لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که ریاست په شمالي وزيرستان کې امن نه شي په ځای کولی امنيت دې د سيمې خلکو ته وسپاري، د اتمانزو جرګه


د اتمانزو جرګه
د اتمانزو جرګه

په شمالي وزيرستان کې د اتمانزو جرګې غوښتي چې "ریاست (پاکستان) دې په سيمه کې امن يقيني کړي او که ناکامه وي نو د امن په ځای کولو دپاره ټول وسايل دې خلکو ته ورکړي اتمانزي به په خپله په دغو وسايلو امن په ځای کړي".

اتمانزي د ټول شمالي وزيرستان قامي جرګه ده.

پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ ترسره شوې جرګه کې پينځه غټې غوښتې شوي دي چې پکې په لومړي سر کې په سيمه کې د امنيت په ځای کولو غوښتنه شوې ده.

جرګې دوېمه غوښتنه کړې چې د شمالي وزیرستان نه کوم خلک افغانستان ته او په پاکستان کې دننه کډوال شوي دي، هغوی دې زر تر زره بيرته ستانه کړی شي او د پاکستان او افغانستان په پوله پرتو خلکو ته دې د شناختي کارډ په بنياد تګ راتګ يقیني کړی شي.

د جرګې درېمه غوښتنه ده چې د شمالي وزيرستان ټول معدنيات لکه کاپر، کرومايټ او نور، او ورسره د چلغوزې په ټولو ځنګلونو دې د اړوند قومونو حق ومنل شي او په دغه لار کې جوړ خنډان دې لرې کړی شي.

جرګې څلورمه غوښتنه کړې چې د سيمې په يوه علاقه کې دې هم د مشرانو په غېر موجودګۍ کې د څه قسمه پوځي او پولیس عملیاتو څخه ډډه وکړی شي.

په پينځمه غوښتنه کې جرګې غوښتي، د ضرب عضب عملياتو په مهال دې د تباه شوؤ ودانيو، ځمکو او سامانونو د تاوانو دپاره د شوؤ لوظنامو لاندې معاوضې زر تر زره ورکړی شي.

د جرګې يو ګډون وال مشر ملک خان مر جان وايي دوی دغه جرګه ځکه بللې چې په شمالي وزیرستان کې بدامني دوام لري.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د ضرب عضب وروسته ويل شوي ؤ چې په علاقه کې امن په ځای شوی، د کډوالو د بيرته ستنولو، د شوؤ تاوانونو ورکولو ترڅنګ د دوی سره شوې وعده نه دي پوره شوي ځکه دوی دغه جرګه وکړه.

د سيمې نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي هغه په سيمه کې د امنيت خبره په اسمبلۍ کې راپورته کړې په مطبوعاتو يې دغه ټولې خبرې راپورته کړي خو د دوی په غوښتنو غور نه کيږي.

هغه وويل دوی په ميران شاه کې جرګه وکړه رياست ته به د دوی غوښتنې رسېدلي وي او که د 14م اګست پورې د دوی په غوښتنو غور ونه شو بيا به په رزمک بله جرګه کوي او د راتلونکې تګلاره به جوړوي.

د اتمانزو دغه جرګه چې د شمالي وزيرستان په ميران شاه کې شوې نزدې 60 قومي مشرانو پرې لاسليک کړی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG