لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبې درکه کسانو دموندنې کمیشن وایي دپوځ حراستي مرکزونو کې زیاتره پراته بندیان دخېبر پښتونخوا دي


پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کړل شوؤ تنانو د لټون لپاره جوړ سرکاري کمېشن وايي چې د تېر اکتوبر دمیاشتې په مهال په زور د بې درکه شوو نور 45 کسانو کېسونه درج شوي چې ورسره په هېواد کې د لا درکه شوؤ تنانو ټوله شمېره 2083 ته رسېدلې ده.

کمېشن وايي دا وخت د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې 848 کسان بندي دي چې پکې د زياترو تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې سره دې.

خو دبلوڅانو او پښتنو د حقوقو مبارزين د سرکاري کمېشن دا شمېرې دروغ او بې اساسه بولي او وايي دا مهال د زرهاو په شمېره کې بلوڅان او پښتانه لا درکه دى.

پاکستان کې د بلوڅانو، پښتنو او د بشري حقونو فعالين د خلکو په جبري توګه د لا درکې تور د هېواد په طاقتوره پوځ لګوي اؤ استخباراتي ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي.

د کمېشن په دغه شمېرو کې ویل شوي چې تېره میاشت ېې د 24ؤ تنانو لټون کړی چې پکې 16 لا درکه شوي کسان خپلو کورونو ته بېرته تللي او شپږ دا وخت د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې قېد دي.

دکمېشن د اعلاميې ترمخه دا مهال د پوځ په حراستي مرکزونو کې ټول 848 کسان بندي دي چې پکې زياتره د خېبر پښتونخوا اوسېدونکي دي او دغه اعلاميه زياتوي د پنجاب او سرښار اسلام اباد ځنې تنان هم دا وخت د پوځ په حراستي مرکزونو کې قېد دي.

دکمېشن د شمېرو تر مخه په تېرو نهو کلونو کې 216 مړي هم تر لاسه شوي چې په کې زيات 66 پنجاب کې دي.

بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې په جبري توګه د لا درکه کړل شوؤ تنانو د حقونو مبارزينو د کمېشن دا شمېرې دروغ او بې اساسه بللي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړې ډاکټر سېد عالم محسود ډيوه ته وايي کمېشن دې واضحه کړي چې په پنجاب کې ترلاسه شوي 66 مړي د چا دى؟

هغه وايي د 30ؤ زرو نه زيات پښتانه لا درکه دى او غواړي د لا درکه تنانو د کره شمېر مالومولو لپاره د رښتيا مالومولو کميسيون جوړ کړل شي او دا هر څه د ملل متحده د سوري لاندې کېدل پکار دي ولې چې د پاکستان حکومت هره شمېره دروغ خېژي.

اخوا د وايس فار بلوچ مسنګ پر سنز تنظیم مشر ماما قدیر ډيوه ته وايي دوئ نه مخکې او نه اوس د کمېشن په شمېرو باور لري.

هغه وايي د کال 2000 نه تر اوسه 55 زره بلوڅان لا درکه شوي او په دې موده کې 18000 مسخ شوي مړي موندل شوي دي.

پاکستان کې د بلوڅانو، پښتنو او بشري حقونو تنظیمونه اکثر له د خلکو په جبر د لا درکۍ تور د هېواد په پوځ لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي.

د کمېشن لخوا جاري شوي بېان کې دا هم وویل شوي چې کمېشن د سوات سره تعلق لرونکي عنايت الرحمان کېس هم راپورته کړی او د خفيه ادارې چارواکي وايي هغه دا وخت په سوات کې د پوځ په حراستي مرکز کې د سول پاور رېګولېشن د قانون لاندې بندي دی.

دغه رنګ کمېشن وايي د کراچۍ لياري سره د اړه لرونکي بلوڅ ځوان عبدالزاق بلوچ خور کمېشن ته وېلي چي د هغه مړی ترلاسه شوی چې وروسته د هغه نوم د لا درکه شوو کسانو د فهرست نه خارج کړل شوی دی.

کمېش وايي چې خېبرپښتونخوا د دير ضلعې سره د تعلق لرونکي تن فېروز شاه د کېس یې هم اورېدنه کړې او د دپوځي استخباراتي ادارې ایم ایي چارواکي وايي هغه دا وخت د سوات په فضا ګټ کې د پوځ د څار لاندې حراستي مرکز کې قېد دی.

پاکستان کې د لا درکه تنانو د قضيو وکيلان وايي د لا درکه تنانو کمېشن د خلکو په لا درکه کولو کې د ککړو عناصرو په ګوته کولو کې ناکامه شوی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG