لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پمپېیو: که روس طالبانو ته انعامونه ورکوي لویه بیه به یې پرې کړي خو ایران اوس هم وسلې ورکوي


واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته خبرداری ورکړی چې که ماسکو په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو او د نورو بهرنیو پوځیانو د وژلو لپاره انعامونه ورکوي نو "ډېر لوی قیمت به یې پرې کړي".

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په تېره جون میاشت کې رپوټ خپور کړی وو، چې وایي د روس د پوځي استخباراتو څانګه له افغان طالبانو سره تړلیو وسلوالو ته د امریکایي او نورو بهرنیو پوځیانو د وژلو لپاره په پټه انعامونه ورکوي خو خپله ولسمشر ټرمپ دا جعلي خبر بللی.

له رېډیو فري یورپ یا له ازادۍ رېډیو سره په مرکه کې ښاغلي مایک پمپېیو له دې خبرې ډډه وکړه چې آیا هغه طالبانو ته د دغو انعامونو ورکولو په اړه د امریکا استخبارات د باور وړ ګڼي او که فکر کوي ولسمشر ټرمپ ته باید په دې اړه معلومات ورکړل شوي وای، خو وایي واشنګټن به دا ډول چلند و نه زغمي.

"که روس د امریکایانو یا د نورو بهرنیو د وژلو لپاره پیسې ورکوي، دوی به ډېره لویه بیه ادا کړي، همدا هغه څه دي چې ما خارجه وزیر لاوروف ته وویل".

پراګ ته د خپل سفر په مهال ښاغلي پمپېیو له ازادي رېډیو سره په مرکه کې وویل، د امریکا پوځ د روس له اعلی چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي، وایي "موږ به د دې کار اجازه ور نه کړو او نه به یې و زغمو".

د جولای په لومړۍ نېټه پینټاګان سره له دې چې طالبانو ته د روس د ممکنه انعامونو ورکولو ذکر یې نه وو کړی، خبرداری یې ورکړی وو چې د روس لاسوهنه په زیاتېدو ده، خو ولسمشر ټرمپ له اکسیوس نیوز سره پخپله مرکه کې وویل دا تورونه جعلي ښکاري:

"دا داسې یوه موضوع ده چې ډېر خلک یې جعلي ګڼي، نه یواځې زما ملګري بلکې د بوش ادارې ډېر خلک هم دا یوه جعلي موضوع ګڼي".

ښاغلي پمپېو تور لګولی چې روس پخوا هم له طالبانو سره د وسلو مرسته کړې او وایي چې ایران خو اوس هم طالبانو ته وسلې ورکوي او ایران یې په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو لوی خپروونکی ګڼلی:

"موږ له دې حقیقته خبر یو او موږ دواړو ته دا په ډاګه وایو او دا تمه ترې لرو چې موږ به تر هغه وخته چې په افغانستان کې یو د هر امریکایي او په ریزلوټ سپورټ مشن کې د هر بهرني پوځي دفاع او ساتنه به کوو".

په 2018م کال کې په افغانستان کې هغه مهال د امریکایي ځواکونو مشر جنرل جان نیکولسن هم تور پورې کړی وو چې روس طالبانو ته پیسې او وسله ورکوي "موږ پوهېږو چې روس لاسوهنه کوي"، خو ولسمشر ټرمپ پخپله وروستۍ مرکه کې د نیکولسن د تورونو په اړه ویلي وو:

"زه خبر نه یم، له جنرل نیکلسنه مې په دې اړه پوښتنه نه ده کړې، هغه اوږده موده هملته [په افغانستان کې] وو خو لویه کامیابه یې را نه وړه، ما طالبانو ته د روس د وسلو ورکولو په اړه اورېدلي وو خو دا خبره زما مېز ته نه ده را رسېدلې".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو یو ځل بیا په داسې وخت کې طالبانو ته د روس د انعامونو او د ایران د وسلو ورکولو خبره کړې چې ټاکل شوې له طالبانو سره په نیژدې ورځو کې د سولې لپاره بین الافغاني خبرې پیل شي.

ایران، افغان حکومت او طالبانو لا تر اوسه د مایک پمپېیو د دغو تورونو په جواب کې څه نه دي ویلي چې وایي ایران اوس هم طالبانو ته وسلې ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG