، خو له هغه وروسته یې په پښتو اکېډمۍ کې د کار تر څنګ په رېډیو پاکستان کوټه او د کوټې په سرکاري ټیلیویژن کې د خبرونو د ایډیټر په توګه کار کاوه.

سید عابد شاه عابد اصلاً د پښین د تورخېل سیدانو کلي وو خو په 1937م کال کې په کوټه ښار کې زوکړی وو او د جون په 2مه نېټه یې د زړه د دورې له کبله له نړۍ سترګې پټې کړې او هملته د کوټې ښار په کاسي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

له ښي اړخه: عبدالکریم بریالی، سرور سودایي، عابد شاه عابد او عمر ګل عسکر.
له ښي اړخه: عبدالکریم بریالی، سرور سودایي، عابد شاه عابد او عمر ګل عسکر.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG