لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو این ایچ سي آر: دا مهال د نړۍ 79.5 میلینه خلک کډوال او کورني بېځایه شوي دي


واشنګټن ـــــ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د جون تر 20مې د کډوالو تر نړیوالې ورځې دوې ورځې مخکې د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې پخپلو هېوادونو کې د جګړو، ترهګرۍ او نورو ستونځو له کبله کډه شویو او بې کوره شویو خلکو ته استوګنه ورکړي.

یو این ایچ سي آر پخپل رپوټ کې ویلي چې د نړۍ په هرو 97 تنو کې یو تن له خپلو کورونو بېځایه کېږي چې وایي دا د انسانیت تر یو فیصد زیاته برخه اغېزمنه کوي، وایي له دغو بېځایه کېدونکو خلکو څخه ډېر کم یې بیرته د دې توان پیدا کوي چې بیرته خپلو کورونو او سیمو ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوالې ادارې (یو این ایچ سي آر) د رسمي شمېر له مخې دا مهال په نړۍ کې 79.5 میلینه (اووه کروړه نهه لکه 50 زره) کسان له خپلو کورونو کډوال دي چې وایي په دوی کې یواځې 29.6 میلینه (دوه کروړه نهه لکه 60 زره) د مهاجرینو په توګه له دوی سره رجسټر دي.

افغانان هم د نړۍ د کډوالو لویه برخه جوړوي، چې په ټوله نړۍ کې یې شمېر 2.7 میلینه (27 لکه) دی او په هغوی کې تر دې مهاله یې 1.4 میلینه (۱۴ لکه) لا هم په پاکستان او شاوخوا یو میلین په ایران کې دي او ځینې یې د نړۍ په نورو هېوادونو کې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فیلیپو ګرېنډي وایي نړۍ اوس د دې بدل شوي حقیقت شاهده ده چې د خلکو د بې ځایه کېدو ستونځه اوس نه یواځې ډېره پراخه او هراړخیزه ده بلکې ژر ختمېدونکې او لنډمهاله هم نه ده. ښاغلی ګرېنډي وایي:

"له بې کوره شویو خلکو دا هیله نه شي کېدای چې هغوی خپلو کورونو ته د بیرته ستنېدو له موقعې نه لرلو او په کومو ځایونو کې چې دي هلته د راتلونکي ژوند د جوړېدو له هیلو پرته په کلونو کلونو په ناارامه حالت کې ژوند وکړي. موږ د دوی په اړه په بنیادي توګه نوي او لا نور د منلو وړ چلند ته اړتیا لرو چې له کلونو د روانو شخړو د ختمېدو لپاره کلکه اراده وکړو ځکه همدا شخړې د دوی د بې ځایه کېدو لوی سبب دي".

فیلیپو ګرېنډي وایي د نړۍ په سلو کې 68 تنه یواځې له شام، وینزویلا، افغانستان، جنوبي سوډان او برما هېوادونو څخه د جګړو او نورو کورنیو ستونځو له کبله کډه شوي دي.

یو این ایچ سي آر د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل رپوټ کې- چې د ګلوبل ټرینډ [نړیوال رجحان] په نوم یې بللی- ویلي، د تېر 2019م کال تر پایه چې د نړۍ کوم 79.5 میلینه خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي، په هغوی کې یواځې 45.7 (څلور کروړه، پینځه لکه اویا زره) تنه هغه دي چې پخپلو هېوادونو کې دننه نورو سیمو ته کډه شوي دي.

رپوټ وایي چې په پاته 33.8 (درې کروړه درې لکه 80 زره) کسانو کې 4.2 میلینه (42 لکه) هغه دي چې په کوربه هېوادونو کې د پناه اخیستو په تمه دي، څه کم درې کروړه مهاجرین دي او پاته نور یې په جبري توګه له خپلو هېوادونو بې ځایه شوي دي.

د کډوالو نړیواله اداره وایي د 2018م کال په نسبت یواځې په تېر کال کې د نړۍ نور 8.7 میلینه (87 لکه) خلک کډوال شوي دي، چې وایي یو سبب یې په کانګو، شمالي افریقا، یمن او شام کې د نورو خلکو بېځایه کېدل دي او بل سبب یې له خپل هېواده د کډه شویو وینزوېلایانو دی چې وایي ډېر یې په قانوني توګه د مهاجرینو یا د پناه اخیستونکو په توګه نه دي رجسټر شوي.

ملګري ملتونه وایي چې د نړۍ په کډوالو کې زیاته برخه د ماشومانو ده چې وایي د یوې اندازې له مخې شمېر یې له 30 تر 34 میلینه پورې دی او وایي چې په دوی کې لسګونه زره یې داسې هم دي چې پر سر یې د میندو و پلرونو سیوری نه شته او بې سرپرسته دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG