لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

update

ملا برادر: د طالبانو مشرتابه په پاکستان کې ده

په قطر کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ويلي مشرتابه يې په پاکستان کې ده او د زخميانو ناروغانو علاج يې هم په ياد هېواد کې کيږي.

ملا برادر د طالبانو د پلاوي مل دی چې په درې ورځنۍ سرکاري دوره پاکستان ته تللی او په يو ویډیو کې ښوول کيږي چې په کراچۍ کې په يو ممکنه روغتون کې د ټپي شوو طالبانو جنګيالو پوښتنې ته ورغلی.

د ازادو سرچينو له خوا د ویډیو تصديق لا ترديد نه دی شوی خو په سوشل مېډيا ياده ویډيو ‌‌‌‌‌‌ډېره خوره شوې او افغانان يې د ملا برادر له خوا د هغو تورونو يو غټ اعتراف ګڼي چې وخت په وخت افغان حکومت او د امريکا او نېټو پوځي چارواکو په پاکستان لګولی. پاکستان دې ویډيو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو وړاندې یې تل دغسې ویلي دي چې په طالبانو د پاکستان اثر محدود دی. که څه هم پاکستان وايي په طالبانو یې اثر محدود دی خو زیاتره وخت دعوا هم کوي چې طالبان یې خبرو ته کینول.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د کابل په خپل ورستي سفر کې ژمنه کړې وه چې په طالبانو به د ډز بندې غږ کوي.

ملا برادر چې په ياده وداني کې يو ګڼ شمېر طالب پلوو پښتنو ته وينا کوي وايي "ټوله مشرتابه مو دلته ده او يواځې دا علاج لا ممکنه نه ده چې په خپل ملک کې يې وکړو. مونږ مجبور يو چې دا وزغمو".

په پاکستان کې د ځان د بندي کېدو په اړه ملا برادر وايي "زه چې اته نهه کاله دلته وم او زما سره چې يې هر څه وکړه په ځان يې وړم. د ځان پېغور يې نه بولم ځکه دا زه د مريضانو، زخميانو او مشرانو د پاره وړم".

ملا برادر په 2010م کال کې په کراچۍ کې د پاکستاني استخباراتي ايجنسيانو له خوا نيول شوی وو او نزدې نهه کاله بند يې تېر کړی.

د مېډیا تر مخه ملا برادر د افغانستان د هغه وخت د ولسمشر حامد کرزي د حکومت سره د دوبۍ د لارې اړيکې نيولې وې او د سولې په اړه يې ممکنه خبرې کول غوښته چې ونيول شو.

پاکستان د ملا برادر د بندي کولو او بيا خوشي کولو په اړه کوم سپيناوی نه دی کړی.

د يادې ویډيو په اړه چې افغان ژورنالېسټ بلال سروري په خپل ټوېټر خوره کړې ليکي، د ملا برادر په اړه ورته "د کراچۍ پاکستان نه معلومات ورکړل شوي چې ملا برادر زخمي طالبانو ته مالي مرستې رسولي".

د طالبانو له خوا د دې دعوې په اړه کوم سپيناوی نه دی راغلی خو د ملا برادر د خبرو دا تاثر اخستل کيږي چې زخمي طالبانو ته په خپله وينا کې د صبر او زغم مشوره ورکوي او وايي هيڅ معاوضه دومره لوړه نه ده چې د ده په وينا د مجاهدينو د قربانۍ ور رسېږي.

ملا برادر په خپله وينا کې د طالبانو او امريکا تر منځ د شوې لوظنامې په اړه وايي طالبان د کفارو سره خبرو ته، د ده په وينا، د مجاهدينو د قربانۍ په سوب ناست دي. ښاغلی برادر وايي:

"د دنيا هغه مغرور او متکبر کفار زما سره کښېني. ټرمپ ماته وايي چې زه ستا سره خبرې کوم. د ټرمپ سره ما 35 دقيقې خبرې وکړې يعنې ټيليفون ما ځينې کټ کړ ده نه دی کټ کړی"، او له دې سره په ګڼ شمېر کې موجود طالبانو په زوره د "الله اکبر" چیغه ووهي چې په ياده ویډيو کې اورېدل کيږي.

طالبان له امریکا سره د قطر په لاسليک شوې لوظنامه کې د "امارت اسلامي افغانستان" په ځای د طالب ‌‌‌‌‌‌ډلې په هيڅ پېژندل شوې.

پاکستان د امريکا او طالبانو تر منځ د شوې لوظنامې هرکلی کړی او دا يې خپله سفارتي ګټه بللې خو د افغانستان يو بل مهم ګاونډی ملک ايران د يادې لوظنامې په اړه بېخي بدل نظر لري.

د ايران د خارجه چارو وزير جواد ظريف د افغانستان شخصي ټيليوېژن طلوع ته په يوه مرکه کې ويلي "مونږ دا په دې بڼه نه غواړو چې امريکايان دې لاړ شي او د طالبانو سره دې خبرو ته کښېني. دا مونږ يو خطرناک عمل بولو".

جواد ظريف وايي هېواد يې د ملګرو ملتونو د قراداد سره سم طالبان يوه ترهګره ‌‌‌‌‌‌ډله بولي او زياتوي طالبان يې ايران تر اوسه په خپل ترهګر نوملړ کې ساتي او د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډله يې مني.

طالبانو په اتم اګست 1998م کال کې مزار شريف ونيولو او د ايران په قونصليټ یې برید کړی وو، چې پکې 11 ايرانيان، اته سفارتکار، يو ژورنالېسټ او دوه د سفارت کارمندان وژل شوي وو او د سوبه يې ايران د طالبانو تر سقوط پورې په افغانستان کې خپل سفارت بند ساتلی وو.

د ايران له خوا طالبانو ته د پوځي او نورو مرستو ورکولو په اړه چې د جواد ظريف نه وپوښتل شول نو هغه وايي "مونږ طالبانو ته هيڅ پوځي مرستې نه ورکوو. مونږ د هغو د زخميانو علاج نه کوو. خو زمونږ ورسره سنجيده خبرې شته. طالبان به ايران ته ځي راځي خو په ايران کې يې کوم هیډکوارټر لا پوځي مرکز نه شته".

See all News Updates of the Day

ډېره اسماعیل خان کې په کورونو د مارټر ګولیو لګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي،درې ښځې ژوبل

File Photo
File Photo

د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې په کورونو د مارټر ګولې غورځېدلې چې پکې دوه ماشومان وژل شوي او درې زنانه ژوبل شوې دي.

ځايي خلکو د پېښې پرضد د وژل شوو ماشومانو دجسدونو سره په سیمه احتجاجي پرلت پیل کړی او د ږوب او ډیره اسماعیل خان تر مینځ د ګاډو تګ راتګ لویه لاره یې تړلې ده.

په دې پېښه کې زیانمې کورنۍ د مارټر ګولیو د داغلو تور د پاکستان په پوځ پورې کوي خو د پاکستان پوځ لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

پولیس د پېښې پخلی کړی اؤ وايي دا پېښه د خالي یا شنبې په ماښام د درابڼ تحصیل په زرکني سیمه کې مخې ته راغلې ده.

د ځايي خلکو وینا ده چې تیره ورځ د پوځ له مرکزونو څخه په عامه ابادي مارټر ګولې ویشتل شوي چې دغه ګولې په درېوؤ کورونو لګېدلې دي اؤ دوه ماشومان پکې وژل شوي او درې زنانه ژوبل شوې دي.

درابڼ تحصیل د ښار نه نیزدې ۶۰ کلومیټره لرې سویل لودیځ سیمه ده چې پولې یې پخوانۍ نیمه قبایلي سیمه درازنده او کلاچي تحصیلونو سره لګېدلې دي.

د سیمې خلکو پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو د جسدونو سره په احتجاج لاس پورې کړی اؤ د وژل شوو ماشومانو کورنیو ته د انصاف ترلاسه کېدو تر څنګ د مارټرګولو د داغل کېدو د مخنیوي غوښتنه کوي .

یو احتجاج کوونکي جمعه خان وي او ای ډیوه ته وویل د علاقې په سکولونو، کالجونو او هسپتالونو کې پوځ مېشت دی او چې کله هم د وسله والو سره د ډزو تبادله کیږي بیا پکې عام ولس زیانمن کیږي.

هغه وویل تر ډزو وروسته د پوځ لخوا مارټر ګولې په هوا کې داغل کیږي چې له وجې یې ځايي خلک د سختې ویرې سره مخ شوي دي .

یو بل تن او په سیمه کې د پي ټي ایم فعال نزیر افغان وویل د دغه سیمې زیاتره خلک غریبان دي چې ټوله ورځ په بازارونو کې سامانونه پلوري.

هغه وویل دې جنګونو په علاقه کې ژوند په ټپه ودرولی او خلک یې د خپلو کورونو په پریښودلو مجبور کړي دي.

پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو د ضلعې پولیس وايي د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي .

د پښتون ژغورنې غور د مشر منظور پښتین ویلي د دوي لخوا د صوبې په بیلا بیلو سیمو کې د ناامنۍ پرضد د پیل شوو عملیاتو خلاف احتجاجي مظاهرې دوام لري .

منظور پښتین دا احتجاجي مظاهرې وروسته له هغې پیل کړي چې حکومت په دې وروستیو کې د عزم استحکام په نوم د نوم د نوؤ پوځي عملیاتو منظوري ورکړې ده.

د خېبر پښتونخوا بیلا بیلو سیمو کې د عزم استحکام عملیاتو په ضد احتجاجي غونډې اؤ مظاهرې شوې دي.

په دې غونډو کې د ترهګرې د پېښو غندنه شوې او ویل شوي پښتانه نور پخپله خاوره جنګونه نه زغمي.

د لکي مروت سرګردان چوک سیمه کې د ابا شهید غورځنګ مشر نصیر محمد تراب احتجاجي غونډې ته خپله وینا کې ویلي علاقه کې هره ورځ د ناامنۍ پېښې کېږي چې پکې عام ولس وژل کیږي او بیا د ناامنۍ پرضد عملیاتو کې هم عام خلک ځپل کیږي .

هغه ویلي تر اوسه تېره میاشت د لکي مروت په سور بند سیمه کې د عملیاتو پرمهال زیانمنو شوو کسانو ته د مرستو پېسې نه دي ورکړل شوې چې بیا د عملیاتو پریکړې کیږي.

د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر ملک علي سرور غونډې ته ویلي چې د یوې منصوبې سره دغلته ناامني راړول شوې او د حیرانتیا خبره دا ده چې دغلته په کالجونو او سکولونو کې پوځ مېشت دی خو بیا په پټ مخ کسان راشي وژنې وکړي او بیا وتښتي.

هغه ویلي په پوله ورسره د پنجاب ضلعه میانوالي ده هلته قلاره قراري ده خو په لکي مروت کې د بریدونو دا سلسله دوام داره ده .

په بر جنوبي وزیرستان سراروغه سیمه کې احتجاجي مظاهرې ته د پي ټي ایم فعال شیرزاده ویلي په تېرو عملیاتو کې د خلکو کورونه بازارونه او مارکیټونه وران شوي تر اوسه د هغې امداد نه دی ورکړل شوی .

هغه ویلي علاقه یې د سکول هسپتال او ژوند د نورو اسانتیاو تر څنګ د موبایل او انټرنیټ اسانتیا نه لري خو خلکو ته د دغو اسانتیاؤ ورکولو پځای په سیمه کې یو وارې بیا د پوځي عملیاتو منظوري ورکړل شوې چې خلک یې د ویرې اؤ اندېښنو سره مخ کړي دي

په تیرو څلورو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه نژدې ۱۲زره کډوال راستانه شوي: طالبان

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزات وايي چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستنیږي او یا د دغو هیوادونو د پولیسو له خوا نیول کیدو وروسته افغانستان ته استول کیږي.

یاد وزارت تېره ورځ (جولايي ۶مه) ویلي چې د جولايي میاشتې ۲مې تر ۵مې نېټې پورې ۱۱زره او ۹۹۷ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي‌ دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې موده کې څه باندې اوه زره افغان کډوال د هرات د اسلام‌کلا بندر او له ۳۵۰۰ څخه زیات نور د نیمروز د "وریښمو پل" له لارې افغانستان ته ستانه شوي او یا په جبري توګه د ایران د پولیسو له خوا شړل شوي دي.

طالبانو دغه راز ویلي چې په تیرو درېیو ورځو کې څه د پاڅه ۱۳۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه د تورخم او سپین‌بولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي. د طالبانو په وینا په دغو کډوالو کې ښځې او ماشومان شامل دي او له زیاتې برخې سره یې د ملګرو ملتونو کمیشنرۍ مرستې کړې دي.

په وروستیو اونیو کې یو ځل بیا له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو او بیرته ستنېدو په بهیر کې زیاتوالی راغلی دی او هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه افغانان له دغو هېوادونو څخه ایستل کېږي‌ او یا په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي.

د راپورونو له مخې په ایران او پاکستان کې مېشت زیاتره هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنول کېږي چې د کډوالۍ اسناد نه لري او په غیرقانوني‌ توګه دغو هیوادونو ته دننه شوي دي.

په افغانسان کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي چې د جون میاشتې په وروستۍ اونۍ کې شاوخوا ۷۰زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي دي.

خو د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي چې د جون میاشتې په وروستۍ اونۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۵۶زره او ۵۰۰افغانانو خپل هیواد پرې‌ایښی او د ځمکې له لارې ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې تیره اونۍ وویل چې د روان عیسوي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۵۳۶.۸زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله په کې ۴۴سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د وي او ای اشنا په مننه.

پېښور: د تېزاب پاشلو پېښه کې دوه ښځې ژوبل شوي

File Photo
File Photo

پولیس وایي په پېښور کې نامعلومو ملزمانو په دوؤ ښځو تېزاب پاشلي دي چې له امله یې دغه دواړه مېرمنې ژوبل شوي اؤ هسپتال ته رسول شوي دي.

د پېښور د کینټ ډویژن ایس پي وقاص رفیق رسنیو ته ویلي دا پېښه په ابدره روډ‌ مخې ته راغلې ده اؤ تېزاب پاشونکي له پېښې وروسته تښتیدلي دي.

د پولیسو له مخې دغلته دوه مېرمنې چې خپلو کې خویندې وې په یوه رکشه کې ناستې وې، چې په لاره کې پرې په موټر سایکل ناستو کسانو تېزاب وپاشل اؤ وتښتېدل.

پولیس وایي، له پېښې وروسته دواړه مېرمنې په ژوبل حالت کې هسپتال ته رسول شوي اؤ په دې پېښه کې یوې سوځېدلې ښځې د تېزاب پاشلو دعوه پخپل پخواني خاوند فضل الرحمان کړې ده.

دغه مېرمنې پولیسو ته ویلي، پخواني خاوند یې دې ته له طلاق ورکولو وروسته بل واده کړی دی.

د پولیسو د وینا له مخې د پېښې د ځای څخه د ملزم موټر سایکل اؤ نور شواهد ترلاسه کړی شوي اؤ د خفیه کیمرو د فوټیج یا ویډيو په مرسته د ملزم لټون پیل کړل شوی دی.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو ادارې يو اېن اېف پي اې ويلي وؤ په پاکستان کې ۳۲ فيصده ښځې د جسماني تشدد او ۴۰ فیصدي واده شوې ښځې د خاوندانو دلاسه د ژوند په څه نه څه برخه کې ځورول کېږي.

د مېرمنو د حقونو فعالانې وایي په پاکستان او خصوصي توګه خېبرپښتونخوا کې د ښځو پرضد د هر ډول تشدد د مخنيوي لپاره ګڼ قوانين جوړ کړی شوي دي خو اوس هم زياتره ښځې انصاف ته لاسرسی نه لري او د ظلم زیاتي نه د خپلو ځانونو خوندي کولو په لړ کې ورته خنډونه رامخې کېږي.

د ښځو د حقونو فعالې راحیله علي د ډیوه خبریال فرید شینواري ته ویلي ، صوبه کې د ښځو د خوندیتوب لپاره قوانین شته خو عمل پرې نه کیږي.

د هغې په خبره "قانون خو شته او د هغې په اړه خلک مالومات هم ورکوي او نن سبا په پوليس تاڼو کې ښځو د مرستې د پاره ځانګړي مرکزونه هم جوړ شوي، هلته ښځې ځي، یا دارالامان ته ځي او یا هم په چم ګاونډ کې هم خلک د ظلم په ضد راپاڅي"

هغه وایي کله چې یوې ښځې ته معلومه شي چې په هغې ظلم زياتی کېږي او داسې يو قانون شته چې هغه ژغورلی شي خو کله چې دغه مېرمنه انصاف ترلاسه کولو پسې لاره شي نو ورته معلومه شي چې قانون خو شته خو عمل پرې نشته.

د ښځو د حقونو فعالانې وايي په مېرمنو د تشدد د کچې لوړېدو علتونه د سړو اقتصادي وضعيت خرابېدل، د حقونو څخه بې خبري، قوانين نه عمل کېدل او ځينې نور دي.

شهباز شریف وایي چین سره د ترسره شوؤ تړونونو په عملي کېدو کې به هیڅ ځنډ ونه زغمي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي چین ته د هغه د وروستي سفر په مهال ددغه هیواد سره د ترسره شوؤ تړونونو اؤ مفاهمتي یاداښتونو په عملي کېدو کې به هیڅ ځنډ ونه زغمي اؤ وایي په دغو تړونونو د عمل څارنه به پخپله کوي.

روانه میاشت د چين د کميونسټ پارټۍ د نړيوالو چارو د مرکزي کمېټۍ وزير د پاکستان په سفر کې ویلي وؤ، د پرمختيا دپاره کورنی ثبات ضروري دی او د سرمایه کارۍ لپاره به پاکستان ته ‏امنيتي حالات ښه کول وي،په ښه امنیت کې به تاجران په پاکستان کې پانګونې کوي.‏

پاکستاني مطبوعات وایي چین ته د وزیراعظم شهباز شریف د سفر په مهال په ترسره شوؤ تړونونو اؤ مفاهمتي یاداښتونو د عملدرامد په اړه د لوړې کچې یوه غونډه د خالي په ورځ د وزیراعظم په مشرۍ شوې چې پکې د دغو تړونونو اؤ یاداښتونو د عملي کېدو جاج اخستل شوی دی.

وزیراعظم شهباز شریف د غونډې برخه والو ته ویلي چې چین د نړۍ د یو مضبوط معیشت په توګه راپورته کیږي اؤ پاکستان د چین د پرمختیا څخه ډیر څه زده کولی شي.

هغه ویلي د چین څخه د انفارمیشن ټیکنالوجۍ،مواصلاتو، معدنیاتو، کان کېندنې اؤ توانایۍ په څانګو کې د مرستې یو نوی دور پېل کیدونکی دی.

شهباز شریف ویلي چې دې څانګو کې د پاکستان اؤ چین د مرستو د ودې سره به معاشي پرمختیا رامنځته شي ،سیمه ییز تماسونه به پیاوړي شي اؤ د دواړو هیوادونو اړیکې به ورسره نورې هم ژورې شي.

پاکستاني مطبوعات وایي په دې غونډه کې وزیراعظم ته ویل شوي چې اوس اوس د پېزار جوړولو د چینایي کمپنیو یوې ډلې د پاکستان سفر کړی تر څو خپلې کارخانې پاکستان ته راوړي اؤ وایي که دا کارخانې پاکستان ته راشي نو دلته د پینځوؤ نه نیولې تر اتوؤ اربو ډالرو پورې سرمایه کاري کولی شي.

همدا شان ویل شوي د کرکیلې د څانګې ۱۲ معروفې چینایي کمپنۍ هم سږ کال پاکستان کې د خوراک اؤ کرکیلي په ایکسپو کې کوټلې برخه اخلي.

غونډې ته ویل شوي چې چین ته د وزیراعظم شهباز شریف د سفر په مهال د ترسره شوؤ تړونونو په نتیجه کې تر ۱۰۰ زیاتې چینایي کمپنۍ د پاکستاني کمپنیو سره پاکستان کې د کاروبار اؤ سرمایه کارۍ لپاره په رابطه کې دي.

په دې غونډه کې وزیراعظم واپډا ته په داسو اؤ دیامر بهاشا ډیمونو د چینایي وګړو د امنیت باوري کولو لپاره د د سیف سټيز د جوړښت اؤ د منصوبو زر تر زره د سرته د رسولو لارښوونه کړې ده.

وزیراعظم پاکستان کې د چین له لوري د بیلابیلو مواصلاتي پروژو،د بجلۍ اؤ ګوادر کې په روانو منصوبو له شوي پرمختګ څخه هم خبر کړل شوی.

وزیراعظم شهباز شریف چارواکو ته لار ښوونه کړې چې باید د چینایي شمسي شیشو اؤ الاتو جوړونکو کمپنیو سره مذاکراتو کې تیزي راولي تر څو هغوي خپلې کارخانې پاکستان ته رامنتقل کړي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د چین په وګړو یو شمیر خودکش حملې اؤ وژونکي بریدونه شوي چې د چین ګڼ شمیر وګړي پکې وژل شوي اؤ چین له دغو بریدونو وروسته په پاکستان ټینګار کړی چې باید د وګړو تحفظ یې باوري کړي.

د ‏مارچ په میاشت کې د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام کې د داسو ډېم په چينايي ‏انجينيرانو ځانمرګی برید شوی، پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ‏‏‏ډرايور یې پکې ‏وژل شوي وو.‏

د روانې مياشتې په سر کې د چين په سفر د پاکستان وزيراعظم شهبازشريف په خپل هيواد کې چينايي وګړو او سرمايه کارانو ته د مکمل امنيت او د ‏اسانتياو ورکولو د باور ورکولو ويلي وو.‏

په پينځم جون په شینجین کې د پاکستان چین بزنس کانفرنس ته وینا کې، وزيراعظم شهباز شريف ويلي وو، حکومت یې په بشام کې د خونړي ترهګر برید ‏راهسې په ټول هیواد کې د هر چینايي ژوند د خوندیتوب لپاره مختلف ګامونه پورته کړي دي.‏

په جون میاشت کې په پښتونخوا کې 21 اؤ بلوچستان کې 6 ترهګریز بریدونه شوي

پاکستان انسټي ټیوټ فار پیس سټډيز نومې تهنک ټینک پخپل رپورټ کې وایي د جون په میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ ۲۷ پېښې مخې ته راغلي چې دې بریدونو کې ۲۱ په پښتونخوا اؤ شپږ په بلوچستان کې شوي دي.

ډان ورځپاڼې د یاد تهنک ټینک په خپور کړي رپورټ کې ویلي چې خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو حملې د تندروه ډلو تر ټولو ستر هدف پاتې شوی دی اؤ په دې وروستیو اوونیو کې تعلیمي ادارې،په خاصه توګه د جینکو مکتبونه،د پولیو کارکنان،قبایلي اؤ سیاسي مشران ددې حملو سره مخ شوي دي.

پي آي پي ایس د جون میاشتې لپاره خپل میاشتني د امنیتي ارزونې رپورټ کې ویلي چې د جون په میاشت کې ټي ټي پي اؤ نورو ځایي طالب ډلو خېبر پښتونخوا کې د ۲۱ ترهګریزو بریدونو ذمه واري قبوله کړې ده اؤ د ترهګرۍ دا پېښې د تېرې میاشتې په مقابله کې دوه زیاتې دي.

رپورټ وایي دې بریدونو کې ۲۸ کسان وژل شوي چې پکې ۱۹ امنیتي اؤ د قانون پځای کوونکو ادارو مامورین هم شامل دی.

د رپورټ تر مخه د جون په میاشت کې په بلوچستان کې د ترهګرۍ ټولې شپږ پېښې مخې ته راغلي دي چې پکې څلور عسکر وژل شوي اؤ ۱۴ کسان ژوبل شوي دي.

د پي آي پي‌ ایس په رپورټ کې ویل شوي امنیتي ځواکونو اؤ د ترهګرۍ ضد محکمو پولیسو د جون میاشت کې د ورانکارو خلاف پینځه غټې کارروایۍ کړي دي چې تېره میاشت کې شمېره ۱۰ وه اؤ وايي په دې کارروایو کې ۱۷ ورانکاري وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دی

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې د رپورټ له مخې، روان کال په پښتونخوا صوبه کې تر اوسه ۲۷۳ ترهګریز بریدونه شوي اؤ په دې حملو کې ۱۱۸ پولیس عسکر اؤ افسران وژل شوي دي.

په روان کال کې اوسه د ترهګرو په ضد د استخباراتي معلوماتو په اساس امنیتي ځواکونو ۱۴۳۳عملیات کړي چې پکې ۱۲۴ترهګر وژل شوي دي.

سي ټي ډي پخپل رپورټ کې دعوه کړې ده چې خېبر پښتونخوا کې یې ۵۵ ترهګریز بریدونه شنډ کړي اؤ ۳۲۲ ترهګر یې ژوندي هم نیولي دي.

د څېړنیزو ادارو رپورټونه وایي په اګست کال ۲۰۲۱ کې د افغانستان په اقتدار د طالبانو له قبضې وروسته پاکستان کې یو وارې بیا ترهګرې ډلې منظم شوي اؤ د ترهګرۍ ستونزې په شدت سره سر راپورته کړی دی.

د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ له هغه ځایه پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه عملي کوي خو په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ ترهګري دپاکستان کورنۍ ستونزه بولي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په ۲۲م جون په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزمِ استحکام په نوم د ‏نوو عملياتو منظوري ورکړې ده خو د ملک بیلابیلو سیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنې ددې عملیاتو په کلکه مخالفت کوي اؤ دریځ لري چې د پوځي عملیاتو پځای دې ریاست د ترهګرو ډلو سره د پټو معاملو نه لاس واخلي.‏

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG