لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دسولې مذاکراتو کې باید په دائمي اوربند توافق وشي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي‌ د افغانستان د خلکو هیله داده چې د سولې په مذاکراتو کې د تاوتریخوالي پر کموالي او دایمي اوربند توافق وشي، ترڅو زر تر زره افغانان تلپاتې او باعزته سولې ته زر تر زره ورسیږي.

طالبانو سره دافغان دولت لخوا د سولې خبرو دپاره ټاکل شوې پلاوي سره لیدنه کې ولسمشر اشرف غني وویل“خوښ یم چې د افغان دولت دپرله پسې هڅو په پایله کې د سولې دغه حساس پړاوو ته رسېږو او تاسو د واحد او منسجم ټیم په توګه د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب له طالبانو ډلې سره د سولې مذاکرات پیلوئ”

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې اشرف غني وویل“د سولې مذاکره کوونکي پلاوي په ترکیب کې زموږ علما، ښځې او ځوانان هر یو خپل ملي او سیاسي وزن لري او دوی به زموږ د ټولنې د هرې برخې او قشر ښه استازولي وکړي، ځکه چې مطلق ولسي او ملي ټیم دی”

ښاغلي غني غني د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله څخه په مننې وویل، د یادې جرګې پرېکړې چې لارنقشه او د پلاوي د واکونو حدود یې ټاکلي سیاسي، تاریخي او ملي ارزښت لري. واضح شرطونه یې ایښي او ستاسو جهت یې ټاکلی.

هغه زیاته کړه، زمونږ د پلاوي اساسي موخه په اساسي توګه د تاوتریخوالي پایته رسول دي، ځکه خلک تلپاتې سوله او د نوې ټولنې د ارزښتونو ساتنه غواړي.

هغه په ټینګار وویل، دولت د سولې پروسه کې خپلې ټولې هغه ژمنتیاوې چې نړیوالې ټولنې یې هیله لرله، عملي کړي. د طالب زندانیانو ازادول سولې ته د دولت د ژمنتیا څرګند ثبوت دی.

په دغه موقعه خپله وینا کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس مذاکراه کوونکي پلاوي ته ویلي،باعزته او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره موږ ټول متحد یو.

هغه زیاته کړه، د افغانستان دولت سولې ته سخت ژمن دی او طالبان هم باید په دې برخه کې خپله ژمنتیا وښایي.

افغان دولت اؤ طالبانو په دې وروستیو کې دبین الافغاني خبرو اترو پیل کولو دپاره خپل،خپل مرکچي پلاوي ټاکلي اؤ افغان چارواکي هیله ښایي چې ډیر زر به طالبانو سره په دوحه کې بین الافغاني خبرې اترې پیل کړي.

د سه شنبې په ورځ‌ ځېنو مطبوعاتو داسې دعوې هم کړي چې دافغان دولت یو نمائنده پلاوی قطر ته رسیدلی تر څو دافغان دولت د مرکچي پلاوي قطر ته دسفر، هلته د استوګنې اؤ دسولې خبرو پیل کولو کې اسانۍ برابر کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG