لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عربي متحده اماراتو لخوا د وېزو له بندېدو سره پښتنو ته هم تاوان رسېدلی


۴۴ کلن تاج محمد خان د مردان اوسېدونکی دی او د کرونا وبا نه وړاندې د دوبۍ نه بېرته پاکستان ته راغلی و خو اوس د متحده عرب اماراتو له خوا د بندېزونو له امله د دوي بېرته تګ ګران شوی دی.
نوموړی وايي، هغه يواځينی تن دی چې د کور لپاره ګټه کوي خو اوس له بې روزګارۍ سره مخ دی او د اته کسيزه کورنۍ اړتیاوې ډېر په ګرانه پوره کوي.
دا په داسې حال کې چې متحده عرب اماراتو ۱۳ اسلامي هېوادونو ته د کار کولو او سېلګرۍ وېزې ورکول ځنډولې دي چې ددغو هېوادونو په کتار کې پاکستان او افغانستان هم شامل دي.
د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه اېکسپرېس ټريبيون د دوبۍ هوايي ډګر د فري زون په اړه وايي، د نوي روزګار او سېلګرۍ لپاره د لنډې او اوږدې مودې وېزې د بل امر پورې ځنډول شوې دي خو د پاکستان د قامي اسمبلۍ د بهر مېشتو پاکستانيانو لپاره د جوړې کمېټۍ غړی شېخ فياض الدين وايي، د اماراتو له خوا يواځې د سېلګرۍ وېزې بندې شوې دي.
نوموړی وايي، د ده په خيال د کار وېزې نه دي بندې خو لا هم د متحده عرب اماراتو حکومت د پاکستاني حکومت سره کومه رابطه نه ده کړې.
بل اړخ ته د بهر هيوادونو د وېزو کاروبار کوونکی بنيامين خان وايي، د کرونا وبا له امله متحده عرب امارات هم اغېزمن شوی دی او هم دا وجه ده چې پاکستان ته راغلي خلک د بې روزګارۍ سره مخ شوي دي. د نوموړي په وينا په لکونو خلک متحده عرب اماراتو ته ځي او بېرته خپل هېواد ته پېسې رالېږي او که دا بندېزونه هم داسې روان وي نو نه يواځي په ولس به يې اغېز وي بلکې د پاکستان اقتصاد ته هم تاوان رسېږي.
په بهر هېوادونو کې د اوسېدونکو پاکستانيانو لپاره جوړه اداره اوور سيز پاکستانيز فاونډېشن وايي، په متحده عرب اماراتو کې د يو نيم مليون نه زيات پاکستانيان مېشت

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې د پاکستان خارجه دفتر تېره اوونۍ ویلي وو هڅې کوي چې د اماراتو حکومت نه د نویو ویزو نه ورکولو د علت وضاحت وغواړي خو ورسره دا ویلي وو دوي ګمان کوي چې دا ګام به یې د کرونا د پېښو د بیا زیاتېدو له امله پورته کړی وي.

رائیټرز خبري اداره د پاکستان د خارجه دفتر له خولې دا هم وايي چې د نویو ویزو نه ورکولو دا نوې ګام به هغه خلک نه اغېزمنه کوي چې له وړاندې نه ورته د اماراتو ویزې ورکړل شوي وي.

رائیټرز خبري اداره وايي چې کومو هېوادونو ته د نوو ویزو نه ورکولو امر شوې په هغو کې له پاکستان او افغانستان نه پرته د ایران، سوریې، عراق، یمن، ترکي، تونس، لبنان، صومالیه، کېنیا او الجېریا هېوادونه شامل دي.

دي او هر کال شاوخوا څلور اربه ډالره پاکستان ته رالېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG