لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې د نومیالي شاعر او لیکوال سلیمان لایق د لمانځنې سېمینار شوی


واشنګټن ــــ په کوټه کې د افغانستان د نومیالي شاعر، لیکوال او سیاستوال اسلیمان لایق د هنري او ادبي خدمتونو د ستاینې او ارزونې لپاره یوه غونډه شوې چې ګڼ شمېر لیکوالو پکې د نوموړي پر کار او ژوند مقالې اورولې او ویناوې یې کړې دي.

دغه سېمینار د دوو ادبي ټولنو پښتون ادبي غورځنګ او نړیوالې پښتو مرکې په زیار جوړ شوی وو، چې د پښتونخوا د ګڼو سیمو په ګډون د بلوچستان د ګڼ شمېر پښتني سیمو لیکوال، شاعران، د ادب او سیاست مینه وال هم ورته راغلي وو.

د سېمینار یو کوربه ډاکټر صادق ژړک وایي "استاد سلېمان لايق يو نوښتګر شاعر وو او ترڅو پورې چې افغاني ټولنه وي د لايق صيب ياد به ژوندی وي. ډاکټر ژړک وي او اې ډیوه ته وویل، سلیمان لایق د تېرې یوې پېړۍ د ګوتو په شمېر شاعرانو کې دی:

"د شلمې او یوویشتمې پېړې په بهیر کې له موږ سره د ګوتو په شمېر دوه درې داسې شاعران دي‌ چې هغه پوره سیمه او نسل له ځان سره بیایي، له ښه مرغه استاد لایق هم په هغه کتار کې دی، چې هغه د لروبر نوی ځوان کهول په جدید فکري مکتب او نظریاتي حواله له ځان سره بیایي".

ډاکټر صادق ژړک وویل چې دوی په تېرو کلونو کې د سلیمان لایق د شعرونو درې کتابونه "کیږدۍ"، "سپرغکې" او "سندرې په سویو واټونو کې" هم د پښتو ادبي غورځنګ له خوا چاپ‌ کړي دي.

د سېمینار کوربه ډاکټر صادق ژړک د وینا په مهال.
د سېمینار کوربه ډاکټر صادق ژړک د وینا په مهال.

په سېمینار کې د ملاکنډ پوهنتون د پښتو څانګې استاد لیکوال او څېړونکي‌ نورالبصر امن د سلیمان لایق پر شاعرۍ مقاله اورولې ده. ښاغلی امن وایي د سلیمان لایق غوندې شاعران او لیکوال په پېړیو کې یو پیدا کېږي.

نور البصر امن وایي د سلیمان لایق په شاعرۍ کې د خپلې خاورې، ولس او تاریخ انځورګري په داسې مزاحمتي او انقلابي انداز شوې ده چې نوي نسل ته له خپل وطن سره د مینې شعور په ډېره ښه توګه ورکوي:

"د ده په شاعرۍ کې چې د نوي نسل لپاره کوم پیغام دی هغه بنیادي پیغام دا دی چې زموږ نوی کول پښتون تشخص څه پېژني او دا چې زموږ په دې نړۍ او سیمه کې څه حیثیت دی، زموږ څه اقدار دي او څه کردار مو دی، چې دا دوی وپېژني بیا به دوی د خپلو حقونو د اخیستلو، پوښتنې کولو او د هغه لپاره د مبارزې توان به په دوی کې وي او له نورې نړۍ سره څنګ په څنګ د ژوند تېرولو چل به زده کړي".

د کوټې لیکوال او څېړونکی او د پښتانه مترقي لیکوال نوی مشر ډاکټر لیاقت تابان وایي، د سلیمان لایق د ژوند ډېر اړخونه دي، وایي هغه له یوې مذهبي کورنۍ سره تړاو درلود خو خپلو علمي او سیاسي هڅو هغه د ټول افغانستان د خلکو ویاړ وګرځاوه:

"سلیمان لایق د یوویشتمې پېړۍ د پښتو هغه نوښتګر لیکوال دی چې موږ پخپله سیمه کې تر ده اوچت شاعر، انقلابي او نثرنګار نه شو پیدا کولای. ده په خپل ژوند کې د قلم او عمل له لارې ټولو افغانانو ته دا ور وښوول چې یو انسان پخپل هوډ کلک ودرېږي نو د دنیا یو طاقت هغه له خپل هوډ نه شي را ګرځولای".

د استاد سلیمان لایق په شاعري کې له ژوند سره د مینې او له جګړې د کرکې هم ډېره ښه انځورګري شوې ده. له پېښوره سېمینار ته ورغلي شاعر او د پېښور پوهنتون د فلسفې له څانګې فارغ طلال بیدار د سلیمان د شاعرۍ پر دې اړخ مقاله اورولې او وي او اې ډیوه ته یې په دې اړه وویل:

"تر ټولو مهمه چې ماته ښکاري هغه دا ده چې د استاد سلیمان لایق د افکارو په بنیاد په افغانستان کې یو سیاسي ګوند را منځته شي او د فساد په ضد بیانیې ته عملي بڼه ورکړي".

په سېمینار کې د کابل د علومو اکېډمۍ، لايق ادبي فکري بنسټ، د ودان افغانستان ګوند، د پېښور د پښتو اکېډمۍ، د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د پښتو څانګې، د ملاکنډ پوهنتون د پښتو څانګې او د دير پښتو ادبي ټولنې پيغامونه هم اورول شوي‌ دي.

د سلیمان لایق د پښتو او دري شعرونو او نثر کتابونه چاپ شوي دي چې په هغوی کې د ځینو نومونه په دې ډول دي:

چونغر (شعري ټولګه)، کیږدۍ (شعري ټولګه)، یادونه او درمندونه (شعري ټولګه)، قصې او افسانې (شعري ټولګه)، د اباسین سپېدې (قصې)، (شپېلۍ)، سپرغکې (د څلوریځو ټولګه)، سندرې په سویو واټونو کې (شعري ټولګه)، بادبان (دري شاعري)، سمت روشن جاده ها (دري شاعري) او نور آثار شامل دي.

سلیمان لایق د 2019م کال د ستمبر پر 5مه په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې زخمي شوی وو او د تېر 2020م کال د جولای په 31مه یې د 90 کلونو په عمر په جرمني کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د سېمینار ګډونوال.
د سېمینار ګډونوال.
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:37 0:00

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG