کوټه ــــ د واکمن تحریک انصاف ګوند د حکومت په ضد د اپوزیشن ګوندونو د نوي تحریک پاکستان ډيموکرېټک مومېنټ (پي ډي ايم ) له خوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په مرکزي دفتر کوټه کې لومړۍ ناستي وشوه ، په دې مجلس کې د بلوچستان ايالت د اپوزیشن د ټولو ګوندونو استازو ګډون کړی وو.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي مرستيال سيکرټري ډاکټر حامد خان اڅکزي وي او اې ډيوه ته وويل، "په دې ناسته کې د اپوزيشن يوولس ګوندونو استازو ګډون درلو چې مقصد يې د اکتوبر د مياشتې پر 11مه په کوټه کې د پي ډي ايم د کېدونکې جلسې د تيارۍ په اړوند ترتيباتو سره و ږغيدو".
ډاکټر حامد وویل کمېټۍ یې جوړه کړه چې د هر ګوند دوه دوه غړي پکښې دي، وایي دا کمېټۍ به سبا په باچا خان مرکز کوټه کې کښېني او "په دې ناسته کې به د جلسې څرنګوالی، طريقه کار فيصله کړي او دا کمېټۍ به د اکتوبر پر دويمه د نېشنل ګوند په دفتر کې ناستي کوي او هلته به پاتې ترتيبات فيصله کيږي".
د بلوڅ ملتپاله ګوند بي اين پي مېنګل د مرکزي کمېټۍ غړي غلام نبي مري ډيوه ته وويل، دا د وياړ خبره ده چې د پي ډي ايم لومړۍ جلسه به په کوټه کې کيږي، د ښاغلي مري په خبره پښتنو او بلوڅو سياسي مشرانو له تېرو اويا کالو راهیسې په پاکستان کې د ولسواکۍ خبره کړې ده:
"دا ښه شوه چې اوس د پاکستان د نورو ايالتونو سياسي ګوندونو مشران پر هغه [د جمهورت پر] لاره روان شوه او دا به ښې نتیجې ولري".
د جمعت علمای اسلام ف ګوند بلوچستان ايالتي ترجمان عين الله شمس وايي د يوولسم اکتوبر د جلسې هدف يې دا ثابتول دي چې "د پاکستان د دوويشت کروړه خلکو رايه په جمهوري طريقه واخيستل شي او په جمهوري طريقه حکومتونه تشکيل شي".
پاکستان ډيموکريټک موومېنټ د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شو، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن يوولس ګوندونه شامل دي.
د يادو ګوندونو مشرانو د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بللی او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په سياست کې د لاسوهنې په تور تورنې کړې ي.
د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه ردوي او وايي سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.
اپوزيشن ګوندونو د حکومت د نړولو پر ضد له يوولسم اکتوبر د منظم درې پړاوه تحريک چلولو اعلان کړی، چې د پاکستان په لويو او وړو ښارونو کې به ولسي ناستې، جلسې جلوسونه، احتجاجونه او لاريونونه کوي او د 2021م کال د جنورۍ په مياشت کې به د اسلام آباد پر لوري لوی لاريون کوي.