لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عرب امارات او بحرین له اسرایل سره نن په سپینه ماڼۍ کې د سفارتي اړیکو رسمي تړون کوي


واشنګټن ــــ له اوږدې مودې وروسته د فلسطين د شخړې پر سر له اسرایل سره د اکثرو اسلامي هېوادونو د سفارتي اړیکو تر بایکاټ وروسته متحده عربي امارات او بحرین له دې هېواد سره نن د اړیکو د جوړولو لپاره پر رسمي تړون لاسلیکونه کوي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به نن د اګست پر 15مه په سپینه ماڼۍ کې د هغې غونډې کوربتوب کوي، چې پکې به د عرب اماراتو او بحرین چارواکي په رسمي توګه له اسرایلو سره خپلې سفارتي اړیکې فعالې کړي.

له اسرایلو سره د متحده عربي اماراتو او بحرین دواړو د سفارتي اړیکو د فعالېدو په اړه ولسمشر ټرمپ جلا- جلا خبر ورکړی وو. لومړی یې د اګست پر دیارلسمه د متحده عرب اماراتو او اسرایلو تر منځ او بیا یې درې ورځې وړاندې د ستمبر پر دوولسمه د بحرین او اسرایلو تر منځ د اړیکو جوړولو اعلان کړی وو.

بل لور ته د فلسطین د مشرانو په ګډون ایران، ترکي، سعودي عرب او پاکستان له اسرایلو سره د دغو عربو هېوادونو پر اړیکو جوړولو اندېښنه څرګنده کړې ده. فلسطین او ایران دا یو له شرمه ډک تړون بللی دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان تېره میاشت ویلي وو، اسرایل به تر هغه وخت د ریاست په توګه ونه مني چې تر څو یې د فلسطین خپلواکي نه وي منلې. په وروستیو ورځو کې یې بیا له یوه شخصي ټیلیویژن سره په مرکه کې وویل، د پاکستان بنیاد ایښودونکي محمد علي جناح هم پخپلو بیانونو کې د فلسطینیانو ملاتړ کړی، د ده حکومت به یې هم کوي:

"موږ باید یو فکر ولرو، د فلسطین پر خلکو چې کوم ظلمونه شوي او څه ډول ژوند تېروي، مځکه یې له کومه ځایه شروع شوه څومره را کمه شوه، د هغوی څه مستقبل دی، چې د فلسطین خلک ډاډمن شي او ووایي هو موږ اسرایل منو موږ به یې هم ومنو، خو څوک چې هم اسرایل تسلیموي تر ټولو زیات مخالفت یې فلسطین کوي، تر څو چې یې فلسطین ونه مني هیڅ فرق نه کوي که یې هر څوک ومني، موږ باید له فلسطینیانو سره و درېږو".

ټاکل شوې چې نننۍ غونډه به د سپینۍ ماڼۍ په ساوت ګارډن [جنوبي باغ] کې کېږي، چې د اسرایلو وزیراعظم بنیامین نتن یاهو او د بحرین او عرب امارتو د بهرنیو چارو وزیران به پکې ګډون کوي.

چارواکي وایي مخکې له دې چې هر ګډون کوونکی په غونډه کې د ګډون لپاره ټاکل شوي ځای ته ورشي، طبي معاینه به یې کېږي او دا به کتل کېږي چې کرونا وایرس ور پورې نه وي.

د ولسمشر ټرمپ په کوربتوب د دې بېسارې غونډې په اړه یو لوړپوړی امریکایي چارواکی وایي چې دې تړون ته ټولې ښکېلې غاړې ډېرې لېواله دي.

د فرانس پریس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې چارواکي وایي په دې غونډه کې سلګونو کسانو ته بلنه ورکړل شوې ده چې وایي امکان لري د کرونا وایرس پر احتیاطي تدابیرو برسېره د دواړو عرب هېوادونو استازي او د اسرایلو وزیراعظم له یو بل سره جوړ پخیر او روغبړ وکړي.

د یادونې وړ ده چې مصر یوڅلوېښت کاله پخوا په 1979م کال کې او اردن شپږویشت کاله پخوا په 1994م کال کې له اسرایلو سره سفارتي اړیکې جوړې کړې وې، له هغه وروسته دا دویمه موقع ده چې دوه نور عرب هېوادونو به له اسرایلو سره په رسمي توګه خپلې سفارتي اړیکې پیل کړي.

وروسته له هغه چې ولسمشر ټرمپ تېره میاشت وویل، متحده عرب اماراتو له اسرایلو سره د سفارتي‌ اړیکو د جوړولو پرېکړه کړې، د امریکې او اسرایلو د لوړې رتبې د چارواکو یوه پلاوي له تل ابیبه په یوه اسرایلي الوتکه کې پر سعودي عرب پاس ابوظبۍ ته سفر وکړ.

د ځینو اسلامي هېوادونو پر نیوکو برسېره له اسرایلو سره د سفارتي تړون تر اعلان وروسته د اګست میاشتې په پای کې د متحده عربي اماراتو صدر خلیفه بن زاید النهیان د یوه فرمان له مخې د خپل هېواد هغه قانون منسوخ کړی وو چې پکې له اسرایلو سره بایکاټ شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG