لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند: د باچا خان د "انجمنِ اصلاحِ افاغنه" سل کلن جشن جوړوو


واشنګټن ـــــ عوامي نېشنل ګوند د پښتنو د ټولنیزو او کلتوري اصلاحاتو لپاره د خان عبدالغفار خان "باچا خان" له خوا په 1921م کال کې د جوړ شوي تنظیم انجمنِ اصلاحِ افاغنه سل کلن جشن لمانځي چې وایي په دې کې به بېلابېلې هنري او ادبي غونډې کېږي.

په پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند د کلتور صوبایي سیکرټري ډاکټر خادم حسېن په خپله یوه ویډیویي وینا کې ویلي، چې په دې جشن کې به "د قصه خوانۍ له پېښې تر ازادو سکولونو، جرګو مرکو او تر اوسه چې څومره عمل په دې تنظیم کې شوی له خپلو وسایلو سره سم به خلکو ته ښودل کېږي".

د ګوند د مرکزي دفتر له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، چې دا جشن به راتلونکی کال جوړېږي چې وایي د لیکوالو، هنرمندانو او د ګوند د نورو کارکوونکو په مرسته به مختلف پروګرامونه جوړوي.

ډاکټر خادم حسېن وایي، انجمنِ اصلاح الافاغنه د ۱۹۲۱م کال په اپرېل میاشت کې جوړ شوی او راتلونکی ټول کال به د دې تنظیم د کارونو لمانځنې ته ځانګړی کوي:

"په دې جشن کې به تاریخي پېښې د ټیلي فلمونو، تېټر، ملي نغمو، شعرونو او ډرامو له لارې ولس ته وړاندې کېږي، د ځایي صنعتونو او د هنر د ودې لپاره به په هره ضلع کې لږ تر لږه یوه هنري مېله جوړېږي".

د عوامي نېشنل ګوند د کلتور سیکرتر پر ټویټر لیکلي چې د ګوند صوبايي کابينه به د صوبايي صدر ایمل ولي خان په مشرۍ د دې جشن لپاره ضروري تیارۍ نيسي، خو وایي د دې تفصيل به د را روان کال په پیل کې اعلانوي.

عوامي نېشنل ګوند پخپل بیان کې ویلي، تر جشن مخکې به کلتور او ادب ته ځانګړې توجه کوي چې وایي په دې ترڅ کې به د "ملګري لیکوالان" او "ملګري هنرمندان" تنظیمونه هم فعالوي.‌ وایي د ملګري لیکوالو په تنظیم کې به شاعران او ادیبان پر یوه مرکز را غونډوي:

"په ملګري هنرمندان تنظیم کې به له هنرونو [فنونِ لطیفه] سره تړلي د ټولې صوبې هنرمندان شامل وي او د تنظیم د فعالیت لپاره به د هنر د ودې او پرمختګ لپاره کار کوونکي ټول تنظیمونه په اعتماد کې اخیستل کېږي".

سیاستوال او پښتون ملتپال افراسیاب خټک وایي، انجمنِ اصلاح افاغنه په شلمه پېړۍ کې د پښتنو روشنفکرانو لومړی تنظیم وو، چې وایي نه یواځې یې د ټولنیزو اصلاحاتو او تعلیم لپاره کار کاوه بلکې پښتنو ته یې د قامي سیاسي شعور هم ورکاوه:

"باچاخان ټول عمر په پښتنو کې د بدیو او دښمنیو د ختمولو او قومي ورورګلوۍ لپاره مبارزه کوله، د ښځو پر تعلیم یې ډېر ټینګار کاوه او ویل به یې چې د ښځو له ګډون پرته قامي مبارزه نیمګړې ده".

د یادونې وړ ده چې عبدالغفار خان "باچا خان" تر انجمنِ اصلاح افاغنه وروسته په ۱۹۲۸م کال کې د "خدایي خدمتګار تحریک" جوړ کړی وو، چې په برتانوي هند کې یې له انګرېزانو د ازادۍ اخیستو لپاره مبارزه کوله.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG