لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې نېغ په نېغه سرمايه کاري کمه شوې ده، سټېټ بېنک


د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک اف پاکستان) وايي چې په روان مالي کال کې د تېر کال په پرتله بهرنۍ پانګونه/ سرمايه کاري راکمه شوې ده، پوهان وايي د کرونا وبا او د سيمه ييزه اړيکو له امله دا پانګونې اغېزمنې شوي دي.

د مرکزي بېنک ترمخه د اګست په میاشت کې په پاکستان کې 112.3 ملينه ډالره بهرملکي سرمايه کاري شوې وه، او په تېر مالي کالي 2019/20 کې د مياشتې په حساب دا سرمايه کاري 200 ملينه ډالره وه.

د اقتصادي چارو کارپوهه خبريال وکیل رحمان وايي په منطقه يا د پاکستان سره نزدې تړلو هېوادونو کې چې د پاکستان سره یې اړیکې دي په هغو کې بدلونونه روان دي، ځينې ملکونه نزدې کيږي او ځينې بيا د يو بل نه لرې کيږي، د هغې د پاکستان په سرمايه کارۍ اثر غورځېدلی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل "په نړيواله کچه چې کوم حالات جوړ شوي لکه پاکستان، ايران، ترکي او روس يو بل ته نزدې کیږي او بل دا چې د امریکا او پاکستان تعلق هغه ډول خوندور نه دي داسې د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او نور عرب ملکونو تعلقات هم په دې اثر پرېباسي".

د پاکستان بهرنۍ پانګونې په داسې وخت کې کمې شوي چې د تېر اګست په میاشت کې سعودي عرب د پاکستان څخه خپل يو ارب ډالره بيرته اخستي وو.

که څه هم د پاکستان چارواکو ويلي چې د سعودي عرب او پاکستان اړيکې ښې دي خو په نړيو الو او ځايي مطبوعاتو داسې ويل کېده چې د دواړو هېوادونو اړيکې خرابې شوي ځکه سعودي عرب د پاکستان نه خپل يو ارب ډالره بيرته واخسته.

د پاکستان اقتصاد چې د فشار سره مخ دی د سعودي عرب د دغو پېسو بيرته اخستو سره د پاکستان روپۍ د ډالر په مقابله کې راکمه شوې وه.

وکيل الرحمان په پاکستان کې د بهرنۍ سرمايه کارۍ کمېدو یو علت کرونا وبا هم ښايي.

مرکزي بېنک وايي د اګست په مياشت کې بهرنۍ سرمايه کاري د تېر کال اګست نه 24 فیصده زیاته وه، د تېر کال د اګست په مياشت کې 90.9 ملينه ډالره سرمايه کاري شوې وه.

د مرکزي بېنک ترمخه د روان مالي کال 2020/21 په لومړو دوه مياشتو جولايي او اګست کې مجموعي بهرنۍ سرمايه کاري 226.7ملينه ډالره وه. خو تېر کال هم په دې موده کې 162ملينه ډالره سرمايه کاري شوې وه.

د اقتصادي چارو کار پوهه سجاد احمد وايي بهرنۍ سرمايه کاري د يو ملک دپاره مهم حيثيت لري او د سرمايه کارۍ سره په بهرنۍ زرمبادله کې سېوا والی راځي، د روزګار موقعې ورسره جوړيږی نوې ټېکنالوجي راځي او ټېکسونو د لارې ورسره امدن هم سېوا کيږي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل خو کله چې بهرنۍ سرمايه کاري کميږي نو په ټول اقتصاد يې منفي اثر پرېووځي.

د سټېټ بېنک ترمخه د اګست په مياشت کې ناروی په پاکستان کې 45 ملينه ډالره، نېدرلېنډ 21.3ملينه ډالره او مالټا 18.5 ملينه ډالره سرمايه کاري کړې وه خو بل اړخ ته چین په تېره مياشت کې د پاکستان څخه 20.5 ملينه ډالره سرمايه ويستې وه.

کارپوهان وايي د ملک دننه سياسي او امنيتي حالات او ورسره اړونده خبرې د بهرنۍ سرمايه کارۍ سېوا کېدو يا کمېدو اسباب جوړيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

پاکستان: وکيلانو د ججانو نه غوښتي، اييني عدالت دې ونه مني
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG