لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان اؤ ازبکستان سره دریل پاټلۍ دلارې پیوست کېدو دپاره پاکستان نړیوال بانک نه 4.8 بيلينه ډالره پور اخلي


پاکستان به د نړیوال بېنک څخه د افغانستان او ازبکستان سره د رېل پاټلۍ د لارې دځان پیوست کولو لپاره د 4.8 بيلينه ډالره قرضه اخلي.

پاکستان چارواکي وايي د 573 کلوميټره واټن دا پاټلۍ به په سیمه کې د پراخه تجارتي او اقتصادي هلو ځلو سوب جوړ شى.

د پاکستان افغانستان د ګډ چېمبر اف کامرس ډاېرېکټر زاهد شنواري وايي د مېنځنۍ اېشياء هېوادونو سره د تجارت په لار کې تر ټولو لویې خنډ ددغه هېوادونو سره د ټرانسپورټ نشتوالی دی او که دا رېل پاټلۍ جوړه شوه نو د سيمې اقتصادي منظر نامه به ورسره بېخي بدله شي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان به راتلونکې اوونۍ کې د نړیوال بانک څخه د قرضې اخستلو مکتوب په رسمي ډول لاسلیک کړي.

د پاکستان د رېل محکمې د چارواکو لخوا جاري شوي بېان کې ویل شوي چې د 4.8 بيليونه ډالرو دا پروژه به د 573 کلوميټره رېل پاټلۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان د رېلوی مرکزي وزير اعظم سواتي او د تجارت لپاره د وزير اعظم عمران خان سلا کار رازق داود پرون د وزير اعظم سره ليدنه کې ويلي دا پروژه به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ تجارتي او اقتصادي فعاليتونه لا نور پسې زيات کړي.

ویل کېږي چې دافغانستان او ازبکستان اولسمشرانو له وړاندې څخه ددې پروژې منظوري ورکړې ده او چې کله وزیر اعظم عمران خان د پور اخستنې دا مکتوب لاسلیک کړي نو بيابه دا د باضابطه منظورې لپاره د نړیوال بانک صدر ته لېږل شي.

اېکسپرېس ټريبيون انګریزي ورځپاڼې د رېل وی د وزير د ځانګړي مشاور غلام دستګیر د خولې ليکلي چې د پروژې فزبيليټي رپورټ تیار دی.

دپاکستان اؤ افغانستان دګډې سوداګریزې خونې یا چېمبر اف کامرس ډایرېکټر زاهد شنواري ډيوه ته وايي که دا پروژه سر ته رسي نو دې سره به د سيمې اقتصادي منظر نامه بېخي بدله شي.

هغه وايي د مېنځني اېشيا سره د تجارت په لاره کې لويه مسله د رسد یا ټرانسپورټېشن او تړون ده او که دا جوړ شي نو په کې تر ټولو زياته ګټه به یې پاکستان ته وى ولې چي پاکستان سره داسې سامان شته چې کال و سر په دغو هېوادونو خرڅولی شي.

اخوا اسلام اباد کې د اېس ډي پي اي اېګزېګټيو ډایرېکټر عابد سلهري ډيوه سره خپله څېړنه کې وايي دا يوه غوره پرېکړه ده. پاکستان د سوېلي او مېنځنې اېشيا په درشل پروت دی.

هغه واي منځنۍ اېشيا ته د پاکستان پام له مخکې راګرځېدل پکار وؤ. خو په افغانستان کې د بې امنۍ له امله داسې ونه شول. که افغانستان کې امن راځي او هغه پاکستان ته منځنې اېشيا ته لاس رسی ورکوي نو ددې ګټه به ګردې سيمې ته رسیږي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG