لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر ډبلیو: پاکستان پر مېډیا د بندیز لپاره له خپلسره ګرفتاریو او بې بنیاده مقدمو کار اخلي


واشنګټن ـــ د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په پاکستان کې پر مېډیا په حکومتي بندیزونو سخته اندېښنه څرګنده کړې او وایي چې په دې هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو د ادارو د مالکانو نیول د رسنیو د کنټرولولو یوه هڅه ده.

هیومن رایټس واچ پخپل تازه بیان کې ویلي، وزیراعظم عمران خان تېره اوونۍ دعوه کړې وه چې په پاکستان کې پر مېډیا بندیز نه شته، خو وایي د جنګ ورځپاڼې او جیو ټیلیویژن مشر میر شکیل الرحمن له تېرې مارچ میاشتې راهیسې په داسې حال کې بندي دی چې لا یې مقدمه هم پیل شوې نه ده.

عمران خان الجزیره ټیلیویژن ته په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي وو، چې په تنقید خوا نه بدوي خو د حکومت په خلاف یې ډېره زیاته پروپیګنډه کېږي. د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وایي د وزیراعظم عمران خان دا خبره چې "په تنقید خوا نه بدوي" تر هغه کاغذ زیات ارزښت نه لري چې دا خبره ورباندې نه چاپېږي.

د بشري حقونو لپاره د پاکستان د سېنټ د قایمه کمېټۍ مشر او د پیپلز ګوند سنېټر مصطفی نواز کوکر وایي، د تحریک انصاف ګوند په حکومت کې چې پر مېډیا څومره بندیزونه لګېدلي دومره د پوځي آمرانو په حکومتونو کې هم نه وو:

"نن په ټیلیویژن څوک ښکاره خبره نه شي کولای، پر خبریالانو بندیزونه دي پر ورځپاڼو بندیزونه دي څوک د خپلې رایې اظهار نه شي کولای".

د بشري حقونو د څار اداره لیکي چې 63 کلن شکیل الرحمن په لاهور کې د احتساب مرکزي ادارې له پنجاب حکومته په غیرقانوني توګه د 34 کاله پخواني جایداد د اخیستو په تور نیولی او هغه د ناروغۍ له کبله د ضمانت غوښتنه کړې خو لاهور هایکورټ یې غوښتنه رد کړې وه.

په پاکستان کې د خبریالانو او وکیلانو تنظیمونو د میر شکیل الرحمن نیول کېدل غندلي وو او له هغه راهیسې په پاکستان کې احتجاجونه کوي. د بشري حقونو د څار اداره وایي:

"پر نېب تنقید کېږي چې د سیاسي مقصدونو لپاره استعمالېږي او ثبوت یې دا دی چې میر شکیل الرحمان یې په سیاسي بنیادونو نیولی دی. د رحمان ازارول په پاکستان کې د اختلاف او تنقید لپاره د ګنجایش ختمېدو ثبوت دی".

هیومن رایټس واچ دا هم وايي چې پاکستان پر مطبوعاتو د بندیز لپاره له خپلسره نیولو، بندي ساتلو او د جرم له بې بنیاده مقدمو د اوزار په توګه کار اخلي، وایي میر شکیل الرحمان او نور هم د جرنلزم له کبله سزا کېږي.

هیومن راټیس واچ وایي، جنګ ګروپ تور لګوي چې خبریالانو، ایډیټرانو او پروډیوسرانو یې له 2018م کال راهیسې تر یو درځن زیات خطونه تر لاسه کړي چې پکې د نېب په اړه د رپوټونو پر سر ورته ګواښونه شوي دي.

وایي پر حکومت د تنقید له کبله جیو شخصي ټیلیویژن چې له جنګ ګروپ سره تړلی دی د لنډې مودې لپاره بند کړل شوی وو او کتونکي یې له کتلو محرومه کړل شوي وو.

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وایي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټۍ د سېول او سیاسي حقونو نړیوال قانون ته په کتو وایي چې "تر مقدمې مخکې نیول باید استثنی ولري او د لنډ وخت لپاره وي"، خو وایي پاکستاني چارواکي تر مقدمې مخکې ګرفتاري له اوږدې مودې د خلکو د سزا کولو او ډارولو لپاره کاروي.

د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب نړیواله اداره کمېټي ټو پروټیکټ جرنلسټس وایي، پاکستان د خبریالانو لپاره په نړۍ کې خطرناک هېواد دی او دلته په تېرو شلو کلونو کې تر 123 زیات خبریالان وژل شوي او ډېر په زوره بې درکه شوي او تشدد ورباندې شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG