د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه د جوبایډن د لوړې له مراسمو څخه څو دقیقې وروسته چین د ټرمپ د ادارې په چارواکو باندې بندیزونه ولګول.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت لخوا ویل شوي چې په دغو ۲۸ کسانو کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پمپیو هم شامل دی چاچې د دوی په وینا په خپلو لیونیو کارونو سره د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې، د چین ګټې یې زیانمنې کړي، د چین خلک یې خفه کړي او د امریکا او چین اړیکې یې زښتې زیاتې خرابې کړې دي.
چین همدارنګه د ټرمپ د ادارې د سوداګرۍ په سلاکار پیټر نوېرو او د ملي امنیت پخواني سلاکارانو رابړټ اوبراین او جان بولټن باندې هم بندیزونه لګولي دي.
چین ویلي، تر بندیز لاندې خلک او د هغوی نېږدې د کورنۍ غړي نشي کولای چې چین، هانک کانګ او ماکوا ته سفر وکړي او د دوی شرکتونه هم نشي کولای چې له چین سره سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي.
د چین او امریکا اړیکې وروسته له هاغې په ژوره توګه خرابې شوې کله چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته په ننوتلو سره له چین سره د ټکسونو د لوړولو جګړه پیل کړه.