لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخواني جرنیل عاصم باجوه په کوم حیثیت دچین سفیر سره لیدلي؟داپوزیشن ګوندونو پوښتنه


دپاکستان سينيټ کى مخالفو ګوندونو د سي پيک اټهارټي دقانوني حيثيت ختميدو باوجود ددغه دارې دمشر او دپوځ دپخواني جرنيل عاصم سليم باجوه د چين سفير سره په لیدنه ټکونه کړي دي.

مخالفو ګوندونو تور لګولى چې حکومت مالي چارو کې بدنامه عاصم سليم باجوه د پاکستان لپاره په معاشي او سټريټيجي توګه دمهمې پروژې مشر لګول غواړي او حکومت د قانوني مسودې دلارې هغه ته داحتساب نه تحفظ ورکولو کې هم غرضي دی.

دجماعت اسلامي سینیټر مشتاق احمد خان د سي پيک اتهارټي دقانوني حيثيت په هکله سینیټ‌ کې پوښتنې راولاړې کړي دي چې دغو پوښتنو ته د ورکړل شوؤ حکومتي ځوابونو له مخې د اتهارټي لپاره د صدارتي آرډينينس موده تير کال د ٢٠٢٠جون مياشت کى پائ ته رسيدلې ده.

د هیواد دپرمختيا د وزارت ترمخه د سي پيک اتهارټي په اړه قانون سازۍ لپاره مسوده قامي اسمبلۍ ته لیږل شوې ده او دا چې سي پيک سره دتړلو انتظامي او مالي چارو پريکړې اړونده وزاتونه عملي کوي.

دتير زيارت په ورځ د سينيټ غونډه کې دمخالفو ګوندونو غړو په دغو حکومتي ځوابونو بې باوري ښودلې ده.

د مسلم ليګ نواز ګوند سينيټر جاويد عباسي ويلي د صدارتي آرډينينس دمودې پائ ته په رسيدو د اتهارټي د مشر څوکۍ هم ختمه شوې ده نو بيا عاصم سليم باجوه په کوم حيثيت کى پاکستان کې د چين سفير سره ملاقات کړی دی؟

دمخالفو ګوندونو غړو د سي پيک اتهارټۍ دقانوني حيثيت په سر اندېښنو ته دحکومت لخوا دقانع کوونکو ځوابونو نه ویل کیدو پسر دسینیټ د کاروایۍ څخه بائیکاټ یا پریکون هم کړی دی.

دجماعت اسلامي سینیټر مشتاق احمد خان پرته له کوم قانوني حيثيت څخه د عاصم باجوه په فعاليتونو ټکونه کړي او وايي حکومت مالي چارو کى بدنامه عاصم باجوه سي پيک په څیر دمهمې سټريټيجي او معاشي منصوبې مشر لګول غواړي.


وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي حکومت قامي اسمبلۍ ته دلیږل شوې قانوني مسودې دلارې باجوه ته د احتساب د عمل نه تحفظ هم ورکول غواړي چې دوئ به یې کله هم ونه زغمي.

تير کال د پاکستان وتلي خبريال احمد نوراني دپوځ دپخواني جنرال او دسي پيک اتهارټۍ دمشر عاصم سليم باجوه دکورنۍ بهرنيو هيوادونو کې د اربونو روپو دپټو اثاثو لرلو خبر ورکړی ؤ خو باجوه دا خبر بې اساسه او د هغه د کورنۍ د بدناموولو هڅه ګرځولې وه.

دسينټ غونډه کى مرکزي وزير حماد اظهر دچین سفیر سره دعاصم باجوه دلیدنې څخه دفاع کړې ده اؤ ویلي یې دي که دچين سفير پاکستان کې حکومت مخالفو سياستمدارانو او دمدني ټولنې فعالينو سره ليدني کولی شي نو دسي پيک په اړوند د تجربې لرلو په اساس دباجوه هغه سره دهغه په ليدنه دنیوکې هیڅ توک نه جوړیږي.

حماد اظهر زياته کړې دسي پيک دقانوني حېثيت او تحفظ لپاره مسوده قامي اسمبلۍ ته ليږل شوې ده.

پاکستان او چين اقتصادي پروژه سي پیک باندې په چټکتیا سره د کار کېدو پخلى کوي.

په دې وروستیو کى د چين دباندنيو چارو وزارت د نړيوالو مطبوعاتو هغه رپورټونه رد کړي وؤ چې ګنې چين د پيښور نه تر کراچۍ ١٨٧٢ کلوميټره د اورګاډي پاټلۍ غځولو د پرمختيايي پروژى ايم ايل ون لپاره د ٦ اربه ډالرو د پور په بدل کې د پاکستان نه اضافي ضمانتونه غواړي.

د چين دباندنيو چارو د وزارت ترمخه تير کال راهسې کرونا واٸرس هم دپاکستان او چين ١٦٢ اربه ډالرو داقتصادي پروژى تعميراتي کارونه نه دي اغېزمن کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG