لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او افغانستان په لوړه کچه دسوداګریزو اړیکو دښه کېدو خبرې پیل کړې دي


دواړه لوري هڅه کوي د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوسنی سوداګریز تړون وڅېړي او ددغه تړون د پراختیا لپاره ددواړو هېوادونو اړتیاوې او غوښتنې شریکې کړي.

اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریز تړون پربدلون، نوي کولو، پراخولو او دغه راز د سرحدي بازارونو پر ایجاد بحثونه شوي.

په دې خبرو کې د افغان پلاوي مشري د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني او د پاکستاني پلاوي مشري د سوداګرۍ په چارو کې د لومړي وزیر عمران خان ستر سلاکار عبدالرزاق داؤد کوي.

دواړه لوري هڅه کوي د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوسنی سوداګریز تړون وڅېړي او ددغه تړون د پراختیا لپاره ددواړو هېوادونو اړتیاوې او غوښتنې شریکې کړي.

پاکستان په دې وروستیو کې هڅه کوي چې له افغانستان سره خپله سوداګري پراخه کړي او له دې لارې مرکزي اسیا ته خپل توکي ورسوي.

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي وایي چې پاکستان له افغانستان څخه غوښتي چې منځنۍ اسيا سره د سوداګرۍ لپاره لار ورکړي.

احمدي وايي، " افغانستان ـ پاکستان دسوداګرۍ او ترانزيټ دهمغږۍ کمېټې په اتمه ناسته اپټيکا کې د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار عبدالرزاق داؤد يادې ناستې ته وويل،‌ پاکستان او افغانستان دواړه د دوه اړخيزې سوداګرۍ وده غواړي پاکستان له افغانستان څخه دا غوښتنه لري چې منځنې اسيا ته د سوداګرۍ لپاره لاره ورکړي"

د صیام بزنس مشر او د اقتصادي چارو شنونکی صیام پسرلی وایي، افغانستان له پاکستان څخه دا هم غواړي چې سوېلي اسيا په ځانګړې توګه هندوستان ته ورته د سوداګرۍ لپاره لاره ورکړي.

پسرلي وایي" اپتیکا قرار داد به د افغانستان او پاکستان لپاره ډیر موثر تمام شي چې دواړه هیوادونه منځنۍ اسیا ته لار پیدا کړي"

دهغه په وینا "دغه قرارداد د دواړو هیوادونو لپاره فوق العاده موثر تمام کیدای شي زموږ غوښتنه داده چې تجارتي او ترانزیټي اړیکو کې تنظیم لپاره اصلاحات، تعدیلات پکې راشي او عملي جنبه ولري"

د افغانستان او پاکستان دصنعت او سوداګرۍ وزارتونو چارواکو دسوداګريزو ترانزيټي او ګمرکي ستونزو دحل په موخه ددواړو هېوادونو ترمنځ درې غونډې تر سره شوي

په ياودو غونډو کې دافغانستان صنعت او سوداګرۍ وزير غورياني او دپاکستان دسوداګرۍ وزير رزاق داؤد ترمنځ ترسره شوې دافغان سوداګرو ډيری ستونزې حل شوې

سرچینې وایي دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دترانزيټ او سوداګرۍ دهمغږۍ دکميټې اتمه غونډه کې به هڅه وشي چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګريزې،ترانزيټي او ګمرکي ستونزې له منځه لاړې شي او په دې سره به د اپتا هوکړه هم نهايي شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG