د بلوچستان په ږوب (ژوب) سیمه کې څو ځوانانو د امپرېیل لایبرېري په نامه یو ولسي کتابتون جوړ کړی، چې په تېره اوونۍ کې یې د ښار پر سړکونو د کتابونو ټولولو لپاره سټالونه ورته لګولي وو.
دوی وایي چې شاوخوا دوه زره کتابونه خلکو ورکړي خو لا هم زرګونه کتابونو ته اړتیا لري چې کتابتون پرې ډک کړي او د ځوانانو د مطالعې تنده په ماته کړي.