لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د دولت اؤ ادارو فشارونو ته غاړه نه اېښودونکي خبریالان له بیلا بیلو لارو ځورؤل کیږي، څېړونکي وایي


خبریالان وایي په پاکستان کې دامهال ښځينه او سړي خبریالان دحکومتي فشارونو سره مخ دي اؤ چې کوم خبریالان فشارونو ته غاړه نه ږدي نو بیا دبیلابیلو لارو د ځورول کیدو ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو د هغوئ په ضد کمپائنونه پرمخ وړل کیږي.

دپاکستان د دولتي ګوند د سوشل میډيا له دڅانګې لخوا په دې وروستیو کې دښو اؤ بدو خبریالانو یو نوملړ هم په ټولنیزو رسنیو خپور کړل شوی ؤ اؤ په ځېنو خبریالانو تور لګول شوی ؤ چې دمخالفو سیاسي ګوندونو دپاره حکومت بدناموي.

وزیراعظم عمران خان پخپله هم په دې وروستیو کې دهیواد ځېنې دمیډیا رسنۍ په حکومت مخالفه فعالیتونو تورنې کړي دي.

پيښور کې په صحافتي فعالیتونو بوخته ښځينه خبریاله فرزانه بي بي وایي بې پلوه رسنۍ او د رایې څرګندؤلو ازادي د یو ښه حکومت دپاره تر ټولو اړین وي خو له بده مرغه په پاکستان کی د رسنیو اؤ د رائې څرګندؤلو د ازادۍ په اړه دغه څه نه سترګو کیږي.

وي او ای ډیوه ته نوموړې ویلي کله چې هم یو خبریال دحکومتي یا ریاستي ادارو دکړنو په اړوند خبر ورکوي نو هغوئ ته ګواښونه څېلمه کیږي او دغدار ټاپې پرې وهل کیږي.

خبریاله فرزانه وایي دیو خبریال وړومبۍ مسلکي ذمه واري دا وي چې خلکو ته معلومات خپاره کړي او دټولنیزو کړنو ترڅنګ په حکومتي کړنو هم نظر ولري خو دلته که خبریال معلومات خپروي یا خپلې سترګې پرانستې ساتي نو دا هر څه ورته په ډير تاوان تمامیږي.

هغې وویل واکمن ګوند تحریک انصاف چې کوم د ښو او بدو خبریالانو کوم نوملړ په سوشل میډیا خپور کړی دهغې سره دیو شمیر خبریالانو ژوند په خطر کې لوئېدلی دی.

"زما خیال دی دا دخطرو نه ډک حالات دي،اوس خو په سوشل میډیا هم خپله رایې څرګندول ګران شوي دي ځکه که ته داسې کوې نو بیا په سوشل میډیا ستا کردار کشي کیږي، اؤ بلخوا مونږ وینو چې مشرانو خبریالانو پخپله په ځان سنسرشپ لګولی،کله چې یو صحافی دا سوچ کوي چې دهغه په خبره خلک خفه کیږی نو باید چې صحافت پریږدي"

څو ورځې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف د پنجاب څانګې د سوشل میډيا د لارې د ښو او بدو خبریالانو یو نوملړ خپور کړی ؤ‌ اؤ ویلي یې وؤ بد صحافیان د مخالفه سیاسي ګوندونو مرستیالان دي خو وروسته دغه لسټ دسوشل میډیا څخه لرې کړل شو او د دولتي ګوند لخوا پرې معافي هم وغوښتی شوه.

څېړونکي وایي دا مهال په پاکستان کې میډيا هم د یو صنعت شکل خپل کړی او د ګټو په سرد خلقو رایې جوړوي.

دپاکستان وزیر اعظم عمران خان هم په دې وروستیو کې یو شخصي ټیلی ویژن ته ویلي وؤ ځېنې د میډيا ادارې د یو خاص ګوند د تېروتنو اؤ غبن پټولو هڅې کوي.

د پاکستان حکومت په کال ۲۰۱۶ کی د سائبرم کرائمز په نوم یو قانون جوړ کړی ؤ چې د خلکو ذاتي حقونه خوندی وساتي اؤ پاکستان کې دبشري حقونو فعالین اؤ خبریالان وایي اوس یو ځل بیا موجوده حکومت د سوشل میډيا کنټرول کولو هڅې کوي.

په دې وروستیو کې په میډیا داسې راپورونه مخې ته راغلي چې ګنې دپاکستان حکومت د ټولنیزو رسنیو دمهارؤلو دپاره په نوؤ جوړو کړل شوؤ قوانینو کې په حکومت، پوځ اؤ نورو ریاستي ادارو نیوکه هم جرم ګرځولی دی.

تیره اوونۍ اسلام اباد هائیکورټ د ټولنیزو رسنیو په اړوند په نوؤ دولتي قوانینو پوښتنې راولاړې کړي وې اؤ ویلي یې وؤ هیڅوک دتنقید څخه بالا نه دی،باید دتنقید مخه ونه ونیول شي بلکې ملاتړ یې پکار دی.

چرته که پاکستان کې دمطبوعاتو د ازادۍ تروړلو بحثونه په نړیواله کچه کیږي هلته دپاکستان وزیراعظم عمران خان دا دعوه هم لري چې پاکستان کې مطبوعاتو ته څومره ازادي ترلاسه ده دومره ورته په پرمختللو هیوادونو کې هم نه ده ترلاسه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG