لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې پولې خبریالانو تنظیم وایي‌ د چمن پر دوو خبریالانو د تشدد پلټنې دې وشي


واشنګټن ـــــ په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې خبریالانو د چمن د دوو خبریالانو د نیول کېدو او پر هغوی د پولیسو له خوا د تشدد په ضد احتجاجي مظاهرې کړې دي او غوښتنه یې کړې ده چې پر دغو خبریالانو لګېدلې مقدمې دې بیرته واخیستل شي او پر دوی تشدد کوونکي پولیس دې ونیول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.

په کوټه کې د احتجاج په مهال د شعارپاڼو تر څنګ د دغو دوو خبریالانو هغه عکسونه هم غټ چاپ کړي او په لاسونو کې نیولي وو،‌ چې پر بدنونو یې د وهلو ټکولو او په لښتو د وهلو نخښې جوړې وې.

د چمن سیمې دغه دوه خبریالان سعید علي اڅکزی له سما ټیلیویژن او عبدالمتین اڅکزی له خیبر ټیلیویژن سره کار کوي. سعید علي اڅکزي د نهې- سه شنبې په ورځ له مچ زندان څخه تر خوشي کېدو وروسته د وي او اې ډیوه خبریال نعمت الله اڅکزي ته وویل:

"موږ یې په هغه شپه په موټر کې مچ جېل ته یووړو، پر لارې یې سخت ووهلو، ګواښونه یې راته کول او بیا یې د زندان په هغو جلا کوټو کې بند کړي وو چې انګرېزانو پکې د پښتنو رهبران بند کړي وو، موږ ته یې سخت ذهني اذیت راکړ اوبه یې نه راکولې".

په کوټه کې د پریس کلب مخې ته د احتجاج په مهال خبریالانو د قلعه عبدالله د مرستیال کمیشنر په ضد شعارونه ورکول او په لاسونو کې یې هم شعارپاڼې را اخیستې وې چې دغه نعرې ورباندې لیکل شوې وې: "په چمن کې پر خبریالانو د تشدد عدالتي پلټنې دې وشي"، "د چمن د ډپټي کمشنیر خلاف دې قانوني کاروایي وشي"، "د چمن انتظامیې له خوا دې خبریالانو ته ګواښونه بند شي".

په چمن کې د قلعه عبدالله ضلعې ډپټي کمشنر بشیر بړېڅي مشال رېډیو ته ویلي، دغو خبریالانو پر ټولنیزو رسنیو نه یواځې د ده بلکې په چمن کې د سرحدي ملېشه ځواکونو د مشرانو خلاف هم د کرپشن (درغلۍ) غلط خبرونه خپاره کړي وو او د دوی سپکاوی یې کړی ځکه یې دواړه په درې اېم پي او کې بندیان کړل.

خو خبریال سعید علي اڅکزی وایي، چمن پولې ته څېرمه چې حکومت له افغانستانه د را اوښتونکو خلکو لپاره کوم کورنټین مرکز جوړ کړی هلته موجودو شاوخوا دوه سوه پاکستاني وګړو د ستونځو له کبله شاوخوا دوې اوونۍ مخکې بلوا وکړه، د مرکز دروازه یې ماته کړه او وتښتېدل، وایي د نورو رسنیو غوندې دوی هم دغه پېښه رپوټ کړه چې ځایي انتظامیې [ملېشه ځواکونو] دوی د جون پر 20مه لومړی پوښتنو ګروېږنو ته ور وبلل او بیا یې ونیول:

"زموږ خلاف هیڅ مقدمه او ایف ای آر نه دی شوی، موږ یې د 3 ایم پي او [د عامه امنیت د ساتنې حکم] له مخې یې نیولي وو، د دې امر له مخې هغه کسان نیول کېږي چې ترهګر وي او په غټو جرمونو کې لاس ولري".

د بې سرحده خبریالانو په نامه نړیوال تنظیم هم د چمن د دغو دوو خبریالانو د نیول کېدو او پر هغوی د تشدد غندنه کړې او د بلوچستان له چارواکو یې غوښتي چې په دې اړه عدالتي پلټنې وکړې او څوک چې په دې پېښه کې لاس لري د قانون منګولو ته دې یې وسپاري.

د بې پولې خبریالانو (آر ایس ایف) د اېشیا پېسیفیک څانګې مشر ډېنیل بسټرډ د خبریالانو دا ډول نیول "تښتونه" بللې او د بلوچستان له وزیراعلی جمال کمال څخه یې د دې پېښې عدالتي پلټنه غوښتې چې وایي دا ډول د مطبوعاتو د ازادۍ سرغړونوونکي بې سزا پاته نه شي:

"دا بېخي د منلو وړ نه ده چې د امنیتي ځواکونو ذمه وار کسان دې د تشدد دا ډول یو اقدام تش په دې خاطر وکړي چې هغه څه چې دغو خبریالانو رپوټ کړي د دوی له خوښې سره سم نه وو".

د بې سرحده خبریالانو تنظیم وایي پاکستان د دوی د 2020م کال د رپوټ له مخې په 180 هېوادونو کې پر 145 نمبر هغه هېواد دی چې خبریالان پکې د کار په وخت ستونځې لري او وخت په وخت د چارواکو له خوا نیول کېږي، په بېلابېلو پېښو کې وژل کېږي یا ټپیان کېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG