لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډينیل پرل دقاتلانو خوشې کولو پرېکړه به دایف ای ټي ایف غونډه کې په پاکستان څه اغېزې ولري؟


څېړونکي نظر لري چې په کال ۲۰۰۲م کې د وژل شوي امريکايي خبريال ډېنيل پرل د قاتلانو د هېواد د ستر عدالت لخوا خوشې کول به د ترهګرۍ د مالي مرستو د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف په اېنده غونډه کې د پاکستان لپاره دتباهۍ ډکې نتیجې ولري.

خو په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي هيله ښودلې چې د اېف ای ټي اېف د فرورۍ په مياشت کې کېدونکې غونډه کې به د پاکستان نوم د خړ نوملړ څخه وویستل شي.

دامریکایي صدر جوبائیډن انتظامیې هم دپاکستان دسترې محکمې په هغه پرېکړه دغصې ډک عکس العمل ښودلی چې په کال ۲۰۰۲م کې دامریکایي خبریال یې د وژل شوي امریکایي خبریال په برامته کولو اؤ وژلو په تور دنیول شوؤ کسانو دخوشې کولو امر کړی دی.

دامریکې په بیان کې ویل شوي چې دعمر شیخ اؤ څلورو نورو تورنو کسانو دخوشې کولو پرېکړه دپاکستان په ګډون دنړۍ په هره برخه کې د ترهګرۍ پېښو کې د وژل شوؤ یا قربان شوؤ سپکاوی دی.

د وژل شوي امریکایي خبریال کورنۍ هم دپاکستان د سترې محکمې دا پرېکړه په انصاف پسې خندا بللې اؤ ویلي یې دي چې د ډینئل پرل د قاتلانو خوشې کیدو خبریالان اؤ دپاکستان خلک د خطر سره مخ کړي دي.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سینیټ دبهرنیو چارو کمیټې ته خپله وینا کې هېله ښودلې ده چې د ایف ای ټي ایف راتلونکې غونډه کې به دپاکستان نوم د خړ فهرست څخه وویستل شي .

هغه ویلي هغه هېله من دی چې ایف ای ټي ایف به سیاسي پرېکړه ونه کړي.

د ترهګرۍ ډلو د مالي سرچینو د اوچولو اؤ د غیر قانوني پیسو لیږدونې دڅار دنړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف غونډه د فرورۍ په ۲۲مه نېټه کېدونکې ده اؤ په دغه غونډه کې به پرېکړه کیږي چې دپاکستان نوم دخړ فهرست څخه وویستل شي کنه باید هم په دغه نوملړ کې پځائ وساتل شي؟

دترهګرو ډلو دمالي مرستو د مخنیوي په ګامونو کې په پاتې راتلو دپاکستان نوم دکال ۲۰۱۸م راهسې دایف ای ټي ایف خړ فهرست ته اچول شوی دی.

اسلام اباد کې میشت وتلی خبریال اؤ د ترهګرو ډلو په فعالیتونو ژور نظر لرونکي خبریال اعزار سید وي او ای ډيوه ته ویلي د امریکایي خبریال ډینیل پرل په وژنه کې د تورونو کسانو عمر شیخ اؤ نورو د خوشې کولو پرېکړه به دایف ای ټي ایف په راتلونکې غونډه کې دپاکستان دپاره له تباهۍ ډکې پائیلې ولري.

هغه ویلي د سپریم کورټ دا پرېکړه به دپاکستان مخې ته یو نوی چیلنج راپورته کړي.

تیرکال داکتوبر میاشت کې ایف ای ټي ایف پاکستان د فرورۍ کال ۲۰۲۱م پورې د اضافي څارنې په نوملړ کې شامل کړی ؤ

پاکستان تر دې دمه دایف ای ټي ایف دکاریز پلان د ۲۷ؤ نکتو څخه په ۲۱ؤ نکتو عمل کړی خو دملګرو ملتونو لخوا دترهګرو ګرځول شوؤ ډلو په ضد دپاکستان ګامونه ایف ای ټي ایف نیمګړي بللي دي.

ایف ای ټي ایف دا هم ویلي وؤ چې پاکستان دمخدره موادو اؤ قمیتي کاڼو د قاچاق دلارې دترهګرو دمالي سرچینو اوچولو په لړ کې هغه ګامونه نه دي اخستي چې بسنه پرې وشي.

خو دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هېله من دی چې د پاکستان په بابله به د ایف ای ټي ایف ښه پرېکړه مخې ته راشي ځکه چې پاکستان په پاتې شپږو نکاتو هم دپام وړ پرمختګ کړی دی.

هغه پخپله وینا کې د پرمختګ دعوه خو کړې ده خو دا پرمختګ یې نه دی په ګوته کړی.

وتلی خبریال اؤ داقتصادي چارو څېړونکی مهتاب حیدر وایي که څه هم پاکستان په دې برخه کې خپل قوانین پیاوړي کړي اؤ دځېنو تندروه ډلو مشرانو ته یې دهغوئ په فعالیتونو سزاګانې هم ورکړي دي خو دهغې باوجود هم پاکستان کې د ناقانونه ډلو فعالیتونه ټولې نړۍ ته ښکاره دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي حیدر ویلي دپاکستان ریاست ته به دترهګرو ډلو پرضد سنجیده اؤ د زړه دخلاصه ګامونه پورته کول وي.

په دې وروستیو کې دپاکستان عدالتونو د تندره مذهبي ډلې جماعت الدعوه دمشر حافط سعید په ګډون یو شیمر تندروه مشرانو ته د ترهګرو ډلو سره دمالي مرستو په تور سزاګانې ورکړي دي خو څېړونکي وایي چې ښکتنیو محکمو تندروه مشرانو ته کومې سزاګانې ورکړې دي په لوړو محکمو کې دهغوئ د سزاګانو ختمیدو احتمال شته

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG