لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: تر بین الافغاني خبرو مخکې دې "بشردوستانه ډزبندي" وشي


واشنګټن ــــ‌ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د جنرل سیکرټري ځانګړې استازې ډېبورا لاینز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې تر بین الافغاني خبرو مخکې د "بشردوستانه ډزبندۍ" غوښتنه کړې ده.

مېرمن ډېبورا لاینز د پنجشنبې- زیارت په ورځ د امنیت شورا غونډې ته د بین الافغاني خبرو را نیژدې کېدل یو تاریخي فرصت وباله چې وایي په نتیجه کې به یې په دې هېواد کې څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسېږي خو وایي د خبرو دا بهیر به ډېر اوږد او پېچلی وي:

"زه غواړم یو ځل بیا د بشردوستانه ډزبندۍ پر ارزښت ټینګار وکړم، دا د سولې د خبرو په برخه کې د دواړو ښکېلو غاړو او په واضحه توګه د افغان ولس په ګټه ده، موږ ټول باید د بشردوستانه ډزبندۍ پر اړتیا د توجه لپاره خپل ږغ اوچت کړو".

طالبانو او افغان حکومت لا د ډزبندۍ په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په جواب کې څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې هم امریکا او ملګرو ملتونو په وار- وار له طالبانو د دایمي ډزندۍ غوښتنې کړې دي خو طالبان وایي ډزبندي د سولې د خبرو ایجنډه ده.

مېرمن ډېبورا لاینز ویلي د جګړې په ډګر کې د افغانستان د شخړې حل نه شته او افغانان باید یو له بل سره په خبرو حل را وباسي. مېرمن لاینز وویل سره له دې چې د سولې خبرو ته هیلې زیاتې شوې دي خو د جګړې په ډګر کې تشدد لا هم د پرېشانۍ وړ دی او هره اوونۍ سلګونه خلک وژل کېږي او ټپیان کېږي،‌ چې وایي دې حالت په میلینونو افغانان بې ځایه کړي دي:

"په تېرو څو اوونیو کې تقریباً د ریکارډ په شمېر امنیتي پېښې شوې دي، په دغو کې د ورانکارو له خوا هغه بریدونه هم شامل دي چې د سولې په بهیر کې پر شاملو عامو خلکو شوي دي، موږ ضرور باید د دې تشدد ناوړه نتایج په ذهن کې وساتو".

د افغان حکومت او طالبانو د سرچینو په وینا د بندیانو تبادله تقریباً بشپړه شوې ده او ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت مرکچي نن د جمعې په ورځ قطر ته سفر وکړي خو د حکومت سرچینې وایي چې دا سفر یو ځل بیا د نامعلومو سببونو له کبله ځنډول شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن لاینز امنیت شورا ته ویلي، سره له دې چې په دې هېواد کې په تېرو دوو لسیزو کې مهم پرمختګ شوی، خو وایي اوس افغانستان د ښځې او ماشوم لپاره په نړۍ کې بد ځای دی.

مېرمن لاینز په بین الافغاني مذاکراتو کې د ښځو پر ګډون ډېر ټینګار کړی، خو وایي تر اوسه ورته معلومه شوې چې د طالبانو له خوا په خبرو کې د ښځو ګډون نه شته خو هیله لري چې هغوی به هم په مذاکراتو کې د ښځو ګډون ته لاره هوار کړي:

"په جګړه کې ښکېلې غاړې چې د مذاکراتو په درشل کې دي یوه تر ټولو ګرانه ستونځه د ښځو حقونه دي او که په دې برخه کې هر ډول جوړجاړی کېږي دا به د غړو هېوادونو لپاره یوه پېچله ستونځه وي خو موږ پوهېږو چې د سولې پر مېز د ښځې خپل استازیتوب د هغوی د حقونو د باوري کولو ښه موقع کېدای شي".

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویلي هغه وخت ریښتینې سوله راتلای شي چې دا د افغانانو لپاره مادي ګټې ولري، خو وایي‌ دا د افغان حکومت، سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې له خوا د پام وړ تیاري غواړي.

مېرمن ډېبورا لاینز وایي ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یوناما د افغان حکومت په ګډون له نړیوال بېنک، اېشیایي پرمختیایي بېنک او په افغانستان کې له شخصي سیکټر سره کار کوي، چې په دې هېواد کې د اقتصادي ودې په مخ کې پراته خنډونه او د سولې غټې اقتصادي ګټې په ګوته کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG