لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند، پیپلز ګوند او پي ټي ایم د پاکستاني سنېټر خبرې غندلې چې خلک یې په کشمیر او افغانستان کې جګړې ته پارولي


واشنګټن ـــــ عوامي نېشنل ګوند، پیپلز ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فعالانو د پاکستان د سېنټ د یوه غړي سنېټر بېرسټر محمد علي سیف هغه خبره په کلکه غندلې، چې پر مذهبي ګوندونو یې په کشمیر او افغانستان کې د "جهاد" ږغ کړی دی.

د خیبرپښتونخوا لپاره د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر ایمل ولي خان نن د نهې- سه شنبې په ورځ په دوو ټویټونو کې د افغانستان په اړه د بېرسټر سیف څرګندونې د اندېښنې وړ بللې او پوښتنه یې کړې چې څنګه یو سنېټر د سېنټ په غونډه کې خلک د یو بل هېواد په ضد وسلې اخیستلو ته پاروي:

"د پاکستان پوځ‌ باید په دې اړه خپل دریځ ښکاره کړي چې آیا دوی ریښتیا [بل هېواد ته] د داسې ننوتلو ملاتړ کوي که نه".

د ګل- دوشنبې په ورځ د سېنټ په غونډه کې د این ایف سي ایوارډ او اتلسم آییني بدلون په اړه د خبرو پر وخت د جمعیت علمای اسلام ګوند یوه مشر سنېټر مولانا عطاوالرحمن د پاکستان پر پوځ د هغه د نوم له اخیستلو پرته کلکې نیوکې وکړې او دعوه یې وکړه چې پوځ له 1947م کال راهیسې د هېواد لپاره هیڅ نه دي کړي:

"کومه جګړه تاسې ګټلې ده، د څه لپاره چې تاسې ګومارل شوي وئ او د کوم قوم تنخواوې چې تاسې خورئ تاسې د دې ملک لپاره کړي څه دي، بې له دې چې پر خپلو خلکو مو تېری کړی دی، تاسې د ملک څه دفاع کړې ده؟".

په جواب کې یې بېرسټر محمد علي سیف د پاکستان د پوځ په دفاع کې وویل، چې کله د پاکستان خلک "جنګېدونکی قوم" شي نو بیا به پوځ [د هېواد لپاره] جګړه وکړي. نوموړي د پاکستان خلک خصوصاً خصوصاً مذهبي ګوندونه وپارول چې په کشمیر او افغانستان کې وجنګېږي:

"راشئ نن کشمیر ته ننوځي ستاسې مخه چا نیولې ده، کشمیر ازاد کړئ د پاکستان پوځ ستاسې شاته ولاړ دی، لاړ شئ افغانستان ته جهاد وکړئ د پاکستان پوځ ستاسې تر شا ولاړ دی".

پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو د بېرسټر محمد علي سیف دا څرګندونې په کلکه غندلې ده. د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ او د قومي اسبملۍ غړي علي وزیر هم په یو ټویټ کې ویلي:

"د سنېټر بېرسټر سیف دا خبره غندم چې وایي توندروه عناصر باید کشمیر او افغانستان ته ننوځي او د پاکستان د پوځ په ملاتړ وجنګېږي".

د پاکستان پیپلز ګوند پخواني سنېټر فرحت الله بابر هم د بېرسټر سیف پر خبره حیراني څرګنده کړې او ویلي یې دي دا د منلو وړ نه ده چې یو اعلی تعلیمیافته قانونپوه او سنېټر پر حکومتي څوکیو ناست خلکو ته وایي که په کشمیر او افغانستان کې جنګېږي پوځ به یې تر شا وي:

"آیا نړۍ ملامته ده چې وایي تر پولې پورې غاړې [په نورو هېوادونو کې] ترهګري د پاکستان رسمي پالیسي ده؟"

لیکوال او د سیاسي چارو څېړونکي خان زمان کاکړ وي او اې ډیوه ته وویل، بېرسټر سیف چې په پارلمان کې څه ویلي، وایي دا د هغه شخصي نظر نه بلکې دا په افغانستان کې د پاکستاني ریاست پخوانۍ او پخه پالیسي ده:

"زه دا خبره په پوره باور کوم چې کوم څه د دې سناتور غوندې خلک په پارليمان يا رسنيو کې د افغانستان په خلاف وايي نو دا د دوی د سوچ او پاليسۍ ډېره برسېرنه عکاسي کوي، د افغانستان خلاف د دوی سوچ او پاليسي د دوی تر بيانونو سل چنده کرکجنه او متشدده ده".

بېرسټر سیف د پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی او له متحده قومي موومنټ پاکستان سره تړاو لري، چې له واکمن تحریک انصاف ګوند سره په حکومت کې شریک دی خو حکومت او پوځ تر اوسه د هغه د څرګندونو په اړه کوم سپیناوی نه دی کړی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG