لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان، افغانانو ته ويزې ورکول پېل کړي، سوداګر د ويزه پاليسي ستاينه کوي


د پاکستان او افغانستان سوداګر او عام خلک وايي دوی ګڼي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې شوي، د دواړو خواؤ ويزو ورکول دوی ستايي او د اړيکو نورو ښه کېدو ته هيله لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ دپاره چې د څو مياشتو وروسته ويزې ورکول پېل شوي نه يواځې د دواړو هېوادونو عام خلک بلکې په ځانګړي ډول سوداګر وايي د دې کار سره به د دواړو هېوادونو سوداګري ښه شي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرو د شريک چېمبر مشر خان جان الکوزی وايي هغه ګڼي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په دې وخت کې ډېرې ښې شوي چې پاکستان افغانانو ته ویزې ورکول ومنل د سوداګرو دپاره يو کمېشن جوړ کړی شو او زياتوي په افغانستان کې هم د ولسمشر اشرف غني د لارښوونې سره سم په افغانستان کې دا ذهنيت پېدا شوی چې اغېزمن تجارت بيرته بحال شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د ډاکټر عبدالله عبدالله د اسلام اباد تګ ډېر ګټور ؤ او د هغې وروسته وضعيت ښه لور ته روان دی.

الکوزی وايي دوی هيله لري چې اړيکې به نورې ښې شي د پاکستان پوځ او حکومت او دغه ډول د افغانستان دولت هم ګڼي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مشکلات حل شي.

د افغانستان د ملي مصالحتې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د تېر ستمبر په وروستيو کې د پاکستان درې ورځنی سرکاري سفر کړی د پاکستان د وزيراعظم او نورو لوړ پوړو حکومتي مشرانو سره يې ليدلي، او دغه سفر ته يې کامياب سفر ویلي ؤ.

پاکستان ته د راتګ دپاره په افغانستان کې د ويزو ورکولو په لړ کې د ګل/ دوشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان ويلي ؤ په 12م اکتوبر په کابل کې د پاکستان سفارتخانې 2059 افغانانو ته ويزې ورکړې وې.

هغه ویلي ؤ دوی په دې کار کوي چې د ويزو ورکول اسان کړي او زياته کړې يې وه چې د نن څخه به په کونسلګرو کې هم ويزې ورکول پېل کړي.

راپورونه وايي په اسلام اباد کې د افغانستان کې سفارتخانې ویزه ورکوي او په پېښور کې د افغانستان کونسلري تړلې ده.

په پېښور کې د سوداګرو د چېمبر مرستیال منظور الهي وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري چې د وړاندې نه د مشکلاتو سره مخ وه، د کرونا وبا نوره اغېرمنه کړې ده.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل اوس د ويزو ورکولو او په دې کې د اسانتيا جوړولو سره به نه يواځې دوه اړخيزه تجارت ښه شي بلکې زياتوي نه يواځې د افغانستان بلکې د منځنۍ اسيا سره به د دغه لارې د پاکستان تجارت جوړ شي.

خو منظور الهي ګيله کوي چې د افغانستان لخوا دوی ته په ويزو کې مشکلات دي پکار ده چې د افغانستان لخوا دوی ته ويزې ورکول اسان شي او موده يې سېوا شي.

پاکستان د ستمبر په وروستيو کې د افغانستان دپاره نوې ويزه پاليسي اعلان کړې وه او ویل شوي ؤ د پاکستان کابينې منظور ورکړې افغانانو ته به په اسانۍ سره د ډېرو پېرو د تګ راتګ دپاره ويزه ورکوي، ورسره به سوداګرو ته د اوږدې مودې دپاره د ويزې سره زده کوونکو او پانګه والو ته هم ويزې ورکوي او ناروغانو ته به په پوله ويزه ورکولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG