لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په باړه کې د عرفان الله اپریدي د وژنې په ضد احتجاج لا روان دی، قومي اسمبلۍ کې یې د وژنې غندنه شوې


پېښور+واشنګټن ــــ د خیبر ضلعې په باړه سیمه کې د عرفان الله اپریدي د وژنې په ضد احتجاج نن پر درېیمه ورځ هم دوام درلود، په قومي اسمبلۍ کې هم د هغه د وژنې غندنه شوې او د پلټنو لپاره یې د عدالتي کمېشن غوښتنه شوې ده.

له خیبر ضلعې نه د قومي‌ اسمبلۍ غړي محمد اقبال خان د پنجشنبې- زیارت په ورځ د اسمبلۍ په غونډه کې د پېښور د ترهګرۍ ضد پولیسو له خوا د یو استاد د وژنې غندنه کړې او هغه یې بې ګناه بللی:

"موږ ټول ایوان د دې پېښې غندنه کوو او د عدالتي پلټنې غوښتنه یې کوو".

د خيبر سيمې سياسي ګوندونه، ځايي مشران او د عرفان الله کورنۍ دغه پېښه د پوليسو جعلي مقابله او غير عدالتي وژنه ګڼي. د وژل شوي عرفان الله، پلار وي او اې ډيوه ته وويل د زوی په وژنه کې يې ککړ کسانو ته بايد سزا ورکړل شي:

"بې ګناه مړ شوی دی، د شپږمې په لومړي تاریخ [1 جون] دفتر ته تللی وو هلته یې د نوکرۍ لیسټ کتلو، تر دوولس بجو یې ټلیفون خلاص وو له هغه وروسته بند شو، عظیم ظلم یې کړی دی، بچې مې وو ډېر په خواریو تکلیفونو مې پرې تعلیم کړی وو، واړه بچي یې پاتې دي".

د پېښور د ترهګرۍ ضد د پوليسو ادارې (سي ټي‌ ډي) دعوه کړې وه د ترهګرۍ پېښه يې ناکامه کړې ده او څلور ترهګر يې هم په مقابله کې په پېښور متنو سيمه کې وژلي دي، خو د پېښور متنو اسېدونکی ميثل خان وايي د ده د کورنۍ دواړه کسان په جعلي مقابله کې وژل شوي او له کوره يې اوچت کړي وو:

"یو پکې زما زوی وو اسدالله نوم یې وو او بل زما وراره ثاقب الله وو، په ۱۴ مې سهار په پینځه نیمې بجې په موږ چاپه ولګېده ښه رڼا وه دوی یې اوچت کړل، موږ ویل حکومت دی تفتیش ته به یې بېولي وي څه مسئله به وي، د شپې بیا سي ټي ډي راغله موږ پخپله هلک په لاس ورکړ".

د خېبر سيمې سياسي ډلو غړو او مشرانو وويل دغه ډول پېښې په سيمه کې ډېر وخت نه روانې دي او لږه موده وړاندې خاطر شینواری او عدنان شينواری هم په غېرعدالتي توګه وژل شوي وو.

د چارواکو سره خبرو د پاره د جوړې کړل شوې کيمټي مشر محمد رفيق وايي په دغه پېښه دې عدالتي کيمشن جوړ شي او ټول بې درکه شوي کسان دې را خوشي کړل شي:

"موږ دا غوښتنه کوو او دا ډېره مهمه غوښتنه ده، حکومت دې د راتلونکي وخت لپاره موږ ته باور راکړي چې په مخ به داسې غیرعدالتي وژنې نه کېږي، موږ د دې سخته غندنه کوو، احتجاج زموږ قانوني حق دی دا به جاري وي خو ورسره موږ د مذاکراتو لار هم پرانیستې ده".

د پېښور د ترهګرۍ ضد ادارې يو چارواکي وي او اې ډيوه ته وويل د ادارې چارواکو د معلوماتو له مخې دغو کسانو په پوليسو ډزې هم کړي دي. وايي وژل شوي کسان په متنو سيمه کې په يو قلعه کې پټ وو او له دوی سره وسله هم وه.

د احتجاج په مهال د کمېټۍ غړو او د خېبر پوليسو مشر اقبال خان او نورو چارواکو تر منځ مذاکرات هم وشو، د کميټۍ غړو چې پکې د سياسي ګوندونو مشران او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هم وو غوښتنه يې وکړه د پوليسو نه چې د ککړ خلکو په ضد دې ايف ايي ار وشي، خو لږ ساعت پس د خبرو اترو عمل هم ناکام شو او احتجاج به تر نامعلوم وخت پورې دوام لري.

د خيبر سياسي ګوندونو غړو غوښتنه وکړه د وژل شوي تن کورنۍ ته دې حکومت د شهيد پيکج په برخه کې سرکاري نوکري ورکړي او د بچو د تعليم او صحت زمه واري دې یې هم په غاړه واخلي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG