لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بي بي سي اردو د لاسوهنې له کبله پر پاکستاني ټیلیویژن خپلې خپرونې بندې کړي


واشنګټن ـــ د بي بي سي اردو څانګې له څو کلونو راهیسې د پاکستان د یوه شخصي ټیلیویژن «آج» له لارې په اوونۍ کې پینځه ورځې د ورځې پینځه ګنټې نشریات کول، خو دا نشریات یې د جمعې په ورځ له دې کبله بند کړل چې وایي دې ټیلیویژن مسلسل د دوی په پروګرام کې لاسوهنه کوله.

د برتانیې د نړیوالې نشریاتي ادارې بي بي سي اردو څانګې د پاکستان له یوه شخصي اردو ټیلیویژن چېنل «آج» سره په 2014م کال کې د شراکت دارۍ یو تړون کړی وو چې له مخې یې د «سېربین» په نوم د خپل پروګرام نشریات د «آج» ټیلیویژن له لارې پیل کړي وو.

د بي بي سي په وینا د دې تړون په بنیاد- چې له نورو هېوادونو سره یې هم ورته تړونونه کړي- دوی ځایي ژبو او کتونکو ته په پام خپل پروګرام د ازادې ادارتي پالیسۍ له مخې جوړوي او ځایي ټیلیویژن چېنل یې خپروي.

خو د بي بي سي نړیوال سروس مشر جمي اینګس وایي، د تېر 2020م کال د اکتوبر له میاشتې یې په پروګرام کې لاسوهنه کېده او وایي په دې اړه یې «آج» ټیلیویژن ته کافي وخت ورکړی چې د دوی پروګرام بې لاسوهنې بیرته خپور کړي خو وایي هغوی خپور نه کړ:

"زموږ په پروګرامونو کې هر ډول لاسوهنه زموږ او زموږ د کتونکو تر منځ د باور سرغړونه ده، چې موږ د دې کار اجازه نه شو ورکولای".

وایس آف امریکا هڅه وکړه چې په دې اړه د «آج» ټیلیويژن له مشر شهاب زبېري سره خبرې وکړي‌ خو هغه په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د بي سي سي نړیوال سروس مشر ښاغلی جمي اینګس وایي، د دوی په پروګرامونو کې د پاکستاني ټیلیویژن له خوا د پرله پسې لاسوهنې له کبله دواړو ادارو هڅه وکړه چې د ښه نیت له مخې دا موضوع حل کړي خو وایي د بي بي سي خپرونې یې تر اوسه بیرته پیل نه کړې:

"اوس نو له بي بي سي سره له دې پرته بله هیڅ لاره نه وه چې له «آج» ټیلیویژن سره خپل شراکت سمدستي ختم کړي".

په تېرو اوو کلونو کې چې د بي بي سي اردو څانګې نیم ساعته خپرونه پر «آج» ټیلیویژن پیل شوې وه، مخکې هم څو واره له نشرېدو را ګرځول شوې خو بیا څه موده وروسته بیرته خپره شوې وه، مګر دا ځل چې په تېره اکتوبر میاشت کې دا خپرونه بنده شوې تر اوسه نه وه خپره شوې.

د یادونې وړ ده چې د وایس آف امریکا اردو څانګه هم د بي بي سي غوندې د ورځې پینځه ګنټې په اوونۍ کې پینځه ورځې خپرونه لري چې په پاکستان کې د همدې «آج» ټیلویژن له لارې خپرېږي.

د وي او اې اردو څنګه وایي پر «آج» ټیلیویژن د دوی د خپرونې په نشرېدو کې هم وخت په وخت خنډونه راغلي او بې له دې چې مخکې له مخکې دوی خبر کړل شي په پروګرام کې یې وخت په وخت سنسرشپ یا بدلون هم شوی دی.

په پاکستاني رسنیو کې کارکوونکي خبریالان وایي، دا فشار له مختلفو اړخونو وي چې د رسنیو مواد سنسر کوي او کنټرولوي یې، وایي په دې کې حکومتي چارواکي یا هغه ادارې هم دي چې د خبریالانو د ډارولو لپاره د هغه په ضد مقدمې کوي، توندروه مذهبي ډلې هم دي چې ګواښونه کوي او عدلیه هم ده چې د عدالت د سپکاوي ګواښونه کوي.

څېړونکي او خبریالان وایي په رسنیو تر ټولو زیات فشار د پاکستاني پوځ له خوا وي، خو د پاکستان پوځ دا ډول تورونه تل رد کړي دي.

په پاکستان کې د وایس آف امریکا د اردو او پښتو څانګو ویبپاڼې هم له 2018م کال راهیسې له دې کبله تر اوسه بندې دي چې دغو ادارو د بشري حقونو لپاره کارکوونکي تحریک پښتون ژغورنې غورځنګ ته کورېج یا پوښښ ورکاوه. دغه تحریک پر پاکستاني پوځ په قبایلي سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونې تورونه لګوي خو پوځ دا تورونه تل په کلکه رد کړي دي.

د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم د 2020م کال په رپوټ کې ویلي وو، چې پاکستان د مطبوعاتو د ازادۍ له پلوه د 180 هېوادونو په نوملړ کې پر 145 نمبر دی.

په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند پر اوسني حکومت په کور دننه او بهر تورونه لګېږي چې وایي د مطبوعاتو ازادي یې تر پښو لاندې کړې ده، خو وزیراعظم عمران خان وایي پر رسنیو یې هیڅ ډول بندیز نه دی لګولی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG