لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د ښځو د حقونو مبارزه فرشته کوهستانۍ له ورور سره یو ځای وژل شوې


واشنګټن ــــ د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کاپیسا کې د ښځو د حقونو یوه مبارزه فرشته کوهستانۍ له خپل یو ورور سره یو ځای ناپېژاندو وسلوالو وژلې ده، چې تر اوسه یې د وژنې ذمه واري کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا پېښه د پنجشنبې- زیارت په ماځیګر د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ په دهنو عزت خېل کلي کې شوې چې وایي موټرسایکل سپرو وسلوالو ورباندې برید کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې په پېښه کې فرشته کوهستانۍ وژل شوې او ورور یې ټپي شوی دی، خو د کاپیسا پولیسو ویلي چې په پېښه کې ورور او خور دواړه وژل شوي دي.

وزارت وایي د دې پېښې پلټنې یې پیل کړې دي خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیولي او نه هم تر اوسه د دې پېښې ذمه واري کومې وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کابل کې رسنیو ته په وینا کې په افغانستان کې د وروستیو هدفي بریدونو پړه پر طالبانو ور اچولې او وایي چې د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره یې ځانګړی پلان تیار کړی دی.

دا پېښه تر هغې یوه ورځ وروسته شوې چې ناپېژاندو وسلوالو د دسمبر پر 23مه سهار وختي‌ په کابل کې د افغانستان د ازادو او شفافو انتخاباتو د غیرسرکاري ادارې مشر یوسف رشید له خپل ډرېور سره یو ځای په ډزو و واژه.

په افغانستان کې په وروستیو کې د بشري حقونو د مبارزینو، خبریالانو او حکومتي چارواکو هدفي وژنې زیاتې شوې دي. د تېر ګل- دوشنبې په ورځ‌ هم په غزني کې د رحمت الله نېکزاد په نوم ازاد خبریال و وژل شو.

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل په افغانستان کې پر وروستیو هدفي بریدونو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په تېرو تقریباً دوو میاشتو کې په دې هېواد کې پینځه خبریالان وژل شوي دي.

تر رحمت الله نېکزاد مخکې په کابل کې د طلوع نیوز خبریال یما سیاوش، په هلمند کې د ازادي رېډیو خبریال الیاس داعي او په جلال اباد کې د انعکاس ټیلیویژن خبریاله ملالۍ میوند وژل شوي وو او په وروستیو ورځو کې د آریانا نیوز خبریال فردین امیني په داسې حال کې په روغتون کې ساه ورکړه چې غاړه یې غوڅه شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG