لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: پاکستان د صدر جوبايډن د انتظاميې نه د ښو اړيکو هيله لري


د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي، د امريکا د نوي صدر جوبايډن د انتظاميې څخه هيله لري چې د پاکستان سره به ښې اړيکې ولري، د هغه په وېنا د پاکستان په سوچ او ضرورتونو کې بدلون راغلی دی.

د امریکا نوي صدر جوبايډن د شورو، چهارشبنې، په ورځ (20م جنورۍ) د امریکې د 46م صدر په حېث سوګند پورته کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یو ټویټ کې جوبايډن ته اومبارکي ویلي او زياته کړې يې ده چې د جوبایډن له حکومت سره د امریکې او پاکستان تر منځ د تجارتي او اقتصادي فعالیتونو، موسمي بدلون، د عامې روغتیا د ودې، کرپشن او په سیمه او نړۍ کې د امن لپاره د لا ټینګې همکارۍ جوړېدو ته سترګې په لار دی.

شاه محمود قرېشي د جيو ټي وي سره په خبرو کې وويل، جوبايډن په پاکستان خبر دی د پاکستان سفر يې کړی دی خو په تيرو څلورو کلونو کې په نړۍ کې او په پاکستان کې هم غټ بدلون راغلی دی.

هغه وويل د امریکا د بهرنيو چارو نوي نومول شوي وزير ته یې په خط کې د پاکستان د نوي سوچ په اړه ويلي دي او دوی هيله لري چې د امریکا د نوي انتظاميې سره ښې اړیکې وي.

قرېشي ويلي په خط کې يې ويلي په تیر څلور کاله کې د پاکستان په سوچ او ضرورتونو کې بدلون راغلی دی نن پاکستان د سولې خبره کوي.

هغه زياته کړې چې د امریکا نوې انتظاميې اشاره ورکړې او منلې يې ده چې پاکستان د افغانستان د سولې په لړ کې مثبت رول لوبولی دی.

د قرېشي په وېنا د پاکستان ضرورتونه بدل شوي په دې سيمه کې سوله او ثبات غواړي، اقتصادي پرمختيا ته پام لرنه کوي، د خپلو ادارو اصلاح کوي خلکو ته انصاف ورکول غواړي او ډېر داسې څيزونه دي چې د امریکا نوې انتظامیه او پاکستان پرې يو نظر لري.

په پاکستان د امریکايي تنقيد او تورونو او په اړيکو کې د لوړ ژورو پوښتنې ته په ځواب کې قرېشي وويل، دا اوس په پاکستان اډاڼه لري که زمونږ سوچ مثبت دی او کوم لور ته چې مونږ روان يو او کوم بدلون پله چې زه اشاره کوم که هغه مونږ په ديانتدارۍ پوره کوو نو هغه هيڅ وجه نه وينم چې د امریکا دا انتظاميه به په هغې پوهه نه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG