لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبې درکه پښتنو دمقدمې مخ په وړاندې دبوتلونکي مدني فعال عالمزېب مسېد کتاب دمارکیټ څخه بې درکه کړل شوی


په زوره دبې درکه کړل شوؤ پښتنو دمقدمې مخ په وړاندې دبوتلونکي بشري حقونو دمبارز اؤ دپي‌ ټي ایم دمخکښ فعال کتاب "میں ملزم نہیں مدعی ہوں " له کتاب خانو څخه پورته کړل شوی دی.

"میں ملزم نہیں مدعی ہوں " او په پښتو کې "زه مجرم نه،مدعي يم"د سوېلي وزيرستان د لدهې سيمې سره دتړاؤ لرونکي عالمزېب مسېد د کتاب نوم دی اؤ هغه وایي چې دې کتاب کې یې خپله مقدمه مخې ته راوړې ده.

نوموړی وايي دا دهغه مقدمه ده، او کتاب کې يې هغه خبرې او مکالمې ليکلي دي کومې چې یې په زندان کې د بند په مهال د مقدمې اورېدو په وخت د پاکستان عدالتونو کې د جج سره مخامخ کړې وې.

"زما د پاکستان په هره هغه اداره چې زما د قام بې عزتي يې کړې، زما د قام خلک يې ورک کړي دي، زما قام ته يې نور زيانونه رسولي دي، کورونه او بازارونه يې ورله ړنګ کړي دي، د هغې دعوې مې په هغوي کړې ده"

عالمزېب مسید وایي "هم دې دپاره مې د کتاب دپاره عنوان هم دا خوښ کړو چې "میں ملزم نہیں مدعی ہوں" يعنې زه مجرم نه يمه،مدعي يمه، ما دعوې کړې ده"

دهغه په وینا څو شپې وشوې چې دا کتاب اردو کې خپور شوی و او دغه ايډيشن يې خرڅ شوی هم و، بل ايډيشن يې راغلی و، پښتو ته ژباړلی شوی و.

مسید وایي "د نومبر په ۲۶ تاريخ په پېښور کې کتاب کور نومي يو دوکان دی، هلته مو دا کتاب اېښودی و، نو هلته د پېښور يو مرستيال کمشنر ورغلی ؤ او کتابونه يې هم ترېنه وړي وو او ورسره يې چې کوم دکان و هغه هم سيل کړی او بند کړی ؤ"

عالمزېب مسېد د تېر کال دجنورۍ مياشت کې د کراچۍ ښار سهراب ګوټ کې د احتجاج نه وروستو نيول شوی و او د خلکو بلوه کولو او د رياست په ضد د نفرت خپرولو په تور څه نهه مياشتې د کراچۍ په زندان کې بندي و.

هغه تیر تېر کال د ستمبر په مياشت کې د سپريم کورټ په ضمانت راخلاص کړی شوی ؤ.

د پېښور انتظامي چارواکو دکتابتون څخه دهغه دکتاب پورته کېدو په اړوند د وي او ای ډيوه د ټيلي فون او موباېل مېسج ځواب ور نه کړلو خو عالمزېب مسېد دعوې کوي چې دې کتاب کې هغه هاغه خبرې کړې دي کومې چې ده په عدالت کې د جج مخامخ کړې وې.

د پي ټي اېم مرستيال او د سوېلي وزيرستان نه د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير هم د دې کتاب د دوکان نه په زوره د لرې کولو غندنه کړې. د رایې څرګندؤلو د ازادۍ او د ليکلو د ازادۍ په اړه هغه وي او ای ډيوه ته ووېل:

"دوئ اوس دا کوششونه کوي چې دا تحريرونه يا ليکونه دې هم چاته نه رسيږي، مونږ تکړه يو، مونږ ورته ولاړ يو، بېدار يو، داسې هيڅ خبره نشته چې مونږ به په خپلو ليکلو کې، په وېنا کې او په خپل کردارونو کې په شا باندې رادرومو. نو په دې حوالې سره چې تاته په رياست کې د تحرير او تقرير ازادي نه وي، زمونږ جدوجهد جاري دی"

د پاکستان عدالت کې د عالمزېب مسېد مقدمه کوونکی د پېښور هايي کورټ وکيل فرهاد افريدی هم په دې حقله وايي حکومت په ملکي رازونو، د يو کس بې بنياده تورونو او د نورو داسې وجوهاتو په اساس په يو کتاب بندېز لګولی شي خو د دې د پاره وفاقي حکومت د ټېکسټ بک بورډ په مرسته په باقاعده توګه يوه اعلاميه خپروي.

دنوموړي وکیل په وینا خو د دې کتاب په حقله د حکومت له خوا څه داسې قسمه اعلاميه مخې ته نه ده راغلې او ضلعې انتظاميې چې کوم ګام اخستی دی هغه غېر قانوني دی ځکه به دوي دا مسله عدالت ته وړي.

"مونږ کوشش کوو چې په دې باندې عدالت ته لاړ شو او په دې باندې مونږ د دغه کتاب، د دغه کتاب د ليکوال او د د دغه کتاب د خرڅونکو د پاره قانوني تحفظ وغواړو"

د خېبر پښتونخوا چيف سېکرټري کاظم نياز سره هم چې کله په دې اړه وي او ای ډيوه تماس ونیولو نو هغه په دې هکله د پوره معلومات اخستو څخه وروسته د بيا تماس نېونې ژمنه وکړه خو د ډېر وخت تېرېدو وروستو هم هغه ته بېرته ډیوه ته څه ځواب ونه ویلو.

د خېبر پښتونخوا صوبې د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف يو وزير کامران بنګش او د پېښور ډپټي کمشنر سره هم په دې اړه وي او ای ډيوه دتماس نیولو هڅې وکړې خو هغوي هم څه ځواب ور نه کړو.

عالمزېب مسېد اوس هم د پاکستان په عدالت کې د خپلې مقدمې د اورېدنې په انتظار دی او په هغه لګولی شوي تورونه اوس هم په عدالت کې لا نه دي ثابت شوي .

خو هغه خپه مقدمه عام ولس ته په دې کتاب کې وړاندې کړې. خو د بده مرغه د مسنګ پرسنز يا په جبري توګه په زوره دبې درکه کړل شوؤ خلکو مقدمه کوونکي د دغه مدني فعال خپل کتاب هم په زوره د دوکان نه بې درکه شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG