لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د کرونا څخه د احتیاط نه کولو په سر 22 تعلیمې ادارې تړل شوي


په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه بچ کېدو په اړه د حکومت د احتياطي ګامونو نه عملي کېدو په سر 22 تعليمې ادارې تړل شوي دي.

د پاکستان د سرکاري ميډيا ای پي پي ترمخه د کرونا د څار قومي مرکز ویلي په 22 تړل شوؤ تعليمي ادارو کې 16 په خېبرپښتونخوا، يوه په اسلام اباد او پينځه ادارې په ازاد کشمیر کې تړل شوي دي.

ویل شوي په 48 ساعتونوکې د دغو ادارو پرضد ګامونه پورته کړی شوي ځکه چې دوی په احتیاطي تدابيرو عمل نه ؤ کړی.

خو د خېبرپښتونخوا د تعليم د محکمې مشر ابراهيم خان وايي په صوبه کې په احتياطي ګامونو سل په سله عمل کيږي، حکومتي چارواکي ګرځي او د تعلیمي ادارو جاج اخلي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل تراوسه پورې په صوبه کې دوی يوه تعليمي اداره نه ده تړلې.

هغه وويل د ملګرو ملتونو د ادارې یونيسف لخوا ورکړی شوي صابونونه، سېنېټايزرز او ماسکونه هم په تعلیمي ادارو کې وېشل شوي او دوی ګوري که څوک د حکومت لخوا په اعلان شوؤ احتیاطي تدابیرو عمل نه کوي پرضد به يې ګام اخستلی شي.

هغه زياته کړه په صوبه کې په پينځه استازانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او هغوی بيا د 15 ورځو دپاره په رخصتۍ لېږل شوي دي.

په پاکستان کې د 15م ستمبر نه د کرونا وبا له امله تړل شوې تعليمي ادارې نزدې شپږ مياشتې وروسته پرانستل شوې او ويل شوي ؤ په درې پړاؤنو کې د ملک ټولې تعليمي ادارې پرانستل کيږي.

د تعليمي ادارو د پرانستلو په لړ کې د احتياطي ګامونو پورته کولو دپاره تګلاره جوړه شوې چې پکې د ماسکونو اچول، سېنېټايزرز کارول، په کلاسونو کې فاصلې ساتل او د لاسونو وينځلو ترڅنګ نورې لارښوونې شوې وې.

د خېبرپښتونخوا د صحت د محکمې مشر ډاکټر محمد اکرام وايي په سکولونو د نظر ساتلو دپاره دوی خپله تګلاره هم جوړه کړې ده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د ادارې چارواکي هره ورځ د سکولونو څخه د کرونا وايرس مالومولو دپاره نمونې اخلي.

هغه زیاته کړه که چرته د يوې ادارې څخه د کرونا د دوه يا دوؤ نه زیاتې پېښې مخې ته راځي نو هغه اداره به د پينځه ورځو دپاره تړل کيږي خو تراوسه پورې په کومه اداره کې پېښه مخې ته نه ده راغلې.

د ځايي ميډيا ترمخه په کراچۍ پوهنتون کې د انسټيټيوشن اف بزنس اېنډ اېډمنسټرېشن (ايي بي ای) څانګه تړل شوې ځکه چې په دغه اداره کې په يو تن کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

د ايي بي ای څخه يو زده کوونکي چې په هاسټل کې اوسي وي او ای ډيوه ته د نوم نه ویلو په شرط ويلي اداره او هاسټل دواړه تړل شوي او دوی په هاسټل کې بند کړی شوي او د کرونا د مالومولو دپاره ترې نمونې اخستل شوي دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې په درې لکه 3634 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او تراوسه ترې 6399 کسان مړه شوي او دوه لکه 91زره 169 کسان ترې ښه شوي هم دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په تېر شوا روز کې شپږ کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

پاکستان: وکيلانو د ججانو نه غوښتي، اييني عدالت دې ونه مني
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG