لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ نن قومي اسمبلۍ ته ویل "ترهګر بیا فعالېږي"، پي ټي وي یې وینا پرې کړه


واشنګټن ـــــ د پاکستان سرکاري ټیلیویژن نن یو ځل بیا د قومي اسمبلۍ د غونډې په مهال د شمالي وزیرستان د خلکو د استازي محسن داوړ د وینا خپرېدل په نیمایي کې هغه وخت و درول چې نوموړي په قبایلي ضلعو کې پر ترهګرۍ خبره کوله. د پي ټي وي دا ګام پر ټولنیزو رسنیو غندل شوی دی.

ښاغلي‌ داوړ وي او اې ته وویل، چې د پارلمان د غونډو لپاره پي ټي وي ځانګړی چېنل لري چې د ټولو غړو بشپړه وینا خپروي خو وایي ده ته نن د غونډې په پای کې د پینځو منټو خبرو کولو اجازه ورکړل شوه خو هغه یې هم په منځ کې غوڅه کړه. دا چې محسن داوړ پر څه موضوع خبره کول غوښتل، چې پي ټي وي نشر نه کړه نوموړی وایي:

"د عارف وزیر د مرګ پر پلټنو ږغېدم چې تحقیقات خو پرېږده د پوځ اعلی چارواکي په دې اړه متنازعه بیانونه ورکوي، د قبایلي ضلعو پر فنډونو چې کومه ډاکه اچول شوې او فنډ یې پوځ ته اړول شوی، له آرمي چیف سره د خلیلزاد پر ملاقات او بیا کابل ته د آرمي چیف سفر پر دې ټولو موضوعاتو مې خبرې کولې، خو کله مې چې د ترهګرۍ پر موضوع خبره پیل کړه زما د وینا کورېج بند کړای شو".

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د راتلونکي کال لپاره د وړاندې کېدونکي بجټ تر څنګ د کرونا وایرس پر مخنیوي او نورو مسایلو هم بحث وشو، چې د ټولو غړو تر درو ګنټو زیاتې ویناوې پر پي ټي وي په ژوندۍ بڼه (لایو) خپرې شوې خو د محسن داوړ وینا بشپړه خپره نه شوه.

محسن داوړ د اسمبلۍ په غونډه کې د حکومت هغه دعوې رد کړې چې ګواکې د کرونا وایرس د خپرېدو مخه یې نیولې ده او ویې ویل په تېرو ورځو کې چې په اسلام اباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر عبدالقیوم اڅکزی له کرونا وایرسه مړ شو، وایي په اصل کې په روغتون کې د وینټیلېټر د نشتوالي له کبله مړ شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دې مخکښ غړي محسن داوړ په شمالي وزیرستان کې اوسنیو هدفي وژنو ته په اشارې سره وویل، چې نړۍ د کرونا وایرس له وبا سره مخ ده، خو وایي دوی اوس هم د ترهګرۍ له وبا سره لاس و ګرېوان دي:

"له تېرې څه مودې راهیسې د ترهګرۍ دا وبا یو ځل بیا په زیاتېدو ده، تېره اوونۍ په دوو ورځو کې دننه درې هدفي وژنې شوې دي، دا چې د دوی قاتلین په کومه ځي هیڅوک خبر نه دي، دا ترهګر بیا له وزیرستانه تر باجوړه بیا فعاله کېږي، پوښتنه مو دا ده چې ضرب عزب او راه نجات عملیات شوي‌ وو او په اربونو ډالر ورباندې لګېدلي وو، خلک بې کوره شوي وو، کورونه یې تباه شوي وو دا ولې شوي وو؟".

کله چې محسن داوړ تر دې ځایه خبره را ورسوله او ویې ویل چې "زه له اوسه خبرداری درکوم" نو پر همدې ځای یې خبرې پرې شوې او د ټیلیویژن پر پرده د پي ټي وي د لوګو نښان راغی.

د یادونې وړ ده چې د تېر ۲۰۱۹م کال د سپتمبر میاشتې په پای کې هم د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د محسن داوړ وینا هغه وخت پر سرکاري ټیلیویژن له خپرېدو را وګرځول شوه، چې هغه د عمران خان پر حکومت او د پاکستان پر پوځ نیوکې پیل کړې.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG