لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقطر مذاکراتو اؤ په عین حال کې روانو جګړو ته دافغانستان دننه څه غبرګون لیدل کیږي؟


دوحه کې د روانو بین الافغاني مذاکراتو په مهال په افغانستان کې د جنګ او جګړو دوام خلک اندیښمن کړي او غوښتنه لري چې دجګړو پرځائ دې په اوربند توافق وشي .

دوی وايي چې د دواړو لورو ترمنځ د روانو خبرو په مهال جګړې د سولې پروسه زیانمنوي نو پر همدې اساس دې ترهر څه مخکې لومړیتوب اوربند ته ورکړل شي .

په کابل کې د خوست د متحدو ځوانانو ټولنې د پینج شنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۴مه د یو خبري کنفرانس پرمهال له افغان دولت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې جګړه ودوري او پریږدي ، چې د سولې مذاکرات په بریالي ډول مخکې لاړ شي .

دوئ چې د خبري کنفرانس پرمهال د سولې پیغام لیږدولو لپاره یې له غاړې د سولې رنګ دسمالونه هم تاو کړي وؤ په ډاکه یې کړه چې "مونږ اوریند غواړو او او د سولې مذاکراتو پر مېز د جګړو او تاوتریخوالي له لارې امتیازت په وینو ککړ بولو"

دخوست دمتحدو ځوانانو ټولنې رئیس شمس مراد خبریالانو ته وویل چې دسولې په روانو مذاکراتو کې دې اوربند ته لومړیتوب ورکړل شي، دا ځکه چې د خبرو پر مهال جګړې دیوې او بلې خوا په احساساتو او نیت باندې ژوره اغېزه لري .

ښاغلي مراد زیاته کړه "په روانو بین الافغاني مذاکراتو کې لومړیتوب باید اوربند ته ورکړل شي،دا ځکه چې کله دواړو خواؤ ته د وینې بهیدنه روانه وي، نو د مذاکرتو پروخت یو بل متاثره کوي او مذاکرات زیانمنیږي"

ددغه ټولنې یو بل غړي معراج معصوم منګل بیا په خپلو خبرو کې وویل ، چې په مذاکراتو کې دې د افغانستان پر ولس، د افغانستان پر نظام ،په امنیتي او دفاعي ځواکونو، د ښځو پر حقونو ،دبیان په ازادۍ او رسنیو معامله نه کیږي .

منګل زیاته کړه "د سولې د مذاکراتو پر مېز د جګړو او تاوتریخوالي له لارې امتیازات په وینو ککړ بولو ، د دولت مخالفین دې له دې ډول امتیازاتو اخیستو ډډه وکړي"

هغه وویل "مونږ اوربند غواړو ترڅو جګړه ودرول شي، او د وینې تویېدنې مخه ډب شي،ښکلېلې خواوې سره نږدې شي،د باور فضا رامنځته شي او ولس په بین الافغاني خبرو باور وکړي "

دهغه په وینا که چرې جګړې ودرؤل اؤ یو بل ته نیتونه صفا کړل شي نو په دې سره به هم د امن فضا رامنځته شي، او هم به معلومه شي، چې کوم لوری د سولې پروسه سبوتاژ کوي ، باید هغه بحثونه او جنجالونه چې د سولې پروسې ته زیان رسوي هیڅ پرې بحث ونشي

د یادې ټولنې غړو هیله څرګنده کړه ، چې که یاد موارد تطبیق او عملي شي، نو داخبره یقیني ده چې مذاکرات به بریالي کیږي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، یو شمېر ورانکارې کړۍ نه غواړي چې افغانستان کې روانه جګړه د یو سیاسي جوړجاړي له لارې ختمه شي.

خلیلزا د کوم هېواد یا ادارې له نوم اخیستو پرته ویلي، دا کړۍ په افغان جګړه کې خپلې ګټې ویني.

زلمي خلیلزاد دامریکا د سولې انسټیټیوټ سره په خبرو کې ویلي، دوحه کې روانو بین الافغاني مذاکراتو کې ښکېلو غاړو په خپله نه غوښتل چې کوم بهرنی لوری دې هم دې خبرو کې ناست وي.

نوموړي ویلي،‌ له ایران پرته د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو د افغان سولې د روان بهیر ملاتړ کړی دی.

خلیلزاد خبرداری ورکړی چې دې خبرو کې د بریا هېڅ‌ تضمین نشته،‌ ځکه د ښکېلو غاړو ترمنځ بې باوري او خفګان ډېر دی.

نوموړي وویل،‌ امریکا پر دواړو خواو غږ کوي‌ چې روان تاوتریخوالی کم کړي،‌ ځکه همدا ټکی روانو مذاکراتو کې مرسته کولی شي.

ها خوا د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ټیمونو د تماس ډلو ترمنځ خبرې روانې دي خو پایلې ته نه دي رسېدلي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG