لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر سبا د بین افغاني مذاکراتو د پیل کوربه دی


د افغانستان د سولې د خبرو ښکېلو غاړو منلې چې بین‌الافغاني خبرې به سبا شنبه په قطر کې پیل شي.

افغان حکومت، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر او د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې د طالبانو د وروستیو شپږو بندیانو د خوشې کولو په ګډون د سولې د خبرو پر وړاندې ټول خنډونه له ‌منځه تللي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې رسنیو ته ویلي، چې ده دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ته دنده سپارلې چې دوحې ته ولاړ شي او په دې خبرو کې ګډون وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې قطر به د سپټمبر په ۱۲مه نېټه د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه وي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی به نن جمعه د دوحې پر لور وخوځېږي.

د ملي مصالحې شورا هم وايي، چې د افغان حکومت مذاکراتي ټيم به نن قطر ته سفر وکړي او د دواړو لورو ترمنځ به خپلمنځي خبرې پیل شي.

د ملي مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون امریکا غږ ډيوه ته وویل ،چې د مذاکراتو په پیل کې به هڅه وشي ، چې د تاوتریخوالي د کمیدو او اوربند په اړه بحث وشي ، ځکه دا د افغانانو اساسي غوښتنه ده .

ښاغلي خوځون زیاته کړه د مذاکراتو افتتاحیه مراسم به سبا په دوحه کې ترسره شي

هغه وایي افغانستان څخه هئیت نن دوحې ته سفر کوي او له هغې وروسته به مذاکرات د دواړو لورو ترمنځ د مذاکراتي او تخنیکي ټیمونو ترمنځ پیلیږي

دنوموړي په وینا "زموږ تمه داده ، چې په لومړنیو مذاکراتو کې د افغانستان د خلکو یوه اساسي غوښتنه ،چې اوربند دی ، ورته ورسیږو او ترڅنګ به یې د مذاکراتو په میکانیزم او نورو مسایلو هم خبرې وشي"

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک هم ویلي دي چې طالبان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې سره سم د بین‌الافغاني مذاکراتو په افتتاحیه غونډه کې ګډون ته خپل چمتووالی اعلانوي.

دا چې بین الافغاني مذاکرات به څومره وخت ونیسي او د پیل سره به لومړی کومو مسایلو ته ځای ورکړل شي؟ سیاسي شنونکي وایي بین الافغاني خبرې به له شپږو میاشتو نیولي تر یو کال اؤ یا کیدای شي له دې هم زیات وخت ونیسي،

سیاسي کارپوهه نصرت الله حقپال وايي، دواړه لوري باید له شخصي اهدافو تېر شي ، او هغه څه چې د افغان ملت غوښتنه ده ترسره کړي.

ښاغلی حقپال امریکا غږ ډيوه ته وویل په لومړۍ کرښه د مذاکراتو د مخته وړلو د مکانیزم څخه وروسته اوربند مهم دی، چې دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده،

هغه وویل "په اوربند سره به دا د وینو روان سیلاب ودریږي. بل د راتلونکي سیاسي نظام بڼه ده، د قدرت ویش،د جګړه مارانو ادغام او د سرپرست یا موقت حکومت رامنځته کول ، ترڅو چې مطلوب حکومت ته رسیږو ، نو باید یو بې طرفه او سرپرست حکومت وي ، ځکه چې طالبان په اوسني حاکم حکومت ،چې اشرف غني یې په راس کې دی باور نه لري"

ښاغلی حقپال له دواړو خواو غواړي ، چې سرې کرښې کش نه کړي ، خبرې پرځای ونه دروي، ځکه روانه جګړه د افغانانو نه ده .

قطر ته د طالبانو د هغو شپږو بندیانو سپارل چې د استرالیايي او فرانسوي پوځیانو په وژلو تورن وو، په دې برخه کې وروستی خنډ ؤ چې لرې شو.

د افغانستان جمهوري ریاست د معلوماتو له مخې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري به د بین‌ الافغاني خبرو په پرانستونکو مراسمو کې ګډون وکړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG